مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-08-20   مخپرونکئ : کوچۍ

اروپا کی د افغان ځوانانودپيوستون موسسی پیغام

په اروپا کی  د افغان ځوانانو د پيوستون موسيسی  دهيواد د خپلواکی ۸۹کاليزی په وياړد مباره کی پيغام  !
درنو هيوادوالو او ګرانو دوستانو  په اروپا کی  د افغان ځوانانو د پيوستون موسيسی  لخوا د ګران هيواد د خپلواکی د ۸۹ کاليزي د ارسيدو له امله تاسو ټولوته  د زړه له کومی مباره کی او نیکی هيلی وړاندي کوي. درنو دوستانو پوره ۸۹ کاله وړاندی  افغان باتور ولس اوددی ولس باتورو شاه ځلمو د  لوئي نړیوال ستر زبر ځواک څخه  خپله خپلواکي په پوره ميړانه تر لاسه کړه .  افغان ولس هرکال په همدی ورځ د خپلو وتلو او په هيواد مينو  شاه ځلمو د وياړنو پاره جشنونه نسي د اذادی د لارۍ شهيدانو په مزارنو د ګلونو ګډی ګدي او د هغوی درناوی کوي . افغانان  د هيواد ازادی  او خپلواکی ته زيات ارزښت ورکوي. تراوسه د افغانستان حق پالونکي او حق پلوی ولس  چی پر هر قوم ،سيمی او کلی پوری تړاو لری د شاه امان الله خان دغه ستر ملي ولسي  شخصيت په ژور درنښت يادوي . اود زړه له کومي ورته  درناوی لري . د غازي امان الله خان نوم د هيواد له خپلواکی سره نه شليدونکی تړاو لري . اود هغه د وند شخصيت ته سپکاوی کټ مټ د هيواد ازادی او خپلواکی ته سپکاوی دی . ځکه چي د هيواد ټولووګړو د هيواد بيرته تر لاسه کولو لپاره ددغه هيوادپاله تر مشری اوسروالي د پوهي تر سيوري لاندی خپلی سپيڅلي ويني توی کړي اوخپله خپلواکي ئي د نړی د ستر زبر ځواک له ستوني راويستله  او ګران هيوادئي خپلواک کړي دي.
درنو دوستانو راځی چي  دوطن د يو موټی ساتلو په خاطر  خپل د يوالي لاسونه سره ورکړو او هغه چا ته اجازه ور نکړو چي ددی هيواد  د وجاړ يدو لپاره  کار کوي او  زموږ  يووالي ته زيان رسوي . داهيواد د ټولو ميشته افغانانو ګډ کور دی. ساتل ئي هم پر ټولو اقوامو او مليتونو حق دئ  .

  دټولو  هيوادپالو هيوادوالو دسوکالی او بريا په هيله

په اروپا کی د افغان ځوانانودپيوستون موسيسی دمشرتابه او ټولو غړو په استازيتوب

اجمل شينواری

هالنډ ٢٠٠٨ اګست ١٨


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery