بسم الله الرحمن الرحیم
انا لله و
انا الیه را جعون
د په مذهب او وطن مین لیکوال ، خبرنګار او ژورنالست ، شهید عبدالصمد روحاني
، په شهادت رسونه ،د هیواد د تاریخ په دغه ناورین کی یو بل ستر کرغیړن عمل
دی چی دعلم او پو هې ددښمنانو لخوا تر سره شوې . دغه عمل له هره اړ خه په کلکو
ټکو سره غندو او ددی عمل مجرمینو ته د ولسي سزا غوښتونکې یو.
مونږ په داسې حال کی
چی د شهید عبدالصمد روحاني کورنۍ ته د هغه د شهادت په هکله د الله جل جلاله له اړخه د زړه
زغم او صبر غواړو او په دی ستر غم کی ورسره ځان شریک ګڼو د شهید ټولو د قلم او فکر م
ګرو او د ژورنالستانو ټولې کورنۍ ته ، چې زه هم د هغی یو غړې ېم د زړه له کومی خپ
ه غمرازي څرګندو.
همدا راز غواړم چی د هیواد ټول روڼ أندی ، او په عامه ټوګه
ټول هیوادوال په یوه اواز او یوه غږ سره ، په هیواد کی د تروریزم تر نامه لاندی دبه
نیو اشغالګرو ځواکونو په لاسو داوسنۍ عام وژني په هکله ، چی هر ه ورځ په کې په لسګونو
کوچنیان ، ښځی او زاړه د ځوانانو په ګډون سوځي، د بین المللي ټولنی څخه په کلکه و
غواړي چی دا عامه وژنه چی د پښتنو د قوم د نابودۍ په خاطر روانه ده سمدستی او پ
ته له ځنډه و دروي .
همدا راز په جنګ کی د را ښکیلو اړخونو څخه په کلکه و غواړو چی د
هیواد د بچیانو د ښوونځآیو د ویجاړولو څخه ځان و ژوغوري او برعکس هغوی ته د امن او سکون زم
ینه برابره کړي تر څو زمونږ نوې کهول د ښوونې او روزنې څخه بې برخې نشي . او
ددغسې شیهدانو تشه پرې ډکه شي.
په درنښت
قریب الرحمن سعید
دپخواني افغان
خبري اژانس رئیس او د حزب اسلامی افغانستان پخوانی ویاند.