مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-08-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پښتوادبي تړون چمن ، ادبي سېمينار جوړوي

عادل اڅکزی

د پښتو ادب مينه والوته خبر ورکووچي په سهېلي پښتونخواچمن ښار کي د(  پښتوادبي تړون چمن ) لخوا يؤ ادبي سېمينار د رواني مياشتي پر اوولسمه نېټه جوړېدونکی دی،د يادوني وړ ده چي نوموړی ادبي تنظيم معنا " پښتوادبي تړون چمن" د ٢٠٠٨ عيسوي کال د جون پر ديار سمه نېټه دچمن د سيمي  د لسو ليکوالانو ،شاعرانو او اديبانو په ګډو هڅو تاسيس کړل شو،د دې ادبي تنظيم بنسټيزي موخي دادي چي مورنۍ ژبي پښتو ته رښتنی خدمت وکاندي او  ورسره ورسره دچمن دسيمي ليکوالان، اديبان او شاعران بې له کوم توپيره سره رامتحد کړي، د همدې خبري پر اساس دتنظيم غړي په ګډ زيار يؤ ادبي سېمينار جوړوي چي ورپکښې به  د  " پښتو ادبي تړون چمن " نوې ټاکل شوې کابينه د سوګند مراسم تر سره کوي، د سيمي ليکوالان ،پوهان او سماجي شخصيېتونه به د خپلو ويناوو په ترڅ کي د پښتو ادبي فعاليت پر ارزښت رڼا واچوي ، د غونډي دويمه برخه به درنه مشاعره وي چي ورپکښې به ټول پتمن شاعران پخپل وار سره خپل خواږه کلامونه ګډونوالو ته واؤروي، د سيمي ليکوالانو او مينه والو ته په ډېر درنښت بلنه ورکول کيږي چي دخپلو ملګرو په شمول زموږ سره په دې ادبي غونډه کي برخه واخلي او دې ادبي سېمينار ته پخپل راتګ سره ښکلا او ځلا وبخښۍ،

ځای ؛  د اولسوالۍ د غونډي تالار  يا (  ضلعي اسمبلۍ هال )چمن، سلام باباکتابتون او، ډي سي او دفتر څنګ کي؛
ورځ ؛ يکشنبه يا اتوار، وخت دماپښين ٣ بجې ،  نېټه  ٢٠٠٨ / ٨ /١٧

په درناوي   ( پښتو ادبي تړون چمن )

عادل اڅکزی/چمن پښتونخوا
adalachakzai@yahoo.com
 فون شمېره  0093703041456
0703041456

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery