مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-09-25   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

دښاغلي سرتیر په ویاړ غونډي ته پیغامونه او لیکني

حـ . غمخور

دغونډي په ادرس ويناوي اوپيغام ونه :

ښاغلی سرتیرصاحب، گرانو وطنوالو!
زما ښي هېلې اوپېرزوینې ومنۍ!
محترمو حاضرینو! سرتیر صاحب زما ه نظره  لمړی دیوه تکړه اوپر هیوادمین شاعرپه صفت، او دوهم دیو کوچی پښتون  فرهنگپال انسان په حیث، دقد وړشخصیت دی . او په دی خاطر زه د مالمو دښار دافغانونانو فرهنگی او علمی ټولنی ته او په خاص توګه ددغی ټولنی م رشاغلی  غمخور صاحب ته چی د دی غونډی د جوړیدو زحمت ئې پرځان منلی دی ،کورودانی وایم.
سرتیرصاحب  دیوکوچی پښتون بچی په صفت، دهغه لږوامکاناتو څخه چی د ده په نصیب سوی دی، خورا پرځای او معقول  ګټه اخیستې ده او تر هغه ځای چی  وده ته میسر و،خپلی زدکړې  ئې مخې ته بیولی دی، اوپه عمل کی  ئی دا ثابته کړی  چی که  نور خوار او سرگردانو کوچیانو ته دزکړی او تعلیم زمینه برابر سوې واي، هرو مرو د دوی له مینځ څخه نور یر ټکړه  شاعران،لیکوالان،پوځی او سیاسی  شخصیتونوبه سر راپورته کړی وای . خو متاسفانه چی د دغو بیچاره او خوارو کوچیانو په غم کی بیله  مرحوم پاچااعلیحضرت امان الله خان، هیڅوک نشو چی د دوی بچیانو ته تعلیم اوسبک ورزده کړی .او د شپې داستګنځایونود برابرولو له لیاری  ددوی بچیانوته  د زدکړې زمینه برابرکاندی .
یواځی د اعلیحضرت مرحوم پاچا امان الله خان په دوره کی، ددغو بیځای اوبیکورو خلکو دبچیانو د زدکړی په منظو سیارمکتوبونه چی دکوچیانوسره یوځای او بل ځای ته کوچیدل،جوړ سول اوکوچی بچیانوته سواد ورزده کاوه، ترڅو دوی خپل  دینی اومذهبی مراسم په  سمه توګه پرځای کاندی، او بیا نو دسواد دنعمت  څخه ګټورسی ،او په دی ت تیب دوی په دې فکر کی شی چی دغه  دټول عمر دسرگردانی څخه ځانونه خلاصی کړی.، مگر افسوس چی دغه پروگرام دهغه ژیم د نسکوریدو سره سم له مینځه ولاړ او بیچاره کوچی زامن بیا دبیسوادی  ولمن ته ولویدل  او یوازی پ اخ  دښتونه  د دوی  ومخې ته  پاته سول.
وروسته تر پاچا امان االه خان، دظاهرشاه تر وروستیو وختونوپوري څوک دکوچیانو د زامنو دروزنی په فکرکی نسول ، منګر دظاهرشاه په وروستیو وختونوکی یو ځلی بیا دکوچی بچیانو باسواده کول ،د دولت توجه ځان ته را جلب کړه، خو عملی گامونه پردغه خوا پورته نسول او که سوی وي، غیر محسوس گامونه وو.سوال دادی چی دغه گڼه بشری کتله تر څو باید سرگردانه وی؟ او د دوی بچیان  له درس او تع یم څخه محرومه وی؟
په آخر کی د سرتیر صاحب  دبری او توفیق په هیله، د ده دیوه څلوریزی  په ویلوچی ډی عالی پیغام لری  خپلو خبروته خاتمه ورکوم :                  م ينه
مينه  انس دی ،انس انسان دی
چــي اســــــاس ددې جــهــان دي
دنـــــړۍ دپــايــښـــت نــــــوم دی
  اوکـــه نــــه  دا جــهـــان وران دي
پای . کانديد اکادميسين محمد اعظم سیستانی، گوتنبرگ شه ،۱۱/ ۹/ ۲۰۰۸
....................................


عبدالباري جهاني

زما د کلونو یار ، وهاب سرتېز

لږ ک ونه خو نه کېږی چی د پښتو ژبي د خوږ ژبي شاعر عبدالوهاب سرتېر سره پېژنم. زما په حساب لږترلږه څلوېښت کاله کېږی چی د ده له خندانی څېرې، خوږو مجلسونو ، ملنگ شخصیت او احساساتی او له ولولو ډکو شعرونو سره اشنا یم. زما به ښایی  په پوهنتون کی لومړی کال وو، چی له سرتېر سره بلد سوم. ډېر ژر مو له نیژدې سره وپېژندل. خدای حاضر دی له لومړۍ ورځی ښه راباندی ولگېدی او دا دی له هغو شپو ورځو څخه څلوېښت کاله تېر سوي دي او تر اوسه ښه را باندی لگېږی. د ده شعرونه می له لومړۍ ورځی خوښېدل. خو په کال ١٩٧۴ کی، چی د لومړي ځل لپاره مي د پښتو نستان  د ورځي په را یویی مشاعره کی برخه اخیستې وه د ده هغه شعر د ده له خپلی خولې واورېدی چی ویل یې‏«‎ لوري د اسمان لوري اې د څ وارلسم سپوږمۍ‏»‎. یوازي شعر ښایسته نه وو، بلکه د ده لوستل دونه ښایسته وه چی زه یې په سپینه ورځ، په روڼو ست گو د څوارلسمی د سپوږمۍ غېږی ته بوتلم.
که څه هم چی د شهید داوود خان د قدرت په زمانه کی مو کله کله د مازیگر پر مهال  د کابل په ښارنو  کی سره لیدل خو د خلقیانو له راتگ سره، چی په عمومي صورت د  خلکو ، په تېره بیا منورینو، ترمنځ لیدنی کتني کمی سوې نو زما څخه هم سرتېر ورک سو او بیا می زیات وکم پنځه لس کاله وروسته په هالینډ کی خپل سرتېر له نیژدې ولیدی.
ښه چی د شعر لمنه یې نه ده خوشی کړې. ښه چی تراوسه پوری شعرونه لیکی. د پښتو ژبه د ده شعرونو ته ضرورت لری. شعر یې ساده دی، روان دی، هغسی چی دی یو ملنگ پښتون دی، شعر یې هم په هغه ډول له سپېڅلو احساساتو ډک دی.
زه د خدای پاچا ملنگ یم، نه ملک یمه نه خان
راته ښکاري غټ له غرونو په همدې حالت کی ځان
د الله د رحمت تږی، خلکو تږی نه دی وږی
د کوثر له جامه راکړی لږه مینه د جانان.
ماته د سرتېر خبری ښه خوند راکوي. هغسی چی دی په خپلو نظمونو کی د خپل غرور ترجماني کوي د بل چا دپاره هغه ترجماني ممکنه نه ده .
دا د کوثر په جام کی لمر ځلېږی      
که په پیاله کی سمندر ځلېږی
سرتېر به نه وي دومره غټ په جثه  
خو په شعرو کی لکه غر ځلېږی.
د نورو زیاترو منورو او پر وطن مینو پښتنو په څېر، چی له  خواږه ټاټوبي څخه یې د زمان د توپانونو له لاسه کډي وکړې، او په پردیو وطنونو کی یې خپله خاورینه جونگړه له یاده نه ده ایستلې،سرتېر هم په خپلو اکثرو غزلونو او نظمونو کی د خپلی مېني د بیرته لیدلو ارمانونه کړي دي او چا چی یې مېنه ورته کنډواله کړې ده نو که یې نور هیڅ په وس نه کېږی  لږترلږه خپل قهرېدلي نظمونه خو یې  دوخت د یاد گار په توگه ورته پرې ایښي دي.
د بې ننگی په لاسو ونړېدل
دنگ دنگ برجونه مي د ننگ د کاله
ورشه تپوس وکړه که نه پوهېږې
چی ورځي څنگه دي د جنگ  د کاله.
او یا داچی..........
مه راځه اختره زموږ کلي ته
دلته اخترونه بازار نه لري
زهر دي پاشلي په دې خاوره چا
ځکه تازگي او بهار نه لري.
یوازي خدای ته معلومه ده چی د سرتېر د پسرلي د راتللو هیله به پوره سي کنه. یوازی خو دی نه دی چی  د خپلی مېنی په سپرلیو پسی ژاړي. د ده په څېر به ډېرو نورو ملنگانو هم سترگی په ژړا سرې کړي وي ، او داسی به ډېرو نورو ځوانانو د خیالي مرغلرو لاړونه پېیلي وي، خو له بده مرغه داسی ښکاري چی د سرتېر په مېنه کی خزان ځاله کړې ده. د خزان له تېرېدلو  سره  خو ژمی راسي ، مگر د پسرلي په راتللو چندانی  د چا سترگي خوږې نه سوې. هسی نه چی قسمت فیصله کړې وي چی سرتېر دي خپلی د خزان سندري وایی.
که پسرلی شو سره وایو به اشنا سندري
د سرو گلونو شنه چمن او دمینا سندري
له خزان وروسته ساړه ژمي یرغمل نیولي
چی په ژړا باندي لمدې دي نن زما سندري
زما خوښېږي پسرلی د شنو اوبو په غاړه
چی سره ووایو په گډه تر سبا سندري
که می په مینه عقیده نه وه ژوندی به نه وم
ځکه می خوښي دي د مینی د دنیا سندری
په دې خوا یني، غم لړلي او د ې تور ماحول کی
خدایه ژوندی به وم ؟چی واورم یو ځل بیا سندري
که می دا سترگي وچېدلې نو وعده کومه
سرتېر به بولم  که ژوندی وم په ریښتیا سندري.
زه خو سرتېر ته دعاکوم چی خدای دي اوږد ژوند و کړي، چی په خپله مېنه کی پسرلی وگوري او د ژوند دا ارمان یې پوره سي. ځکه زه یقین لرم چی هغه پر خپله پښتو ټینگ ولاړ دی او د خپلی ملنگي مېني ښکلا او لیلا نه هېروی.
هرڅه به هېر کړمه تا نه هېروم
د خپلی مینی دنیا نه هېروم
سر په دروغو زما نه ښورېږی
چی یو ځل هو کړم  بیا دا نه هېروم
راځه چی یو غږ یوه خوله ووایو
که سر مي ځي هم وفا نه هېروم
مین به یم خو لېونی لا نه یم
پوه یم په دې چی لیلا نه هېروم
د کوثر جام شه چی ډېر تږی یمه
س تېر په دا نېکي تا نه هېروم.
زه د حبیب الله غمخور او د هغه له ټولو ملگرو څخه مننه کوم چی د سرتېر صاحب د شخصیت او کلام په باره کی یې غونډه جوړه کړې ده. هغه په یوه غونډه نه بلکه په ډېرو دغه راز غونډو ارزي. سرتېر خپل ټول عمر د پښتو ژبي د ادب خدمت ته ورکړی دی. هغه د خپل قام او ژبي ملنگ دی. څوک چی ملنگان نازوي خدای دي هغوی ونازوی.
زما د سرتېر تقریبا ټول شعرونه خوښېږی. او ښه خبره خو دا ده چی د لومړي سره می د هغه نظمونه خوښېدل. خو د هغه د شعرونو خوند هغه وخت لا زیات شی چی دی یې پخپله لولي. زه د هغه د شعر لوستلو ، په تېره بیا ازادو شعرونو د لوستلو  مین یم. کله چی سرتېر خپل شعر لولي او ما غوږ ورته نیولی وي، نو ماته داسی ښکاری لکه دی چي د خپل ځان په باب ماته گړېږی. راځی چی د سرتېر شعرونه د هغه له خپلی خولې واورو، خو مخکی له هغه چی زه درڅخه رخصت سم د هغه یوه غزل درته انتخابوم او زه یقین لرم چی ستاسی ټولو به خوښه سی.
مینېدم خو ښه چی نن مین شوم
د زړه په امر په دښمن مین شوم
اوس به د خپلي مينی جاج واخلمه
چی په اغزو که په چمن مین شوم
گوندي چی سیوری شي زما د پاسه
 د پاکي میني په لمن مین شوم
تنده می ماته په گلونو نه شوه
زه چی د یار په تش دیدن مین شوم
پردي باغونه په پردو مبارک
زه مي په شاړو د وطن مین شوم
سرتېر په ژوند د زلت لاړي توکم
د هسکي غاړي په کفن مین یم.
زما یې د خدای په امان. تاسی پوه سه او ستاسی سرتېر.
ستاسی  دټولو ورور او د پښتو ژبي خدمتگا .      عبدالباري جهاني
.................
په سويډن کي دافغانانو علمی اوفرهنگی مرکز
             دمالمو دښار غونډی ته    
      دپوهنمل حاجی محمد نوزادی ليکنه 
                                ;          د (سرتېر) سره دڅپو په ژبه يوڅو خبری
                                ;                               &n bsp;                                ;               چی څه ئی زړه غواړی همهغه ليکی       
                                ;                               &n bsp;                                ;                د ( سرتېر) لاره خو بيباکه ښه ده
          خوښ يم چی افغانی فرهنګ ته اوس دهڅاندو فرهنګيالانو په مټ دخوښې يو زيرۍ اتلونکۍ ښکاری . هغه دادی لکه چی وينو نن يوار بيا دپښتو ژبی يوبل رښتينې چوپړی دهغه په ژوند کی روغ رمټ رابلل شوی دی څو دچوپړ ستاينه او درناوی ئی وکړو . البته داهغه صفت ندی چی المدح الذبح وګڼل شی ، بلکه دايوازی دهغه پور ديوی برخی ادا کول دی چی دده دچوپړ له کبله د ځوانانو پر غاړه پروت دی .
          هو ٫ دا ډول چاری زموږ دهيواد په فرهنګی کړو وړو کښی له بده مرغه اوږدی ريښی نلری . داځکه چی موږ تل خپل پوهان  ٫ متفکر مغزونه ٫ شاعران ٫ څيړونکې او ان هغه د نبوغ خاوندان چی اوس ئی دپيړيو وروسته نړۍ په لاسته اوړنو وياړی ٫ پرخپل وخت موږ تری مخ ړولې ، هغه مو ترټلې ٫ په ناوړو فتواګانو سره موپرمخ توری ايری ورپاشلې او او دهنر بلې ډيوې ئی موږ په خپلو لاسونو مړی کړی دی . تر ټولو خو لا بده داده چی په موږکي لااوس هم ډير کسان شته چی دغه ډول منفی کړنی خپل وياړلې صفتونه ګڼی . پدی کی شک نشته چی ورته سرجوړښتی ( روبنايی ) پديدی دنسبی مفهوم س ه تړلې وی چی دزمان اومکان له مخی او همدارنګه دځانګړو کسانو د درک دپيمانې سره سم بدلون مومی . ولی هغه څه ته چی په نړيواله کچه دمثبتې پديدی په توګه ارزښت ورکول کيږی ٫ پکار ده چی مثبت وګڼل شی .
         که څه هم داډول منفی کړه وړه  يوازی دافغانی ټولنې ځانګړتياوی نه جوړوی  اوبيلګی ئی دتاريخ په اوږدو کښی په نورو ډيرو ټولنو کی هم ترسترګو شويدی ٫ خوترهغه ځايه چی زموږ د ټولنې سره تړاو لری ، موږ همدا اوس هم چی منځنې پيړۍ مو د زمان له مخی په اوږده واټن شاته پری ايښی دی او د يو ويشتمې پيړۍ دلومړۍ لسيزی پای ته ورنژدی کيږو ٫ لاموهم  دخپلو وتلو کسانو دپرځای خدمتونو ستايل دهغوی په ژوند کښی نه يوازی په پراخه کچه ترسره کړی ندی بلکه تر اوسه خومو لا ديوه منل شوی غوره کلتور په سترګه ورته کتلې هم ندی .
        که دفرهنګ په برخه کی دا نيمګړتياوی يوی خواته پريږدو ٫ موږ لاتر اوسه دخپلو تا يخی وياړونو او منلو ارزښتونو دسپکاوۍ څخه هم لاس ندی اخيستې او لاتر اوسه ئی په سپکولو سره ځانونه تر ګاون يانو اونړيوالو پوری سپکوو . مو ډيرځله دخپل تاريخ وياړلې شخصيتونه دوخت دذهنيت سره سم په بدو نومونو تورن ٫ څوک مو دملحد ٫ څوک دکمونيست او څوک په بل ورته تور له پښو اچولې او ورسره سم مو دټولنې پرمختيايی بهير په سګونو کلونه پرشا تمبولې او دنامهربانه حريصو ګاونډيانواو لويی غوښتونکو زبرځواکانو لاس وهنو ته مولاره خ اصه کړی ده . ددی يادونې يوه ښه بيلګه غازی شاه امان الله دی چی تر ټولو لومړۍ ئی دهغه شکيلاکګر زبر ځواک په م ابل کښی توره ترملا کړه چی پر اشغال شوو مستعمرو باندی ئی هيڅکله هم لمر نه لويدې . که يو وخت دا پروطن مين م يړنۍ افغان دگوډو ملايانو په فتوا سره دکافر پنامه له واکه پريوت اوپرځای ئی سقاويانو دټولنې پر پرمختيا باندی دمنځنيو پيړيو سيورۍ وغوړاوه ٫ که يو وخت دکافر او کمونيست په ټاپه لګولو سره د وطن دچوپړيانو غندل دپرديو په لمسون موډ وه ؛ خو دا اوس يوازی افغان دښمنه افغانستانۍ لطيف پدرام ندی چی د وياړلې غازی امان غوندی دميړنی افغانانو پروياړنو ناړی تو کوی ٫ بلکه دهغه وشاته دشيطانی قوتونو لښکر سنګر نيولې اوهره شيبه دفرصت په انتظار دقيقی پرګوتو شميری .
        فرهنګی شخصيتونه بيا هغه قوتونه دی چی دژبی او قلم زور ئی په حقيقت کښی دلوڅی توری نه هم زيات دی . دوی کولای شی دخپل هنر په زور پراخو پرګنو ته ډله ايزه روزنه ورکړی ٫ دهغوی ذهنيتونه روښانه کړی ٫ دحق او باطل توپير ته ئی وهڅوی ٫ ملې ګټی له پرديو ګټو څخه ورته بيلې کړی او په پايله کی هغوی و دی ته چمتو کړی چی د شخصيتونو او پيښو په اړه د وطن دلوړو ګټو په پام کی نيولو سره قضاوت او پ يکړی وکړی . داپه ځانګړی توګه شاعران دی چی پرګنوته پيغامونه ليږی ٫ دهغوی دانګازو په مټ ئی لاس پلاس کوی ٫ د رباب په خوله ئی ورکوی ٫ دساز په ژبه ټنګ ټکور تری جوړوی او ديری پری تودوی . همدغه ديری دی چی کولای شي دهر وګړی زړه ته لاره پرانيزی او دشاعر پيغام ور رسوی . ددی خبری ډيره ښه بيلګه ولسی شاعر ملنګ عبدالرحمان دی چی داټکه تر آمو ٫ د چتراله تر نيمروزه دهر پښتانه دکور دنغرې پرشاوخوا ئی تاوده شعرونه زمزمه کيږی او پښتانه سپين ږيرې ئی ډير بيتونه دمتلونو په توګه کاروی . دشعر او ټنګ ټکور سره مينه دپښتنو په خټه کی له ازله ګډه شوی او دا ورته د ذهنيتونو د روزلو يوه ډيره په زړه پوری او خوږه وسيله ګرځيدلې ده . که موږ دشعری څپو په ژبه د حمد او نعت په سينګارسره خپله روحی تشه ډکوو ٫ باطنی ښکلا زياتوو او دايمان لاره روښانه کوو ٫ نو همدارنګه کولای شو دحماسو په ژبه دخپلو پيغلو په سينه کی دملالې ساه ور پو کړو او دزلميانو پلاس د آيوب توره ورکړو . دهمدغی اری نه موږ وځوانو نسلونو ته خپل تاريخی وياړونه ور پيژنلای شو اودوی ئی په ارزښتونو باندی پوهولای شو .
         په هيواد کښی د وروستيو درو لسيزو پيښو ډير روڼ انده دلوړو زده کړو لرونکې کادرونه ٫ پوهان ٫ هنرمندان ٫ شاعران اونور دنړۍ راز راز هيوادونو ته په کډه کولو اړايستل چی دلته دنورو بوختياوو تر څنګ دکوربه هيواد کلتوری چاپيريال تر اغيزی لاندی په تيره بيا ماشومان اونوی ځوانان دخپل پلرنی وطن دفرهنګ او تاريخی ارزښتونو څخه واټن اخلې او ورنه بی خبره لوئيږی . له همدی کبله دی دپياوړی فرهنګپال ٫ يکوال او سياسی شنونکې حبيب الله غمخور په مشری په سويډن کی دعلمی او فرهنګی مرکز کور ودان وی چی کله نا کله د داډول غونډو په رابللو سره ديوی خوا دلته د وطن نه ليری افغانانو فرهنګی تنده ماتوی او ځوانانو ته دافغانی ف هنګ وتلې څيری ور پيژنی او دبلې خوا ددغو کسانو په ژوند کی ددوی دخدمتونو په يادولو سره د درناوۍ کولو کلتور په رواجولو او پراخولو کی مرسته کوی . پدی لړ کښی دادی نن دهيواد د يوه بل متعهد خواخوږی او خوږ ژبی شاعر سره دزړه خواله کوو .
         هو ٫ زه پر بيباکه لار روان سرکښ او بی پروا شاعرعبد الوهاب ٫٫ سرتير ،، يادوم .  دژوند ليک غټ ټکې خوئی دهرغونډ پرشا ليکلې او داسی تری ښکاری چی دکوچيانی ژوند رومانتيزم ئی په خټه کی اغښلې ځکه ئی نو دضدينو دمبارزی او وحدت دقانون سره سم دخوږو اوترخو يوه ګډوله يعني د څپو ژبه خپ ه کړی او داسی پری نازی :
          ما سرتير چی دڅپو ژبه دځان کړه
         هم خوږه ده هم ترخه ده هم رنګينه
سرتير دپښتو شعر په بڼ کی يو ناڅاپه نوۍ راغ ۍ ميلمه ندی او لکه چی وايی :
          چی په پښتو ژبه هر ګل غوړيږی
          زما زړګۍ ورسره خپل غوړيږی
         په همدی خاطر ده په خپلو ګوتو هم پدی بڼ کی ګلان کرلې ٫ هريو ئی داوښکو په باران اوبه کړی ٫ بلبلان ئی ورته رابللې او دهغوی سره ئی سندری زمزمه کړيدی . دی باغ ته سرتير هره ورځ سروهی او غيرحاظری کول ورته ګناه ښکاری ځکه چی لوړه او سوګند ئی يادکړی دی . پدی اړه داسی دی اعتراف کوی :
       
         پرته می حاظری ده ددی هرګل په لمن کی
         د باغ سره می کړی دا قسم د ګل په پاڼو   
         سرتير پدغه باغ کی دبلبل سره ديره دی
         سندری وايی دی هم اوس کم کم دګل په پاڼو
         څو کاله مخکی چی تازه په ډنمارک کی ميشت شوی وم ٫ يوه دوست می دسرتيردشعرونو دوه لومړنې غونډه ( څيری ګريوان ) او ( دکوثر جام ) راته امانت دلوستلو پخاطر راکړه چی دلوستلو نه می ډير خوند واخيست . کله چی می دغی نننۍ غونډی ته بلنليک دايميل په مټ ترلاسه کړ ، ومې غوښته هغه دوه غونډه  دوباره تری واخلم او يو ځل ئی بيا په ځير ولولم ، له بده مرغه   کوم چا هغه تری نه وړی وه او پلاس رانغلل . غونډی ته تر راتګ څو ورځی وړاندی  می غمخور صاحب  غم وخوړ او دسرتير يوازنۍ دريم غونډ ( دڅپو ژبه ) چی درلود ئی ، په پوسته کی راته راوليږی اوغواړم له کبله ئی مننه تری وکړم . که څه هم دده (سوې ډاګ ) ٫ ( چينې ) او ( سمندر ) ته  لا زه تراوسه نه يم ور رسيدلې خونپوهيږم لامل به ئی څه وی چي ماته دڅپو د ژبی خوند دپخوانيو دوو غونډونو په پرتله لا زيات ښکاره شو .  ښايی دابه پدی خاطر وی چی دلته دده دپرديسۍ ترمو اوښکو زما پرديس زړه نور هم را نرۍ کړ .
         که دځينو شاعرانو په شعرونو کښی دپيغام برخه تر شعری ښکلا درنده او په ځينو کښی بيا دښکلا برخه غوښينه وی ٫ خو زما په اند دسرتير د ( څپو ژبه ) سرترپايه ښکلا او پيغام دی . ده په رښتياسره هم يوه بيباکه لار په مخه کړيده . کله کله ئی دښکلو ترکيبونو په کارولوسره غزل ، څلورځی اونو ی ټوټی سره ګډی کړی وی او لکه څنګه چی پخپله اقرار کوی - چی څه ئی زړه غواړی هم هغه ليکې . سره لدی چی کله ناکله ځان د وزن او قافيی مقيد هم نه ګڼی خو داچی د ښکلۍ پيغام سره ئی د ښکلو ترکيبونو په غاړه کي دتخيل اميلونه زانګی نو هرڅه ئی شعر او هر شعر ئی خوندور راځی . دائی هم دښکلې پيغام يوه په زړه پوری بيلکه :
       بله  ډیوه  يمه رڼا  در وړمه
      کورته دژوند اصلی مانا دروړمه
      زم ا تودوخه او رڼا ده پيرزو
     دغه رڼا می په هرچاده پيرزو
       که څه هم سرتير دڅپو ژبه لکه پخپله چی وايی دخوږوالې اوتريخوالې دگډون له خاطر غوره کړيده ٫ خوپه شعرونو کی تر هغه ځايه چی زم ا تر سترګو شويدی ، دڅپو ژبې له خوږوالې نه ئی زيات کار اخيستې او داسی ښکاری چی تريخوالې ئی ډير خوند نه وی و کړی . دڅپو ژبه که دپښتو ژبه وبولو ، نو سرتير ډير ښکلې ترکيبونه ان دتکرار په ډول داسی په مهارت کارولې چی   وتکرار ته ئی دلوستونکې پام هم نه ور اوړی . ده تر وسه وسه کوښښ کړی چی پښتو مروجی کلمې وکاروی ٫ خو ددی سره سره دا وړه نيمګړتيا هم بايد په ګوته شی چی کله ناکله دی پداسی ځای کی دفارسی کلمو څخه کاراخلی چی ضرو ت ئی هلته کوټلې دلايل او منطق نلری . دبيلګی په توګه دی دلاندی دعا په مطلع کی وايی :
            بينا سترګی ٫ زړه مين راکړه خالقه    
            ګويا ژبه د سخن را کړه خالقه
           د ته دفارسی ( سخن ) کلمه د پښتو ( مين ) کلمی دقافيوی ضرورت پربنسټ راغلی ده . پدی شک نشته چی پښتو او دری پخپلوکي دومره سره نغښتې چی يو دبل نيمګړتياوی پوره کولای شی . دشعر په مقطع اويا دپای خوا په بيتونو کی دقافيوی مجبو يتونو له مخی يو نيم وخت دفارسی کلمو کارول لږ وډير په پښتو شعرونو کی ليدل کيږی او تريوه ټاکلې بريده دمنلو وړخبره ده . لکه دسرتير د ( غم پيټې ) پنامه , لاندی غزل کی :
            سرتير په ه ه مرغۍ ډز نه کوی
            ډزپرهغی کړی چی له زاغه ښه ده
           دلته بيا ( زاغ ) چی پښتو ئی کارګه يا کارغه دی ، په مقطع کی راغلی ځکه نو افيوی مجبوريتونه پدی ځای کی تر يوی کچی پوری معقول عذر دی . مګر دشعر په مطلع کی دقافيوی مجبوريت يا ضرورت خب ه اصلا ځای نلری ځکه داخو دشعر پيل او لومړی بيت دی . که چيری دشعر دلومړی بيت په دوهمه نيم بيتۍ کی لا د اړوندی قافيی دپاره دپښتوکلمی پيدا کول سخت کار وی ، نوبيا په اسانې سره کولای شو دټاکلې قافيی څخه بيخی تير او صرف نظر ورنه وکړو . که داکار يعنی دقافيی ته تيريدل په مطلع کی يو ساده خبره ده خو په مقطع يا نورو دپای په بيتونو کی ستونزی رامنځته کوی او په اسانه ورڅخه تيريدلای نشو . دا ډول کلمی پخوانيو شاعرانو دوخت دموډ اورواج سره سم په پراخه پيمانه په وياړ سره کارولې او پدی سره ئی دخپلې پوهی لوړه کچه څرګندول ځکه هغه وخت د پښتوليکدود ژبه يره نيمګړې او وروسته پاته وه اما اوس چی له نيکه مرغه دپښتنی ژبپوهانو دزيار په مټ پښتو ژبه پرخپلو پښو د يدلې ده نوکه د داسي کلمو کارول دشعرښکلا ډيره بدرنګه هم نکړی ولې تخنيکې نيمګړتياوی ئی دپام وړ دی اونه ښايی په پټو سترګوورنه تيرشو.  
            دسرتير په شعرونو کی ډيری ټولنيزی - سياسی او فلسفی موضوعګانی شته چی کيذلای شی دمختلفو اړخونو څخه وڅيړلې شی . تر هغه ځايه چی په ما پوری اړه لری ، زه نغواړم دمعدن پيژندنې ديوه ماهر په توګه دده دشعرونو دمختلفو اړخونو په شننه کی  و ژور شم ٫ ځکه ډاريږم ددې سمسور بڼ په کڼو ګلانو کی به لاره رانه ورکه شی او له بلې خوا داکار وځانګړی څيړنې ته اړتيالری او دنننۍ غونډی دتنګ وخت له زغم نه ئی وتلې ګام بولم . 
       - په پای کی دسر نه تير بيباک شاعر , عبدالوهاب ته اوږد فعال ژوند ٫ ګوتوته ئی لانور زور اود قلم څوکه ئی  تيزه غواړم !
  - دښاغلې دحبيب الله غمخور او يارانو ستړياوی ئی په درنښت ستايم ٫ پر هلو ځلو دی برکت وی ! په مينه او پيرزوينه .
                              &nbs p;                               & nbsp;                              &nbs p;   پوهنمل حاجی محمد نوزادی
..................................
دنجيې ليمې لنډه وينا
دلوي خدا په نامه
ددوستانوپه اجازه
ترهر څه وړاندي غواړم دغمخورصاحب څخه مننه وکړم چي پدې درنې غونډه کي ئې ماته دگډون ب نه راکړه .
اغلواوښاغلو!
دسرتير صاحب شعر مي اورېدلۍ،لوستلۍ اومنلۍ و،دده په هرټکي کښي مي دعظم دتوپان هسکه څوکه ،دهيلوراپرېوتل ،دغم-ښادی ،دآزدی زولنې اودبې وزلی ټغر ليدلۍ و،خوسرتير مي نه ووليدلۍ. پرون مي د ومړ ځل  لپاره وليد.کوټه (سالون) دافغانانوپه پرتله له بهرنيانوډکه وه،دغه دنگ،لوړسړي ته په يو وارچوکۍ اومکرافون  واړه وبرېښېدل .
ده خپل شعر پيل کړ، ږغ يې تالار ولړزاوه، سرتېر شعر نه لوست، دا ټکي نه و، دا نظم نه و ، ما د يو افغان ، د يو پښتون چغه اورېده، چې مرګ ته غم ته نه تسليميږي، غم او مرګ يې په ګونډو کړی او پر خاندي .
تالار لړزېدی، سويډنيانو، ايرانيانو، پولنډيانو او نورو بهرنيانو ته مې وکتل ژباږونکي خپله ټوله هڅه کول چې د شعر مفهوم ورسوي ، خو پر نيلي آس سپور سرتېر دومره ګړندی و چې ژباړه يې نه کېدل . بيا مې د بهرنيانو څ ېرو ته وکتل د هغوی سترګې ځلېدی، هغوی ددغه مست روح د نڅا ننداره کوله، هغه يې وليده ، د ژوند جوش يې وليد، د س تېر سرتېري يې وليده. په ووياړېدم، مسکۍ شوم او د ځان سره مې وويل : که داسې خلک وي وطن به جوړ شي . خوښه شوم چې له نږدې مې سرتېر وليد، اوس د ده په دغو ټکو کې د هغه څېره ليدای شم .
سر پسې څه ګرځې احساس مې ګوره
ستوری به نه يمه خو پاس مې ګوره
درد مې سندره کړه په يا يې اورم
د لېوني زړګي بړاس مې ګوره

ستاسو له توجه نه مننه .
.......................................
محترم غمخور صاحب!
 په دسويډن کي  دافغانانو دعلمی اوفرهنگی مرکز  درنو غړو!
ستاسو ئې کور ودان چي د علمي، فرهنګي او ولسي شخصيتونو د درناوی په لړ کي چي کله نا کله دسويډن  دافغانانو دعلمی اوفرهنگی مرکز لخوا ستاسو غمخور صاحب په نوښت او درنښت، تر سره کيږي،دا پلا دپياوړي خوږ ژبي  ولسي شاعر او سپېڅلي  فرهنګي شخصيت ښاغلی عبد الوهاب سرتېر ته مو د درناوی دغه غونډه ترتيب کړېده . ستاسو د اخلاصمندۍ نه  هم مننه  چي  د سر تير صاحب د ادبي خدمتونو د يادوني او د هغوی د دشپېتم پسرلی  د  رارسېدو د لمانځني په وياړ   مو ماته هم بلنه راکړېوه چي په دې غونډه کي برخه واخلم .
 په خواشينۍ سره ما د صحي معاذیرو او کورني مصروفیتو په وجه و نکړای سوه چي  ستاسو په دغه پرتمينه د ښه نيت  غونډه  کي ،برخه واخلم او د نيژدې نه  ستاسو خوږو  دوستانو سره  د   پېژندګلوی وياړ   ولرم . يقين دی چي  په دغه غونډه  کي  به د محترم سر تير صاحب د فرهنګي او ادبي کارو  قدر او درناوی  به  څرنګه چي ښايي ، هغه به پر ځای سي .
په داسي حال کي چي وطن مو دا زموږ د آرمانو ورانه جونګړه  د پردوپه بمباريو کي سا کاږي . بچيان مو، ميندي، پلرونه، ناوياني او زومان، تنکي ځوانان مو په خپلو کورنو کي تبه کيږي . خوښۍ يې په م اتم اوړي . پر افغانانو او پښتنو باندي د ټروريسټانو او طالبانو ټاپه لګول کيږي، د علم او معرفت دد ښمنانو په حيث معرفي کيږي، نو دلته يا هلته چي ستاسو غمخورانو په څير د مېړنيو افغانانو په مړانه، زموږ دوطن د سپېڅلو ع مي، فرهنګي، ادبي او ټولنيزو شخصيتو د هڅو درناوی او  قدرداني   کيږي، نو   دا يو پر ځای،  ښه او  مسؤلانه  دود دئ .
په داسي حال کي چي د پردو  لاسوهني زموږ  افغانانو  د ژوند ښارګونه را کښېکاږي . د ملت پر مادي او معنوي هستيو مو لويه سوداګري را روانه ده ، د هر غل څخه اتل جوړيږي او د هر وطن پلور پر مخ د  وطنپاله  پرده غوړيږي، هر تورمخی سپين مخی معرفی کيږي  د هري خوا د شيطنت  ډنډورې  وهل کيږي . نو دلته يا هلته که زموږ د مېړنيو،د وطن د سپېڅلو سرتيرو، د وطن د خوږمنو زامنو، دوطن د وتلو خدمتګا انو، د افغانانو د علم او معرفت د لارويانو، د ادب او فرهنګي ټولنيز کارنامو مخکښانو  درناوی او يادونه کيږي، د داسي هڅو   قدر داني او ستاينه  ،هر کله او هر څوک چي  کوي، نو د هغو دي د مور شيدې   سي  .
تاسو غمخور صاحب ته ،د ولس په غم  غمجن او د انسانيت د ښېرازې دلاري ارمانجن، د لوړو خيالاتو خاوند د پښتو شعر سرتير، محترم عبد الوهاب سرتير صاحب دفرهنګي او ادبي کارو د يادوني او درناوی  په وياړ د داسي  يوې  غونډي د جوړېدو په هکله يو ځل بيا مبارکي  وايم  او د غونډي  درنو او قدرمنو برخه والو ته خپل د ميني او  ارادت نيکي هيلي وړاند ي  کوم   .  خوږ ژبی ولسي شاعر ښاغلي سرتير صاحب ته د اوږ د ژوند او لا زياتو برياوو غوښتونکی يم . په وطن کي د کرکي او جګړو د امحاء اوستاسو او ټولو دردمنده افغانانو د کاميابه راتلونکي په هيله .په درناوي  هدایت الله هدايت  اسټرليا – ۲۰۰۸/۹/۱۴
..........................
دافغان نامتو شاعر وهاب سر تير په وياړ
جوړي شوی درنې غونډي ته د
سلام فرهنګي پيغام
په سويډن کې دافغانانو علمي اوفرهنگي مرکز په نوښت د هيواد د وتلی خوږ ژبی شاعر ښاغلی  وهاب سر تير په وياړ د درنې غونډي ګډونوالو ته د زړه له کومی مبارکی وايو. هيله من يو او باور مو دا دی چي د دی غونډي په ترځ کي به د هيواد د نامتو شاعر ښاغلی وهاب سر تير د پنځونواو تخليقونو په اړه په زړه پوري  ارزوني ، څيړني او شنني د پښتو شعر مينه والو ته وړاندي شي .
دشعرنړۍ د تخليق  نړۍ ده ؛ حد او خنډ نه لری؛ پنځول يې نوښت دۍ او د اولسونو په منځ کي منل او يا خپلول يې د نوښت ګر درنښت؛ دا نوښت او بيا په اولسونو کي درنښت د هر چا په برخه کي نه وي . يوازی هغه څوک دې مقام ته رسيدلای شي چي الهامی برلاسۍ او پنځونی يې  د زړه له تله پاڅي او د زړونو پر سر د رڼو بارانی  څاڅکو په څير د زړه للمو ته ورسيږي . ريدي او غاټولو ته ژوند ورکړي ،کمبلۍ په نڅا راولی او د بلبلانواوازونو ته خوند وبخښي .
له نيکه مرغه وهاب سر تير يو له هغو پښتنو شاعرانو څخه دۍ چي  زموږ د هيواد والو په زړونو کی يې دا وړ دريځ  ګټلی،  هم يې په خپلو شعرونو د هيوادوالو  زړونه خپل کړي او هم يې د ناندريزوستونزو پټ رازونه را برسيره کړيدي .
سلام فرهنګی ټولنه په سويډن کي  د افغانانو علمي او فرهنګي  مرکز  مسولينو او م ستندويانو ته د دی ستري غونډي د جوړيدلو مبارکي وايي او د دی غونډي  د ګډونوالو لپاره دبشپړ بري هيله څ ګندوي .      
                     په پښتني مينه او د نښت
                             &nbs p;    د سلام فرهنګي ټولني د مشر تابه جرګه ګۍ په استازيتوب
                      پوهنوال رسول باو ي
١٩  \   سپتمبر    \ ٢٠٠٨
..............................
پيغام
دافغانستان  دپياوړي شاعر اوف هنگی شخصيت دشپېتم پسرلۍ درارسېدوپه مناسبت ددې ادبی غونډي درنو برخه والو،اغلو اوښاغلو!
ماته دډيروياړځاي دی چي پسله کلونويوځل بيا دکابل په پوهنتون کښي دخپل گران استاد پوهنوال دوکتور عبدالخالق رشیدچي اوس په هندوستان کي دجواهر لعل نهروپه پوهنتون کښي دپښتو ژبې  استاد اوهلته په هند وستان کي دافغانستان داسلامي جمهوريت په سفارت کښي دکلتوری چارو رئيس لخوا رالېږل شوی پيغام دهغه په استازيتوب ستاسو حضورته وړاندي کړم .
نوی ډيلي  هندوستان
داگست ۲۰۰۸ م کال داگست ۲۳ مه
په مالموکی د پښتو دمعاصرشاعر عبدالوهاب سرتیر د شپیته کلنی درارسېدوپه وياړدقدرداني غونډې ته
 ګرانو دوستانو او دسرتیرصاحب دشعرمینه والو!
دافغانستان داوسنی شعر په وده کی یوه خورا مهمه او دیاونی وړ دوره ، هغه دوره ده چی زموږ په حساب د روانی لم ریزې پیړې دشپیتموکلوله وروستیو څخه یې پرپښتو شعري بهیرکی ځانګړی ځای او اغیز غوره کړ، په دغه دوره کی یوشم ییرداسی شاعران راوپړکیدل چی دوی داستوګن ادبی بهیر (هغه ادبی بهیرچې په افغانستان کی دننه د ودې په حال کی و) په برخه کی دمقاومت ځانګري ستوری شول ، په دې مانا چی دغو شاعرانو په دغه شعري بهیرکی دمقاومت  داسی هنګامه رامنڅ ته کړه  چې له هیځ ډول باندنی واک او ځواک سره یې نه پټه درلوده او نه ښکاره ،همداده چی اوس موږ به سر وړې سره ویلای شو چې دافغانی مقاومت شعر هغه برخه چی په هیواد کی دننه رامنڅ ته شوه داوسنی پشتو شعرد ودې په تاریخ کی دپاملرنی وړ څپرکی بلل کیږي . 
سرتیرصاحب په دغه بهیرکی یوداسی شاعرو چی د یوه پوره روڼ اندی افغان شاعر په توګه د آزادې غږ اوچت کړ،  په یوه نګه مترقی اروا یی شعر ووایه او په دغه تګلاره باندی له ځانګړی کمیت او کیفیت سره پرمخ لاړ ، دده یوه لویه ځانګړنه داهم وه چې دشعرویلو دښي انطباع لپاره یې په زړه پوره او ښه زمزمه هم له ځآن سره درلوده ،  چې ددغی ځانګړتیا په لرلو سره دی په خپل وخت کی بی ساری و.
شعریی داوسنی شعرپه ټولو وړتیا وو باندی برابر او ښکلاییزي رنګارنګۍ د افغانی طبعیت اوسایکولوژې په سمبولیکو رمزو باندې پسولل شوې دي . او درښتیني پښتو ن احساس په زړه پورې استازيتوب  کولاي شي . زه دپښتو ادب دیوه لاروی په توګه دومره ویلای شم چی سرتیر او دهغه شعر زموږ دپښتنی احساس داسی یوه ځانګړې هنداره شوه لکه دری لسیزې  دم خه پښتو ادب ته یو شمیرنومیالیو شاعرانو ورپه برخه کړې وه ،
زما ځواني ډول کوی له پښتنوالي سره
زه په پښتو او پښتنواله باندې سر ورکوم   
او په پای کی زه هم په خپل وار ګران سرتیرصاحب ته دده دشپیته کلنی په درشل کی دده  د ویاړونو له امله مبارکی وایم او له پاک خدایه هیله کوم چې د ژوند کاروان یې د شعر له درنی هنګامی سره په خوند او رنګ
سره ترشپیتو وروسته په کیسو شي  .په درنښت
 پوهنوال دوکتور عبدالخالق ر ید دکابل پوهنتون استاد ، نوی ډیلی ، هند  
...............................
که دسرتير په خوله څوک لاس کښې نه ږ دي
 لدې کوچي خان نه بلبل جوړېږي
نظيف الله   تکل
لندن  د۲۰۰۸ کال دسپتمبر ۱۴ مه
غواړم دښه شاعر سرتير صاحب له همدې رومانتيک بيت څخه خپل خبري پيل کړم.
زه پدې باور يم چي شعر دهنردلويي ونې يوه څانگه ،اودټولنيز فرهنگ يوه برخه ده .خو ښه شاعر بياهغه دی چي دولسونودزړونو په رباب  نغمې وترنگوي .
کله چي سړی دسرتير نوم اوري  سړي ته حماسه اورزم ورپه زړه کېږي .
خوکله چي سړۍ سرتر ويني اوله نژدې ورسره خبري وکړي ،نو بيا سړي ته مينه ،محبت ،صمېميت ،صداقت اوسپېڅلتيا وربخښي .
که څوک دادوه متضاد توکي يوځاي ليدل غواړي نو بيادي دسرتير صاحب شاعري ولولي . چي هم پکي حماسه شته اوهم پکي مينه اوصمېميت . ښه خبره خو داوه چي له تاسوسره مي پدې درنه اوپر تمينه نمامځ غونډه کي اوږ په اوږه برخه اخيستې واي اودسرتير صاحب سره مي چي زما شخصي دوست هم دی اودسرتير پر شعر مي اوږدې خبري کړي واي،  خو داروپا اوپه ځانگړې توگه دلندن مصروف ژوند سړۍ دزړه غوښتلوته نه پرېږدي . دشپږوشعری  ټولگودا لرونکي شاعرتر ډيره له ياده وتۍ اوهير وو. زه دسويډن دمالمو په ښارکي دافغانانو دعلمی اوفرهنگی ټولني دمشرتابه دې پر ځاي نمانځنې تائيدکوم اوښاغلي سرتير صاحب ته دهغه ددزوکړي د پېتم کال درارسېدومبارکي وايم . اودلوي څښتن له دربارنه  ورته داوږد ژوند هيله کوم . په د نښت
.........................
دمینی پیغام

ګران قدرمن سر تیر صاحب ته  خپل د مینی او پیرزوینی دګلانو ګیدی الی کوم .
ډیر خوشحاله یم چی دپښتنی ادب مینان نن خپل یوه دروند شا عرته دخپل ارا دت دستر خوان غوړوی.
هغه څوک چی دادبیاتوسره سر اوکار لری او یا هم په خاص ډول د پښتو دشعر او آدب سره مینه لری ممکنه نه ده چی ددی ببر سر او لیونی شا عر سره  آشنا نه وی، دده شعر یی نه وی  لو ستلی ، او دده شعر څخه یی خوند نه وی اخستی .
زه هم  لکه هر بل افغان  هغه له پخوا پیږنم  دده دشعر سره له پخواڅخه شنا یم  او دا ویاړ می هم درلود چی ځینی شعرونه یی  مخکی له دینه چی بل څوک یی واوری  واو رم .
 زه شخصا شعر ته کوم خاص تعریف نه لرم هر هغه کلام چی شاعر سره  پیلی وی  هغه اورم  او یا یې لولم . اول دشعر یو یا دوه فرده کا فې دې چی تصمیم ونیسم  چی شعر تر پایه ولولم او که یا ؟
 که چیری می ذهن  دا اجا زه را کړه  چی هغه ولولم بیا یی تر پایه لولم،  په ډیرو حالا تو کی  دې ته اړ کیږم  چی هغه بیا بیا ولولم  او بیا یې حافظی ته وسپار م .  نوزما لپاره بهترین تعریف  د شعر لپاره همدا دی  چی یو څوک  اړ با سي چي هغه تر پایه ولولی  او یا هم ټوله  شعر  یا څو فرده  و حافظی ته وسپاری اوبیا یی دنورو سره  شریک کړی او یا کله کله هغه دځانه سره زمزمه کړی ،او خوند  پر وا خلی . اوخوند هغه وخت ترې اخستل کیږی چی په هغه کی یو مفهوم پروت وی، ښکلا پکښې وي او یا هغه څه پکښې وی چی زما لپاره نوی وی ....
 دا چی بیا څوک کښېني  دهغه سیلا بونه حسابه وی ، په عروض یی ارزوی  او داسی نور... زما لپاره ډیر په زړه پوری نه دی .
 نوزما په آند ښه شعر هغه دی چی اول خو دزړه څخه راوتلی وی ،دهغه بیان په نثر کی ممکنه نه وی او پر  زړه  باید کښینی ...
زه په جرات  دا ویلاي سم  چی د ګران سر تیر ډیرشعرونه ددغه ټولو صفاتو خاوند دي،عمیق فلسفی افکار،ښکلي تشبیهات،خواږه کلمات اودکوچنی انسان دحالاتوبه زړه پوری  انځورونه .
بخته بدرګه می که جانان ته ځم   سوی په اور ډاګ یمه ....                                ;   
سر تیر دی را ته ژوندی وي، قلم دی یې رنګین.
بس همدومره
عبدالواحد نظ ی
........................................
      ســلا م ســــرتیرمیهـن هـرکجــا ئِِي          ا مـــید ســـلا م مـــــا علـیک نمـــا ئي 
    ا  صـغـرع با د ي     
من که  ا زجمـله صـد ها شا گرد آ موزگا رپا ک نفس ؛ بی تعصب ، خوش بیــا ن وخوش ق یـا فـه ا ستا د عـبــد ا لـوهــا ب سـرتیرمیبا شم ، برگـذ ا ری محفل وگرد هما ئي ( تجلیل و بزرگد ا شت ا زکا رک رد هـا ی ا د بی  بخصوص شـعر و شصتمین سا لروز تولـد شا ن ) را  ، حضورا سـتا د گرا می وهـمه ي د وسـتد ا را ن شعـرو ا د ب تبریک عرض کرد ه ، د رحا لکه زحما ت برگذ ا رکنند گا ن محفل را می سـتا یم ؛ فـقط  میخوا هــم با کما ل ا د ب وبد ورا زهرنوع تعصب بگویم:ا ســتا د ســـــرتیر، ســرتــــیـرهــــــمه بـود ه ،هست وخوا هد بود نه یک زبا ن خا ص. 
ا سنا د سرتیر د ر  دورا نکه د رلیسه عا لی حبیبیه تد ریس مینمود ند ،  به شا گ د ا نش که ا زنقا ط مختلف کشوربود ه وبزبا نها  وا قـوا م مختلـف وبهـم برا د روطن عزیزتعـلق د ا شتنـد ،همی ه د ر
پهلوی تد ریس ا د بیا ت پشــــتوما نند هرا را ن آ موزگا ر د یگر وطن، د رس صد ا قت ، برد ه با ری، ا عتما د به نفس ، وطن د وستی وا نسا ن د وستی را میآ موختند . هیچگا هی تعصب ند ا شته
وبا شا گرد ان مسلم ، ا هل هنود ، شما ل وجنوب ، شرق وغرب د رحا ليکه ا زا توریته وا نظبا ط
خا صی برخورد ا ربود ند ، را بطه ی بسیا رمحکم ، نزد یک ود وستا نه د ا شتند .
ا ستا د سرتیرد رحا لکه به محل تولد ، زبا ن ، وطن وهموطنا نش عشق وعلا قه د ا شته ود ا رند
مگرجها ن را خا نه مشترک همه ی ا نسا نها د ا نسته ، به ا نسا ن وچها ن عشق ورزید ه ، تعلقش
را به جها ن وا نسا ن  ا برا زمید ا رد ، نه به یک  قوم ، منطفه ویا زبا ن خا ص .
شعربزبا ن پشــــتوسرود ه شد ه وبه ی ین که ترجمه ، آ ن کیفیت وا صا لت را که ا صل سرود ه 
د ا رد د ربر ند ا شته که ا زین با بت ا زهمه بطورعا م وا زا ستا د سرتیربطورخا ص ،  معـذرت میحوا هم .  شعـرا زسا یت ورین ( ا فغا ن جرمن آ نلا ین ) که با زند ه گی ن ا مه فـشرد ه ا ستا د
ســرتـیر به همت شا غلی ( حــبیب ا لله غمخوا ر) نشرگرد ید ه ، ا نتخا ب شد ه ا ست . عـبا د ی
                              &nb sp;       یـوجـــهـا ن یـوا نســــــا ن

مــن ا زجـــهـا نم
 وجــها ن ا ز م ن    
  مــنم مجـنـون اوهستم --   اولــــیلا ی مــن
مرد م جها ن . . .
همه مرا بـرا د را ن من ا ند
زنا نش ما د را ن من -- وبزرگا نش پد را ن من ا ند
 همین مـرد م . . .
وجود م را تشکیل میدهند
ا ین ها ا ند که من هــستم -- وهمینـــا ن وجود م را تشــکیل مــدهند
 جــها ن فا رغ  ميخوا هم 
ازم صیبت ها . . .
 وزند گی ا نســـا ن مصون – از هرآ فـت ها                   
ا ین جــها ني قشنگ ما
پاک ومقبول خوب است
ا زگردوغبارجــنگ – دامن اوتکانده خوب است
نــنامـم بـنـا مـها ی مختلف خود را
من یک آ رمــا ن د ا رم
یک ا نــسا ن هـــــستم من -- ویک جــها ن د ا ر م
زمین را تخت خویـش
و ا ســـما ن را لــحا ف خوا نـــم
ا زین سـبب فرض ميدانم -- نگهــد ا ریــش 
چـــــرا ؟
بـر ا ی ا یــنکه، مــن ا زجــهـا نـــم
وجـــهـا ن ا زمـــن  
       مــــن مـجــنون و
 ا یـن لــــــیلا ی مـــن

         ebadi.asghar@hotmail.com                    &n bsp;    

............................
دافغان استرليادبشردوستانودټولنې اوددوست اواز  راډيودمشرتابه جرگې پيغام
دلوي څښتن  په نامه 
  په سويډن  کي د افغانانو علمي اوفرهنگی مرکزمشر تابه جرګي غړو،اوددي پرتمينی غونډي برخه والو!
په زياته خوښۍ مو خبر تر لاسه کړ چي ستاسو دفرهنګی ټولنې په زيار او ابتکاراودښاغلي حبيب الله غمخور په هلو ځلوسره مودپښتوشعر سرتير پياوړۍ اوتکړه شاعردافغانستان ادبي اولوړ خصيت    عبدالوهاب سرتيرپه وياړ مو دشانداره غونډي دجوړېدو بند وبست کړی .
دپښتو ژبي دوتلي شاعر ،اديب اوسياستوال عبدالوهاب سرتير نمانځ غونډي درنو برخه والو!
اجازه راکړئ چي ددي پيغام  په مټ ستا سوپدي پر تمينه غونډه کي راټول شوو درنواو دقدر وړ فرهنګيانو او فرهنګپالو ته د ځان او دلته په استرلياکي د افغان استراليادبشردوستانوټولني دمشرتابه جرګي ،ټولوغړو اودپرديسو افغانانو تاوده سلامونه اونېکي هيلي وړاندي کړم .
زموږ دټولني مشر تابه جرګه او ټول غړي ستاسو پدغه فرهنګي لويه   غونډکي ځانونه شريک بولي او ستاسو دټولنو مشرتابه اوفرد فرد غړي ته  ددي درني غونډي دجوړېدو له امله په وطني او افغاني مينه دمبارکۍ په ويلو سره  دلوي خداي له دربارنه ددي غونډي دبريالي پاي ته رسيدواوتاسو ته دلازياتو فرهنګی برياوغوښتنه کوي .  
د دي ټکي په پام کي نیولوسره چي دهرعلمي اوفرهنګي شخصیت د کا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery