له ډېره وخته مي سترګي دعبدالصمد(روحاني )دڅېرې سره
اوغوږونو مي ددغه خواخوږي ځوان دنوم له اورېدوسره اشناوو ځكه نوموړى په هلمندولايت كي يوله هغوتكړه ځوانانوڅ
خه ؤچي قلم يې شعر،ليكوالۍاوژورناليستۍته ښه جوړؤ . زه چي دده څېره راپيادوم نوماته دده ورين تندى اوله خندا
كه خوله راپياديږي اوداددې معنى لري چي خداى بخښلى (روحاني)په كندهارۍاصطلاح ((يودنامي زوى اوديارانويارؤ .))
هرمهال چي (روحاني) راسره مخامخ سوى ؤنوپه ډېرورين تندي اوخندانه لهجه به يې دكندهاردټولوفرهنګيانواوژورنا
يستانوداحوال پوښتنه راڅخه كوله اوبيابه يې وروسته دهلمندي قلموالوپه راليږولوسلامونونازولم . ددغه
ځوانيمرګ دمرګ خبرمي په لومړي ځل له طلوع ټلوېزون څخه په داسي حال واوريدچي هيڅ باورمي نه كېده چي زموږدغه
قلموال دي دمرګ توري بلاته په لاس ورغلى وي ځكه نوموړي له هيڅ چاسره دښمني نه لرل اونه يې هم كوم څوك ازاركړى ؤ
تل به يي همداخبره كوله چي ځوانان بايدكاروكړي اودزړونودزهيرېدوپرځاى دخپل هيوادچوپړته لستوڼي راپورته كړي
.
نوموړي كه څه هم په ژورناليزم كي مسلكي زده كړي نه وي كړي خوله دغه مسلك سره يې دونده مينه درلوده چي
ه رپوټ اورېدوڅخه يې داسي ښكارېدل لكه ديوه مسلكي ژورناليسټ راپورچي څوك اوري . دده په راپوركي تل دژورناليزم
ټولواخلاقوته پاملرنه سوې وه اوهڅه يې داوه چي دژورناليزم داصولوله مخي دځپلوهيوادوالوله احواله مسؤل
كسان خبركړي .
نوموړى نه يوازي دبي ،بي،سي اوپژواك اژانس لپاره كاروكاوه بلكي په هلمندولايت كي دخپ
واكي مجلې (بګړۍ)مسؤل مديريت ته يې هم په پوره ايماندارۍسره اوږه وركړې وه اوپه دې مجله كي يې هم دهلمنددناخوا
وراڅرګندول ستره موخه وه . دژورناليزم ترڅنګ هغه يوتكړه شاعر،ليكوال اوښه اناونسرهم ؤ اوپه خپلوليكونواو
عرونوكي به يې دظالمانوظلمونوته ګوته نيول اودسټيج پرسرچي به كله داناونسرۍلپاره ودريدنوپه يوه ښه اندازبه
يې شعرونه ويل اوناست كسان به يې هڅول چي دغونډي يامشاعرې ترپايه ورسره پاته سي ،چي دغه كمال دهرچاكارنه دى
خودادروحاني(روحاني ) لوى كمال ؤچي په خندانه لهجه به يې شاعران دشعرويلولپاره ددريځ سرته رابلل.
ځوانيمرګ (روحاني) دحق ملګرى اوپه دې لاركي له هيڅ ډاراوګواښ څخه (خار)نه خوړى ځكه دى پوهيدى چي :
((حق نه ټوكيږي په باران داوښكو
&nbs
p; حق هميشه دوينواوبه خو
غواړي .))
همداوسبب ؤچي زموږدغه خداى بخښلي ياردحق درختي ته دخپل زړه وينه وركړه خودبيان دخپلواكۍږغ يې
پټ نه كړاوپه ښكاره يې دننګياليانولارونيول اودخپل زړه ارمان ته چي هغه دبېچاروږغ راپورته كول ؤ ككرۍخاوري
كړه خوچاته يې ټيټه نه كړه.
چي خبره راڅخه اوږده نه سي راګرځم خپل مطلب ته اوهغه داچي : دغه ځوانيمرګ خب
يال ترخپل شهادت يوه اونۍمخكي همدلته كندهارته ديوڅوتنونوروهلمندي شاعرانوسره يوځاى دانارګل دوديزي مشاع
ې ته دګډون په موخه راغلى ؤ كله چي په ژړي مازيګرنوموړى دمشاعري لپاره ترتيب سوي ځاى (منډيګك ماڼۍ)ته راو
سيدنوزه دروغبړلپاره ورولاړسوم دروغبړپرمهال يې ټينګ په غيږكي ونيولم اوپه خندايې راته وويل : ((وزن دي زيات
سوى دى . ))په هغه ورځ لكه خبرچي ؤچي دامي له ((سپېڅلي))سره وروستى روغبړدى ،ترډېره يې په غيږكي ټينګ نيولى وم
اوپه دې حال كي يې دپوښتنولړۍروانه كړې وه ،له ده څخه وروسته مي له نوروهلمندي شاعرانوسره هم روغبړوكړا وبيام
ي دمشاعرې ترپيل كيدوترمخه دخپلي ادبي خپروني (شپه ،شپون اوشپېلۍ)لپاره دهمدې مشاعرې دجوړېدپه اړه دنظرغوښت
وورته وويل په ډيرورين تندي اوخندانه څېره يې راته وويل : ((زه پرپوښتنوغښتلى يم خوپرځوابونوباندي نه .))ماو
ته وويل زه هم ډيري پوښتني نه درڅخه كوم يوازي ستاسونظرغواړم ،هغه ؤچي دانارګل مشاعرې په اړه يې خوراښه اوم
عقول نظرراته وړاندي كړاوماهم ثبت كړ. شهيدعبدالصمد(روحاني )دغسي مشاعرې ډيري ګټور ي وبللې اوبيايې په هلم
ندكي دجوړي سوي مشاعرې (دهلمنددڅپاندسيند) په اړه هم ډيري خبري راته وكړي او په ګيله راته وويل چي نه وې راغلى
؟ !! زه څه پوهيدم چي دابه زماله خپل ګران ملګري اوهمسلك ځوان (روحاني)سره ورستۍخبري اوورستى روغبړي وي !!
اوبيابه ترقيامته له يواوبل سره ونه ينو!!