مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-06-17   مخپرونکئ : 099 - دبېنوا خبریال- انډیا

مځكه هغه سوځي چي اورپربل وي (دارغنداب په اړه )

محمدابراهيم (سپېڅلى)/كندهار

له هغه ورځي راهيسي چي په ارغنداب و سوالۍكي دجنګ اوازه خپره سوې ده ،ورسره سم له هغې ولسوالۍڅخه دكډوبهير د كندهار ښارپرلوري رامات سوى دى اودايې درېيمه ورځ ده چي په ډلو،ډلوكورنۍدكندهارښارته رارواني دي . همداتېره شپه مي وليدل چي ناوخته ديوې كو نۍڅوتنې ښځي ،كوچنيان او يو سپين ږيرى دكندهارښارته په پښوراروان وو اوددغي كورنۍ له ظاهري حالت څخه داسي ښكارېدل چي داقتصادله پلوه ډېركمزوري دي ځكه دوى ټولودكورهغه ضروري سامانونه په لاسونوكي راخيستي اوكندهارښار ته په نېمه شپه راورسيدل اوهلته يې دځايي اوسيدونكوڅخه داوسيدودځاى غوښتنه كوله . اورېدلي مي دي چي ددغي كورنۍپه ډول په لسګونوكورنۍپه كندهارښاركي له ناڅرګندبرخليك سره يوځاى كډه په شاله كوچنيانو اوښځو سره مل په دې سره ګرمي كي دسرپناپه هيله دناهيلي شپې اوروځي سباكوي اوتراوسه كوم دولتي ياغيري دو تي اړوندو څانګي سرلاهم نه دي په ګرځولى اونه يې پوښتنه پركړې ده چي دوى په څه حال كي دي ؟؟خو اصلي پوښتنه داده چي ترڅوبه لا افغانان اوبياپه ځانګړي ډول پښتانه په خپله خاوره كي داسي بې كوره اوبې اوره درپه دره كډه په شاګرځي ؟؟ لاترڅوبه دغه (بې ګناه ګناهګاران!!) په يوه اوبل نامه ټكول كيږي ؟؟ لاترڅوبه ددوى مېني له يوې اوبلي خواپه توپونواولويو،لويوګوليووېشتل كيږي ؟ لاترڅوبه ددوى دكورنۍغړي په بې رحمۍسره وژل كيږي؟؟اونور،نور...داهغه پوښتني دي چي دهرافغان په زړه كي غورځنګونه وهي خوداچي ځواب ته به يې كله اوڅوك مثبت ځواب وايي لاهم يوه نامعلومه راتلونكې ده .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery