د خواخوږي ادبي او کلتوري ټولني
پيغام
نيټه: ۹ وږي ۱۳۸۷ ل.ل
کابل، افغانستان
لکه څرنګه چي فاني نړي په تلو ده او د خداي (ج) له ذات څ
خه پرته ټول شيان پنا کيدونکي دي. خو د ولسونو ريښتيني استاځي علمي، پوهنيز او کلتوري خدمتګاران د ولسونو په
زړونو کي تل ژوندي پاته کيږي. تاريخي کارنامي يي په زرينو کرښو ليکل کيږي. چي زموږ په ګران هيواد کي يو
د هغو لوړو شخصيتونو څخه مولانا قيام الدين خادم صاحب دي، چي د افغانستان په سياسي، ادبي او کلتوري نيمه پيړي
تاريخ کي يي په پرهيزګاري، ايمانداري او ريښتينتيا نه ستړيکيدونکي زيار ايستلي ؤ.
ارواښاد مولانا خادم
د ښواخلاقو، منطق خاوند حليم، متدين، متواضع او زړه سواند شخصيت،چي د هيواد په سياسي ډګر کي دزورواکو خ
اف او په ولسواکي هوډمن ؤ ،چي د لومړي او دوهم مشروطيت له غورځنګونو څخه وروسته په هيواد کي د ويښ ځلم
يانو ګوند د يو ملي او خپلواک غورځنګ په توګه د ډموکراسي د راوړلو لپاره مبارزه پيل کړه. ارواښاد په دغي مبا
زه کي فعال ګډون درلود، د ښاغلي زرملوال د (ويښ ځلميانو جمعيت) د ليکني پر بنسټ تر ټولو د مخه د ويښ ځلميانو
په تحريک کي:
د کندهار او فراه څخه: عبدالحي حبيبي، عبدالروف بينوا، فيض محمد انګار، محمد رسول پښتون، عبدا
شکور رشاد، محمد ابراهيم خواخوږي او عبدالرزاق فراهي
د ننګرهار څخه: ګل پاچا الفت، قيام الدين خادم، صديق
الله رښتين او غلام حسن ساپي
د پکتيا څخه: نيک محمد پکتياني او غلام محي الدين زرملوال
د غزني څخه: نور مح
مد تره کي بنسټ ايښودونکي شميرل کيږي.
د ويښ ځلميانو هلي ځلي د هيواد په نيمه پيړي سياسي بهير کي دولسواکي
او د بيان د ازادي پيل ګڼل کيږي. د انګار او ولس جريدي ددوي نشراتي ارګانونه وو، چي دولس په ويښتابه
کي يي ښه او پوره ونډه درلوده.
استاد خادم د خپل ژوندانه په مهال د کندهار په ادبي ټولنه، پښتو ټو
نه، د طلوع افغان په ورځپاڼه، د پوهني وزارت د تاليف او ترجمي په رياست، په هيواد ورځپاڼه، په مشرانو جرګه کي د
سناتور په توګه په خورا ايمانداري چاري ترسره کړي وي.
خداي بخښلي استاد خادم د پښتو د ادب د پرمختيا لپاره
ډير زيار کښلي او خپله ملي پانګه يي د ملي ادب مينوالو، دنياوالو، ادبي او علمي ټولنو ته وړاندي کړي وه، خو
ه بده بخته اوس د محترم استاد خادم اثار لږ تر سترګو کيږي او خپرولو ته يي ډيره اړتيا ده.
په خوشحالي سره
بايد يادونه وکړو، چي د دوي د محترمي کورني په مټو او همت او ځاني لګښت ځيني اثار د ننني غونډي په وياړ خپاره
ويدي، چي په دي لار کي د ښاغلي روښان خادم، اغلو ډاکټره ثريا خادم، تورپيکي سنګين او زيبا خادم کوښښ د
ستايني او منني وړ دي.
د خواخوږي ادبي او کلتوري ټولنه په داسي حال کي چي د استاد قيام الدين خادم د ياد غون
ي د جوړيدو ستاينه کوي، ژمن دي، چي د استاد خادم يو ناخپور شوي اثر به هم خپور کړي، تر څود پښتو ژبي او ادب م
ينه وال ورڅخه ګټه واخلي.
اروا يي ښاده او ياد يي تل!
په درنښت
الحاج غرزي خواخوږي
د
خواخوږي ادبي او کلتوري ټولني مشر