افغانستان دملی گوند اعلاميه
بسم الله الرح
من الرحيم
ننګرهار ولايت دده بالا ولسوالۍ د اغز او دنورستان دويګل پر سيمه د ائتلافي قواوو هوايي
بريدونو په اړه
دروانې مياشتې په ١٦مه نيټه دسهار پر مهال هغو بهرنيو قواوو چې د دسولې او امنيت په نامه
يې زمونږ هيواد اشغال کړى ، دننګرهار ولايت دده بالا ولسوالۍ د اغز پر سيمه دواده په مراسمو هوايي بريد وکړ چې
په نتيجه کې يې دناوې په گډون په لسګونو ښځې ، ماشومان او نارينه شهيدان او ټپيان شول ، دا په روانو څو ورځو کې
دوهمه وحشيانه بمباري ده چې زمونږ بې ګناه هيوادال پکې وژل کيږي .
له دې نه وړاندې دنورستان ولايت د ويګل پر
ولسوالۍ بمبارۍ چې په هغې کې هم په لسګونو هيوادوال شهيدان او ټپيان شول ، او په تيره يوه مياشت کې دهيواد په م
ختلفو سيمو کې داسې بې رحمانه او خپلسرې بمبارۍ روانې دې.
د زينو افغاني سرچينو پر اساس په تير کال کې ٨٠٠٠ کسان
او په روان کال کې ٢١٠٠ کسان په په مختلفو بريدونو کې شهيدان شوي چې دا شميره هم دهغو سرچنيو نه لاسته راغلې چې
دامريکايي ائتلاف تر کنترول لاندې دي .
په هيواد کې ٩٠ په سلو کې هوايي بريدونه او جګړې داسې بې مسئوليته روانې
دي چې په ډيرو ولايتونو کې دجنګ او بمبارد خبره د امريکا او ناتو په ګټه کې دمسئولينو له خوا وړاندې کيږي ، په
هغو پيښو کې چې جعلي معلومات پکې ځاى نه لري په هغو کې کله کله دهمدغې ادارې مسؤولين هم دبهرنيانو پر ظلم سترګې نه
شي پټولاى او پر هغو صراحت کوي ، خو ددغو چارواکو خبرې هم هيڅ ځاى نه نيسي ، او کله کله دبلا جنايتونو په پاى کې
ايله دومره وويل شي چې دا يوه اشتباه وه .
دافغانستا ن ملی گوند په داسې حال کې چې دهيوادوالو بې رحمانه عامه
وژنه په کلکه غندي.. په افغانستان کې نړيوال پوځي ځواک او د هغو وسله والو ميرڅمنو دبې باکه، بې مسؤليته ،جګړېزو
،ترهګريو ،وژونکو کړنو له کبله هره ورځ په لسګونو بې وزله افغانان چې ډيرۍ ئې ښځې ،ماشومان او ولسي وګړی دي وژل
کيږي، دبدامنيو،ناخوالو،ربړو،اوهمداشان دهېواد،دراتلونکې په اړه دپوښتنو لړۍ نوره هم او ږده شوي ، دلته
په ځانګړي توګه د نورستان ولايت پر ولسي وګړو، دننګرهار ولايت په هسکه مېنه کې دواده پر ګډونوالو بې رحمانه بم
بارد اوپه کابل کې د هندوستان په سفارت دځانمرګي بريد چې نږدې دوه سوه انسانان ئې ژوبل،زخمي او ووژل ، په ک
که غندنه کوو،ا وناروائې ګڼو ٠دنړېوال پوځي ځواک نوموړې ظالمانه بمبارد په ځانګړي توګه دپوښتنې وړده،ځکه
دوی چې د پرمختللې تکنالوژي لرلوسره ددوست اودښمن، د ملکې اونظامي توپير نشي کولې
دافغانستان ملی گوند په
کابل او ولاياتو کې تش په نامه واکدارانوته وايي چې ددغو جناياتو په اړه ستاسې بې تفاوته دريځ به تاسې ته ديو
عزتمن افغان دهمت له نامه نه څه پريږدي ، او په تکرار شويو مظالمو به ترڅو چوپه خوله پاتې يئ . دکابل اداره
بايد پر خپلې بې کفايتي اعتراف وکړي او خپله استعفا ملت ته وړاندې کړي .
دملګرو ملتو سازمان او داسلامي نړۍ
کنفرانس نه دا غوښتنه کوو چې :
پر افغان ولس دروانو مظالمو په اړه کره دريځ خپل کړي او د امريکا له جناياتو
سترګې پتې نه کړي .
بايد ټول اسلامي هيوادونه او دنړۍ سوله دوست هيوادونه دملګرو ملتو دامنيت شورا ته داتی
افی قواوا ددې جناياتو په اړه يو دغندنې ليک وړاندې کړي .
دافغانستان دملی گوند لخوا
د ١٣٨٧ لمريز
کال دسرطان 19مه