د ډيوه ټولنې اعلاميه
له کله راهيسې چې سرو لښکرو پر
افغانستان بريد کړى له هماغې ورځې راهيسې د افغانانو بده ورځ پيل شوې، روسانو د افغانستان د لاندې کولو لپاره په
سلګونو ببرکيان وروزل، چې پدرام هم له هماغو بپرکيانو له جملې يو دى، چې تل د افغانستان د تجزيې په فکر کې ډوب
وي او د روس، ايران او نورو افغان دښمنه دولتونو او کړيو پر دسترخوان ناست وي، تل د هغوى د اهدافو د پلى کولو
په هڅه کې وي، دا چې د افغانستان په ساتنه او دفاع کې پښتنو تل د مشر ورور حيثيت لرلى او لري يې او نور و
ونه قومونه يې تل تر شا ولاړ دي، نو پدرام د خپلو فاشستي او ايراني افکارو په وجه د پښتنو مشري او عظمت نه زغم
و په وجه او د پرديو د شومو موخو د ترسره کولو لپاره تل هڅه کړې چې د افغانستان په سياست کې خپل ځان د فاشستي
افکارو له مخې مطرح کړي، تل يې د پښتنو پرضد او د ټول افغان ملت د مشاهيرو او اتلانو پر ضد سپکې سپورې ويلي دي، له
همده، د همداسې څه د ترسره کولو طمع کېږي، ځکه دده فن د ده د فکر ترجمان دى. د قلم د عفت په ساتلو سره ډيوه
ټولنه ده ته د همده کړې خبرې بېرته منعکسوي.ټولو افغانانو څخه هيله کوي، چې د داسې اشخاصو او کړيو په رسوا
کولو، ځپلو او شرمولو کې له هېڅ شي دريغ ونه کړي. او له افغان دولته غواړي، چې د خپلو ملي اتلانو څخه ددفاع په
خاطر دا ډول اشخاص محاکمه کړي او په دې کې له هېڅ مصلحته کار وا نه خلي. ځکه تر هرڅه زيات دا دولت مسئوليت دى، چې
د خپلو ملي نواميسو څخه دفاع وکړي، که نه دا به په نړۍ کې يوازينى دولت وي، چې له خپلو پاليسو څه، چې آن د خپ
و نواميسو څخه هم دفاع نه شي کولاى. چې په دې برخه کې د دولت سکوت به د دولت د نه موجوديت په مانا وي.
د ټولو افغان ضد ډلو، اشخاصو او کړيو د نابودۍ په هيله
ډيوه ټولنه، جلال
اباد