بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده وصلي على خير خلقه محمد وعلى آله وصحبه اجمعين ، وبعد :
دننګرهار ولايت دده بالا
ولسوالۍ د اغز او دنورستان دويګل پر سيمه
د ائتلافي قواوو هوايي بريدونو په اړه
دروانې مياشتې په ١٦مه
نيټه دسهار پر مهال هغو بهرنيو قواوو چې د دسولې او امنيت په نامه يې زمونږ هيواد اشغال کړى ، دننګرهار ولايت
دده بالا ولسوالۍ د اغز پر سيمه دواده په مراسمو هوايي بريد وکړ چې په نتيجه کې يې دناوې په گډون په لسګونو ښځې ،
ماشومان او نارينه شهيدان او ټپيان شول ، دا په روانو څو ورځو کې دوهمه وحشيانه بمباري ده چې زمونږ بې ګناه
هيوادال پکې وژل کيږي .
له دې نه وړاندې دنورستان ولايت د ويګل پر ولسوالۍ بمبارۍ چې په هغې کې هم په لسګونو
هيوادوال شهيدان او ټپيان شول ، او په تيره يوه مياشت کې دهيواد په مختلفو سيمو کې داسې بې رحمانه او خپلسرې بم
بارۍ روانې دې.
د زينو افغاني سرچينو پر اساس په تير کال کې ٨٠٠٠ کسان او په روان کال کې ٢١٠٠ کسان په په مختلفو
بريدونو کې شهيدان شوي چې دا شميره هم دهغو سرچنيو نه لاسته راغلې چې دامريکايي ائتلاف تر کنترول لاندې دي .
په هيواد کې ٩٠ په سلو کې هوايي بريدونه او جګړې داسې بې مسئوليته روانې دي چې په ډيرو ولايتونو کې دجنګ او بم
بارد خبره د امريکا او ناتو په ګټه کې دمسئولينو له خوا وړاندې کيږي ، په هغو پيښو کې چې جعلي معلومات پکې ځاى نه
لري په هغو کې کله کله دهمدغې ادارې مسؤولين هم دبهرنيانو پر ظلم سترګې نه شي پټولاى او پر هغو صراحت کوي ، خو
ددغو چارواکو خبرې هم هيڅ ځاى نه نيسي ، او کله کله دبلا جنايتونو په پاى کې ايله دومره وويل شي چې دا يوه ا
تباه وه .
دافغانستان دسولې او خپلواکۍ جبهه په داسې حال کې چې د غربي ائتلاف دا او تير ټول جنايات او
دهيوادوالو بې رحمانه عامه وژنه په کلکه غندي دا په ډاګه کوي چې افغان ولس ديو بربنډ نظامي تيري برمته دي او د
وروي اتحاد له نظامي تيري وروسته دا دويم تجاوز دى چې قربانيان يې ورځ تر ورځ زياتيږي، نو دا روښانه ده چې په
هيواد کې دټولو ناخوالو مسؤلين همدا خارجي قواوې دي .
دسولې او خپلواکۍ جبهه په کابل او ولاياتو کې تش په نامه
واکدارانوته وايي چې ددغو جناياتو په اړه ستاسې بې تفاوته دريځ به تاسې ته ديو عزتمن افغان دهمت له نامه نه څه پ
يږدي ، او په تکرار شويو مظالمو به ترڅو چوپه خوله پاتې يئ . دکابل اداره بايد پر خپلې بې کفايتي اعتراف وکړي او
خپله استعفا ملت ته وړاندې کړي .
بهرنۍ قواوې چې دامريکا تر قوماندې لاندې يې زمونږ هيواد اشغال کړى بايد ژر تر
ژره له افغانستان څخه ووزي او دپيښو په اړه دتصميم واک خپله افغانانو ته وسپارل شي .
دملګرو ملتو سازمان او
داسلامي نړۍ کنفرانس نه دا غوښتنه کوو چې :
پر افغان ولس دروانو مظالمو په اړه کره دريځ خپل کړي او د امريکا له
جناياتو سترګې پتې نه کړي .
بايد ټول اسلامي هيوادونه او دنړۍ سوله دوست هيوادونه دملګرو ملتو دامنيت شورا
ته دامريکا ددې جناياتو په اړه يو دغندنې ليک وړاندې کړي .
دافغانستان دسولې او خپلواکۍ جبهه
د
١٣٨٧ لمريز کال دسرطان ١٧مه