مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-08-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ملي وير او فاتحې خبرتيا

د ملي وير او فاتحې  خبرتيا

ډېرودرنو هېوادوالو !
په دې کې شک نشته ، چې په شينډنډ کې د ناټو او ايساف ځواکونو د ړندو بمباريو له امله د لسګونو بې ګناه افغانانو هادت ، چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي ، د هر بادرده افغان زړه ژړولی او ټول افغان ولس يې يو ځل بيا د وير په ټغر کښېنولی دی .
حق خو دا و ، چې د افغانستان دولت د شهيدانو له کورنيو سره د غمرازۍ او د افغان ويرجن ولس د تسلۍ په موخه په رسمي توګه  ملي وير اعلان کړی وای او د پېښې عاملين يې سمدستي محاکمې ته سپارلي وای ، خو له بده مرغه افغان دولت داځل بيا هم  يوازې د پېښې سيمې ته د پلاوي په استولو او د ملکي خلکو د وژلو دخبر په تاييد سره ، خپل مسووليت ترسره شوی وګاڼه .
د افغان دولت د دې غير مسوولانه چلند د جبران ، د خپلو شهيدانو د درناوي او همدا از د ړندو وژنو پروړاندې د اعترض په موخه موږ يو شمېر مدني ، کلتوري او ټولنيزو بنسټونو( د کابل د څلورګونو پوهنتونونو د محصلينو اتحاديه ، د افغان کلتوري ټولنو جرګه ، د افغانستان د سولې ملي جرګه ، د افغانستان د قوم ونو شورا، ويښ ځوانان ، د افغانستان د ځوانانو د همغږۍ جبهه )  تر يو لړ غونډو او سلامشورو وروسته د ګډ پرېکړه ليک د تصويب تر څنګ دغه لاندې ټکي اعلانوو:
1- راتلونکې جمعه ، د وږې اتمه نېټه به په ټول افغانستان کې د شين نډ ، لغمان ، کاپيسا ، شينوارو او نوروسيمو د شهيدانو د درناوي په مناسبت د ملي وير ورځ وي .
2- له ټولو هېوادوالو او د جامع جوماتونو له ملا امامانو څخه غوښتنه کوو ، چې په دغه ورځ د جمعې تر لمانځه وروسته د هيدانوارواوو ته د دوعا لاسونه پورته کړي او فاتحه يې واخلي .
3- په کابل کې پورتني کلتوري ، مدني او ټولنيز بنسټونه د شهيدانو فاتحه  په ګډه سره د عيدګاه په جومات کې د جمعې دورځې د ماسپښين له ۲ بجو څخه تر ۴ بجو اخلي . له ټولو کابل مېشته هېوادوالو،سياسي ګوندونو، مدني ټولنو او ټولنيزوسازمانونو څخه غوښتنه کيږي ، چې په دغه فاتحه کې له موږ سره برخه واخلي .
4-له ټولو چاپي او انلاين خپرونو څخه هيله کيږي ، چې د ملي وير په دغه ورځ د خپلو خپرونو پر لومړيو مخونو تور سيوری خپور کړي او له تلويزيوني کانالونو څخه غوښتنه کيږي ، چې د خپلو خپ ونو د پردو پريوه څنډه توره پټۍ واچوي .
د مدني ، کلتوري او ټولنيزو بنسټونو ګډ پرېکړه ليک به د وير په و ځ  د رسنيو له لارې او همداراز په جوماتونوکې خپور شي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery