مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-07-11   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

دميدان ځوانانوټولنيزه،ادبي اوکلتوري ټولنه د مبارکۍ پيغام

دميدان ځوانانوټولنيزه،ادبي اوکلتوري ټولنه د مبارکۍ پيغام
Maidan Youth Social, Literary & Cultural Society
MYSLCS
دميدان وردګوو ايت دنوي والي په توګه دښاغلي محمدحليم فدايي دټاکنې له امله دميدان ځوانانودټولنېزې ادبي اوکلتوري ټولنې دم بارکۍ پيغام!
اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته.
دواقېعتونوروښانول،سيمې اوخلکوته خدمت کول،وياړلي کلتو اوادب ته وده ورکول اوهمدارنګه په دغه لاره کې هڅه اوهاندکول بې له شکه چې زمونږدهريوه په کړنلاره کې بايدځاي ولري.دغې موخې اوآرمان ته رسېدل له مونږه ځينې دډېروکارونوترسره کول غواړي.چې دغه ټولوته درسېدولوپه وخت کې ښه م شرتابه او ورسره ښه عالي مفکوره لاره هوارولاى شي،چې په ډېرې خوشحالي سره مودميدان وردګوولايت دنوي والي په توګه دښاغلي محمدحليم فدايي دټاکنې خبرترلاسه کړ. ښاغلي فدايي چې دمخه يې دمطبوعاتوپه برخه کې ښه ځلېدلي اودم ګړي هم په افغانستان کې دسهيلي آسيادغړيوهېوادونو دژورناليستانو دټوللنې بريالي مشرو،مونږپه دې انديوچې په داسې حساس وخت کې دغه ولايت همداسې يوخوځنده،زيارکښ اوهڅاندوالي ته اړتيالرله چې وکولاى شي دولايت داوسيدونکوشته ستونزې په لومړيوکې کمې اوبلاخره له منځه يوسي. ديادونې وړده چې په خپل وخت عبدالجبارنعيمې هم ت ډېرځايه ددغه ولايت له خلکوسره دستونزواوناخوالوپه له منځه وړلوکې کارکړي اولارې چارې يې لټولې وې. دخپل موقيعت له مخې که څه هم دميدان وردګوولايت پلازمېنې کابل سره په دېرنېږدې واټن کې پروت دي خودکابل قندهارپه لويه لارت پروت دغه ولايت په دې وروستيوکې دځينوناامنيواونوروناخوالوشاهد وو، مونږډاډمن يوچې ښاغلى فدايي به وکولاى شي چې ددغه ولايت له پتمن ولس سره دچاروپه ښه پرمخ بيولوکې ډېر ژر دولس ملاتړترلاسه اوهمغړي به دولس اوولايت ترم نځ پيداکړي او دورورۍ اوپخلاينې له لارې به په ځاى ګړندي ګامونه اوچت کړي.اودورورۍ اودوستي غږپه له هغوغوږ ونوورسوي کوم چې ترننه ئې نه اورېده.
په پاى کې مویوځل بياډېرې ښې مبارکۍ مخې ته ږدوم.
په تل پاتې پښتني م ينه
همت الله (امين زى)
دميدان ځوانانودټولنيزې،ادبي اوکلتوري دټولنې مشر
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery