بسم الله الرحمن الرحيم
08/07/2008
په
افغانستان کې نړيوال پوځي ځواک او د هغو وسله والو ميرڅمنو دبې باکه، بې مسؤليته ،جګړېزو ،ترهګريو ،وژونکو کړنو
له کبله هره ورځ په لسګونو بې وزله افغانان چې ډيرۍ ئې ښځې ،ماشومان او ولسي وګړی دي وژل کيږي، دبدام
نيو،ناخوالو،ربړو،اوهمداشان دهېواد،دراتلونکې په اړه دپوښتنو لړۍ نوره هم او ږده شوي ، دلته په ځانګړي توګه
د نورستان ولايت پر ولسي وګړو، دننګرهار ولايت په هسکه مېنه کې دواده پر ګډونوالو بې رحمانه بمبارد اوپه کابل
کې د هندوستان په سفارت دځانمرګي بريد چې نږدې دوه سوه انسانان ئې ژوبل،زخمي او ووژل ، په کلکه غندنه کوو،ا
وناروائې ګڼو ٠دنړېوال پوځي ځواک نوموړې ظالمانه بمبارد په ځانګړي توګه دپوښتنې وړده،ځکه دوی چې د پرمختللې
تکنالوژي لرلوسره ددوست اودښمن، د ملکې اونظامي توپير نشي کولې،نو د طالب کم لوستي اونالوستي ترهګر به څ
نګه دسم اوناسم توپير وکړي٠خودا خبره دځان وژنکوترهګرودمشروعيت معني نه لري، عظيم الشان قران په صراحت
اووضاحت ځان وژنه منع کړې ده چې دنسا سوره(٢٩ايت) کې داسې څرګندوي (ولا تقتلو انفسکم ان الله کان بکم رحيما) ترجم
ه؛ځانونه مه وژنۍ خدای پر تاسې مهربان دی٠
په دې توګه موږ له ښکيلو اړخونودجګړې بنديدل اودښکاره او مسؤ
انه
خبرو پېل غواړو،همدا ډول له اروپا ميشتوهغو افغانانوچې دافغاني غيرت او ويښ وجدان خاوندان دي اوپه
ځانګړي توګه دسياسي کړيو اوټولنيزو سازمانوله مشرانو غواړو چې په افغانستان کې دظلم دغندنې اومخنيوي ، دسولې
اوثبات لپاره د کار، اروپائي جرګه جوړه کړي ،چې لږترلږه داروپا له سوله ايزه امکاناتودربړيدلې اومظلوم
افغانستان په ګټه ګډ ګام پورته کړ و٠
زمونږپه فکرپه اروپاکې دافغانانوله لوري نظريات،شننې،ارزونې اونيوکې په
کافي اندازه خپرې شوي،نوځکه ددې مهال کلکه غوښتنه او اړتياد اروپا ميشتو افغانانو مشخص سوله ايز اوموئثرا
دامات ګڼو، د ملي دريځ ګوند د مشرتابه هيئت په درناوي سره په دې اړه د هېواد،هرهغه سياسي،اجتماعي سازمان
اوشخصيت ته چې دسولې لپاره دګډ کار ليوالتيا لري دخبرو او اړيکو ټينګولو بلنه ورکوي٠
له موږ سره په لاندې
بريښنا ليک او تليفون شمېره اړيکه ټنګولی شي٠
په درناوي
Tel: 0208 204
3787
Mob: 07745428152
Email: meleydareez@hotmail.com