د لوگر د خپلواکو خبريالانو د
لنډمهالې ټولنې خبرتيا
پلعلم: د لوگر ولايت خپلواکو خبريالانو او د رسنيو چلوونکو په دغه ولايت کې د خبريا
انو په وړاندې د پرتو ستونزو د مخنيوي لپاره د تېرې يکشنبې په ورځ يوه بېړنۍ او لنډمهاله ټولنه جوړه کړه. د ټولنې
په لومړنۍ غونډه کې چې لوگر او کابل ميشت لوگري خبريالان په کې کېناستل پرېکړه وشوه چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ
به ددغه ولايت په مرکز د ځوانانو او محصلانو د ټولنې په دفتر کې يوځل بيا کېني او د ولايت په کچه به سراسري ټولنه
جوړوي.
لنډمهالې ټولنه د لوگر ولايت له ټولو خبريالانو، ليکوالو او شاعرانو غوښتنه کوي چې د ټولنې د جوړېدو
د لومړۍ ورځې په ټاکنو کې برخه واخلي او په خپلو رايو د لوگر د خبريالانو د کارونو د ښه کولو لپاره د ټولنې لپاره
مشر وټاکي. د ټولنې په اړه نورې خبرې به د غونډې په ورځ کېږي.
د خبريالانو د ټولنې له جوړېدو وروسته به د لوگر و
ايت فرهنگي ټولنه هم له سره خپل فعاليتونه پيل کوي او د هيواد له روان فرهنگي بهير سره به د لوگر د فرهنگيانو
غږ يو کوي.
يادونه: هغه خبريالان چې نه شي کولاى غونډې ته راشي کولاى شي خپل پيغامونه په لاندې برېښنا ليک را
واستوي.
hasklogar@gmail.com
ستاسو د راتلو او پيغامونو په هيله