مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-09-16   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

تخار دپښتنو په ملاتړ دافغان ملت ګوند اعلامیه

د انجينر اجمل شمس تر مشرۍ لاندى د افغانستان ټولنپال ولسواک ګوند د تخار د خواجه بهاوالدين په ولسوالۍ کې د جنګ سالارانولخوا د ٧٠٠ بيرته ستانه شويو کډوالو د ټوپک په زور د مخنيوي او زور زياتى په کلکه غندي. دغه جنګ سالارانو د يو متوازي حکومت په څير د نوموړو پښتنو کډوالوپر خپلو پلرينو ځايو د بيرته ميشت کيدو مخه نيولى کوم  چه د شوروي يرغل په وخت کې د خپلو پلرينو ځايو څخه په کډه کولو مجبور شوي وو.

د دوۍ دغه عمل د افغانستان د شمال څخه په تدريجى ډول د پښتنو د ويستلو دپروسې يوه برخه ده. د دولت لخوا هم د موضوع دحل په اړه کوم خاص پرمختګ نه معلوميږى. کډوال فعلآ په ډيرو بدو شرايطو کې ژوند کوي او وضع يې ورځ په ورځ خرابيږي. دوۍ دخپلو ځمکو ټول حقوقى او قانونى اسناد په لاس کې لري.

د افغان ملت ګوند پدى باور دی چه افغانستان د ټولو ورونو قومونو پښتنو، تاجکو، ازبکو،هزاره ، بلوڅو او نورو ګډ کور دی او په پيړيوپيړيو يې شريک ژوند کړی ، دغه ژبنيز او نژادي ګڼوالې بايد زمونږ د قوت وسيله شى نه د ضديت او بيليد لو سبب ، مونږ جنګ سالارى د يو مخصوص نژاد پورى تړلى نه ګڼو ټول جنګ سالاران که هغوۍ پښتانه، تاجک، ازبک يا هزاره دي  د ټولو افغانانو لخوا غندل کيږى او لرى نده چه دوۍ به د خپلو کړو په اړه جوابده ي.

بايد يو وضاحت وکړو چه جنګ سالاران او مجاهدين چا چه د شوروى يرغل په ضد مبارزه کړى بايد سره تفکيک ش ، هر افغان پوهيږى چه څوک جنګ سالار دی او څوک مجاهد، راپورونه وايې چه دغو کډوالو ته ويل شوى چه د دوۍ اسناد چه د پخوانى باچا ظاهر شاه د وخت دي نه منل کيږي.

د افغان ملت ګوند د خواجه بهاوالدين په ازبکو ورونو غږ کوي چه د جنګ سالارانو دغه ادعاوى باطله کړي او موضوع په سوله ايزه توګه حل کړى. او هم د ستانه شويو کډوالو څ خه غواړي چه د حوصلى څخه کار واخلى او په سوله اييزه توګه د خپل حق غوښتنه جارى وساتى. مونږ باوري يو چه عدالت به ورسره وشي ـ  مونږ د افغان دولت څخه غواړو چه په عاجله توګه اقدام وکړى او د موضوع د حل لپاره د داسى ناوړو پيښو مخنيوى وکړى چه خداى مکړه دافغان ملت ملىد يووالي لپاره ستره ِضر به اوسي.


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery