مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-07-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دعوت پرله پسې ۲۰۷- ۲۰۸ ګڼه چاپ شوه

دعوت پر له پسې ۲۰۷-- ۲۰۸ ګڼه چې د سریزې تر څنګ دا مطالب پکې خپاره شوي دي:

• سر یکنه                                         محمد طارق بزګر
• پکه دا دې لا بله سپکه                       مماڼه صافۍ
• د آمن دوهم جرګه او د سولې پلان          ډاکټر  روستار تره کی
• ځوان امیرمحمد افغان د پيښور پوهنتون نه د سروزرو مدال ترلاسه کړ  (مرکه) 
• بي ففټي ټو      احمد شاه بهاند
 
• نګاهی به نقش سیاسي محمد ظاهرشاه       کاندیدای اکادمیسن سیستانی  
• واصفي: ټول ډالر بهرنیان غلا کوي  (خبر)
• روسیه په افغانستان کې د ناټو شتون ته مزاحمت کوي          (خبر)
• د پاکستان سره د دوستم د پټو اړیکو سند خپور شو خبر
 ګاردین: په افغانستان کې له ماتې سره مخ یو ژباړن: میرویس عمرخیل
• دا نوې ژبه وپیژنه د احساساتو ژبه  ډاکټر حبیب الله ببرکزی ځدراڼ
• جرګه آمن و دورنمای صلح: جرګه آمن بدون اشتراک مقاومت مسلح هیچ دست آوردی برای آمنیت نخواهد داشت  ډاکتر روستار تره کی
• ګوچیان د افغانستان اوسیدونکی دي  عبدالله شیرزی
• معضله کوچی ها با اهالي حصه دوم بهسود ولایت میدان وردک  سازمان حقوق ب ر افغانستان
• کوچیان به سږکال د هزاره وو سیمو ته نه ځي  (خبر)
• کرزی صاحب ستا مرستیالان ولې فاجعې او ناتار ته لمن وهي افغان

د وریښمو کارون
د دعوت د دې ګڼې شاعر په ناروې کې اوسیدونکی ښاغلی م صطفی آمن دی چې د پیېندنې تر څنګ یې لاندې شعرونه خپآره شوي دی:
بختور اختر
تنکي ګلان
څه وکړمه
سجدې
نا وستې پاڼه
غزل
سندره دې د مېنې ده
د حسن سیپاره
لنډه کیسه : کله چې ته وې    کل اغا احمدي وردک
 او نور ډیر په زړه پورې مطالب

انګلیسي مطالب
• The Smoke and Mirrors of International Monetary Policy
The Absence of Evidence is not Evidence of Absence
Afghanistan: Courting Financial Disaster                      by. Bruce G. Richardson
• Ahadi’s Coup     by: Bruce G. Richardson
• Opposition to more soldiers in Afghanistan News

 په سرلیکنه کې لو و:
کوچیانو ته باید خپل حق ورکړل شي
د ډیر وخته د کوچیانو د ستونزو خبرې کیږي او په هېواد کې چې د هرې
 م همې پیښې په اړه فیصله کیږي نو بیا هم کوچیان قرباني وی لکه په ټاکنو کې، په لویه جرګه کې د حکومتي چوکیو په ویش کې، د سیمو د ویش او اوسیدنې د سیمو د ټاکلو په برخه کې.
کوچیان بومي پښتانه او د افغانستان اصلي اوسیدونکي  چې د تاریخ په اوږدو کې د دوی حقونه د وخت د مختلفو حکومتونو له خوا خوړل شوي  دي.
په تیرو دریو لسیزو کې کوچیانو هم د نورو افغانانو په څیر بیشمیره تاوانونه ولیدل او تر هر چا زیات وځپل شول.
خو د ټولو زیات په و وستیو شپږو کلونو کې د نورو لږه کیو غواوې لنګې شوې خو کوچیان د خپلو رمو او  څرځایونو نه هم بیبرخې شول چې ښه بیلګه یې په میدان وردګو او نورو مرکزي سیمو کې د ولسمشر ښاغلی کرزي د امر په اساس د دغو سیمو نه د کوچیانو ویستل او څر ځایونه او د اوسیدو سیمې یې هزاره توکمو ته ورکړل شوې. دا په تاریخ کې لومړی ځل وو چې افغان حکومت د دغو سیمو نه د قانوني اسناد د شتون سره کوچیان وویستل.
د ښاغلی کرزي په شپږ کلنه واکمنۍ کې هره څپیړه د پښتنو په مخ لګیدلې او تر اوسه دا لړۍ همدا شان روانه ده چې کوچیان د نورو زیات قرباني شول او کیږي.
کوچیان په تیرو پږو کلونو کې د شمالي ټلوالې او د هغوۍ د امریکایی انډیوالانو له خوا د طالب او القاعده په نوم ښه وټکول شول او په ځینو ځایونو کې یې مالونه چور او د هېواد د ډیرو سیمو دروازې یې په دې جرم چې پښتانه دی پر مخ تړل شوي.
حق باید حقدار ته ورسیږي او د سازش او افغان دښمنۍ سیاست ته باید د پای ټکي کیښودل شي. مرکزي حکومت باید د هېواد د ټولو اوسیدونکو سره یو شان  برخورد وکړي.
د دې تر څنګ دا ضروري ده چې د کوچیانو ملیوني ولس ته باید د دایمي می ته کیدو له پاره  د هېواد په مختلفو سیمو په ځانګړي توګه په شمال کې ځمکې ورکړل شي او د نورو افغانانو په شان دغه مظلوم خو غیرتي ولس ته د ژوندانه ټول شرایط برابر شي.
کوچیان او ټول پښتون ولس باید بیدار او د قانون په چوکاټ کې د خپلو حقه حقوقو پوښتنه وکړي او که تل به د څپیړې پرمخ خوري.

یادونه:
درنو هېوادوالو که وغواړۍ چې دعوت ستاسې په پوستي پته تاسې ته درورسیږی نو په خپل ګډون سره دا کار کولای شئ.
دعوت د افغان ولس غږ چې د خپلو هېوادوالو د مالي مرستو پرته مو.هیڅ مالي منبع نه لرو.
Dawat
P.O.Box 289,
2001 Lillestrøm
Norway

www.dawatnetfreemedia.org

e-mail: dawatnet@start.no
http://www.dawatfreemedia.org/ariki.shtml

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery