د کوچني نيکمرغه اختر په
وياړ د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د مبارکي پيغام
نيټه : ١١-١٠-٢٠٠٧
ګرانو هيوادوالو خويندو او و
وڼو!
اسلام عليکم و رحمته الله و برکاته
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د روژي د مبارکي م
ياشتي چي د نړي د مسلمانانو لخوا د خدای (ج) په عبادت او اطاعت کي پاي ته ورسيده، د نړي او هيواد و وياړلي، اتل
او مسلمان ولس ته د کوچني اختر د رارسيدو په وياړ مبارکي او نيکي هيلي وړاندي کوي.
د خواخوږی ادبي او کلتوري
ټولنه د خپل سپيڅلي ديني او ملي ارزښتونو په پامکي لرلو سره د ملي واکمني په ټنګښت کي هڅي کړي ترڅو په هيواد
کي مطمئنه او رښتني سوله او امنيت تأمين سي، او د خپل ولس تر منځ د ورورګلوی او دوستي لپاره هلي ځلي کوي چي د
اختر د مبارکي ورځو په فضيلتونو کي د مسلمانانو تر منځ د دښمنی او حسادت پر ځاي روغي جوړي او د دوستی لاسونه يو
بل ته ورکول دي ترڅو چي ټول افغانان په ګډه خپل ويجاړ او وران هيواد يو ځل بيا اباد او ودان کړي.
د خواخوږی
ادبي او کلتوري ټولنه د وخت څخه په ګټه اخستو سره يو ځل بيا د نړي و ټول مسلمانانو او په خاصه توګه افغان
نځيدلي ولس ته د کوچني اختر مبارکي وړاندي کوي او دوي ټولو ته خوشحاله او نيکمرغه اختر د لوي څښتن تعالي له
درباره غواړي.
کوچني اختر مو
مبارک
په درنښت
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر
الح
اج غرزي خواخوږی
دالفاويوزمخابرتي شرکت
دالفاويوزمخابرتي شرکت دبينواويب سايټ
کارکونکوټولوهيوادوالو
وروڼواوخويندوته دکوچني اخترمبارکي وايي
اخترمومبارک شه اوخوشحاله اخترو
ري
په درنښت
دالفاويوز مخابرتي شرکت ټول کارکونکي خوست
د غمونو پر
دسترخوان داسلامي مبارکو ورځو ( کوچني اختر مبارکي
خپل مسلمان غيرتي پښتون قوم ته د زړه له
کومي احساسات چي زموږ د ايمان پلوشې لري په داسي حالت کښي وړاندي کوم چي د ټټر هره برخه مو ددښمن دمنګ
و په ښخېدلو سره زخمي زخمي حالت جوړ کړيدى
کلونه کلونه تېر شول ماشومان پيدا شول لوى شول زاړه شول او ډېر يې
مړه شول خو د ناورين لړى ختمه نه شوه او دفرعونيانو زړه تش نه شو اوس به په څه اختر وکړو اختر خو دهفه
کسانو کره تللى دى چي دپښتنو په سر يې دو بازي کړېده او فيلينګى د پاره اوس هم چمچه ګري کوي
صبر او
ويه حوصله تل د پښتنو د بري زېرى دى او دا غم لړلى اختر به يوه ورځ په رشتېا سره زمو ږ سلام ته راځي
د خپلو ويرجنو پښتنو وروڼو په وير لړلى الحاج احمدشاه پو پلزى
ېرو درنو او په دېن او وطن مېنو ورونو !
سلامونه او نیکې هیلې مو ومنی
د کوچنی اختر در رارسېدو په
مناسبت تاسو ټولو عزېزانو ته د زړه له کومي مبارکي وايم او له لوی او بښونکی خدای ج څخه هيله کوم تر څو د دغه
اختر شپی او ورځی له خوشحالی، هوسايي او روغتيا نه ډکی ستاسو په نصيب او په برخه کړي.
د اختر شپی مو بختوری
او ورځی مو نيکمرغه!
مينه او مننه
بسم الله وردک
د کوچني اختر د مبارکۍ پیغام
د و
دګو د کلتوري یون مشرتابه پلاوی ټولو افغانانو، د دې متن ګرانو لوستونکو او د ګرد اسلامي امت وګړو
ته د نیکمرغه کوچني اختر د رارسیدو له امله د مبارکۍ مراتب وړاندې کوي او د لوی خدای (ج) له دربار څخه هیله
من یو چې د ژوند دغه مبارکې او رنګینې لحظې د خوښۍ سولې، امن او سوکالۍ په شیبو کې تیرې کړی. همدارنګه هیله من
یو چې لوی خدای ( ج) د ټولو مومنانو لمونځونه، روژې او عبادتونه پخپل دربار کې قبول او تاسو ټول د حاجیانو او
غازیانو له ډلې څخه حساب کړي.
راځی ټول په یوه خوله داسې دعا وکړو چې یا الله د د ې نیکمرغه کوچني اختر د دې
نګین مناسبت په روی،
یا الله ستا د عظیم دربار د ځانګړې مهربانۍ، ترحم، شفقت او عظمت په روی،
یا الله
ستا د ځانګړې رمضان د وریښمینې میاشتې د مبارکو لحظاتو د انوارو په برکت نور نو زموږ ګران افغانستان، زموږ
سپيره خلک او غم لړلی چاپیریال د تل لپاره د هر ډول ناخوالو، ورانیو او جګړو له ګردابونو څخه د یوې ریښتنې سولې
او ثبات لوري ته روان کړې څو زموږ ځپل شوي خلک لږ تر لږه د آرامۍ په فضا کې د خپل بیوزله ژوند تیرولو
ونتیا تر لاسه کړي.
هره ورځ مو اختر او اختر مو بختور
د وردګو کلتوري یون
د كوچني اختر د مباركۍ پيغام !
اختر دې تا ته مبارك شي – چې لاس او پښې دې بې حنا اور لګوينه
ډير د خوشح
الۍ او وياړ ځاى دى چې زموږ په ګران هيواد كې د كوچنې اختر زرينو وړانګو څرك راخيژي او پر خپلو شندارو او زرينو
وړانګو نړۍ راښكلي كوي .
په همدې مناسبت زه په نړۍ كې ټولو مسلمانانو او په ځانګړي توګه ښكلو افغانانو چې د نړۍ
په هر ګوټ كې مېشت دي د نيكمرغه كوچني اختر مباركۍ ورته وړاندې كوم او په همدې هيله يم چې دې اختر دغې اختريزې شيبې
په ګران هيواد د سولې ، امنيت او وروروالۍ شيبې وي ، د يو ودان او سمسور افغانستان د جوړيدو په هيله
په ډيره
پښتانه او خوستۍ مينه
سمسور مندوزى – خوست
د مبارکۍپیغام
د کابل ولايت ولايتي شورا د
کوچنې اختر د رارسېدو په وياړ په هېواد اونړۍ کې ټولو افغانانو او مسلمانانو ورونوته د زړه له کومې م
بارکي وايي خداي وکړي چې د اختر ښې شپې او ورځي په مخ کې ولرو .
شرف الدين عظيمي
بسم الله الرحمن الرحيم
په اروپا کی د افغان ځوانانو د پيوستون موسيسی د مباره کی پيغام د نيکمرغه کمکي اختر درارسيدو په
وياړ
دا اختر لکه سپرلى، د حنا په رنګ رنګين
ګرانو هيوادوالو تاسوته مبارک! د دوعا په رنګ
نګين
په اروپا کی د افغان ځوانانو د پيوستون موسيسه په هيواد د ننه او بهر ټولو هيوادوالو او دنړې
ټولو مسلمانانو ته د نیکمرغه کوچني اختر د رارسیدو له امله دزړه له کومې مبارکۍ او د نيکو هيلو مراتب وړاندې
کوي، او د لوی خدای (ج) له دربار څخه هیله مند یو چې د ژوند دغه مبارکې او رنګینې لحظې د خوښۍ په شیبو کې تیرې کړی.
همدارنګه هیله مند یو چې لوی څيښتن ( ج) دې د ټولو مسلمانانو لمونځونه، روژې او عبادات پخپل دربار کې قبول او
منظور کړې٠ دالله (ج) له دربار ځخه غواړو چی دټولو هيوادوالو په ټندو اوشونډود اختر د خوشالی م
وسکا خوره وي . لوىڅيښتن (ج) دې د دغې ورځې په برکت په ټولو مسلمانانو ورحميږي او دا ورځ دې د مسلمانانو
اوپه ځانګړي ډول افغانانو له پاره د سولې او يوالې پيلامه لرونکي ورځ وګرځوې٠هره ورځ مو اختر او اختر مو
بختور٠
دټولو هيوادپالو هيوادوالو دسوکالی او بريا په هيله
په اروپا کی د افغان ځوانانودپيوستون م
وسيسی دمشرتابه او ټولو غړو په استازيتوب
اجمل شينواری
هالنډ ٢٠٠٨ د سپتمبر ٣٠
خلک وایی چې
راغلی بیا اختر دی دا په چا باندې اختر دی خدای خبر
درنو دوستانو،فرهنګیانواو ف
هنګپالو!
تاسو او ستاسو درنې کورنۍ ته د کوچني اختردرارسیدوله امله د زړه له کومي مبارکي او نیکې هیلې
وړاندې کوو. د لوی څښتن له دربار نه تاسو ټولو ته نیکمرغه او له خوښیو ډکې ورځې او شپې غواړوپدې هیله چې یوه ورځ
افغان ولس هم د اختر په سهار سترګې را روڼې کړي .پدې هیله چې دا محروم او کړیدلی ولس له ځوریدو او کړیدو نه خلاص
ي
د ټول افغان ولس د ښیرازۍ او خوشالۍ په هیله سید الرحمان بهیر
د کوچني اختر د رارسېدو په وياړ د خالص
باباد فرهنګي ټولنې مبارکي:
خالص بابافرهنګي ټولنه دنيکمرغه کوچني اختر د رارسېدو له امله ټولو هېوادوالو ته
د زړه له کومې د کوچني اختر مبارکي وايي او ټولو هېوادوالو ته تر بل کوچني اختره پورې څښتن تعالی ته لاسونه لپه
کوي او له څښتن تعالی څخه ټولو هېوادوالو ته خوږ ژوند او خوږې شېبې غواړي
خالص بابا فرهنګي ټولنه
اختر
مو مبارک شه!
په سويډن کې د افغانانو د علمي او فرهنګي مرکز د خپرونې ( نوې هيلې) اداره د کوچني نېکمرغه اختر د
ارسېدو له امله ټولو هيواد والو ته د زړه له کومې مبارکي او نېکې پېرزوينې وړاندې کوي ..
موږ د لوی خدای ج دربار
ته د خپل ربړېدلي او کړېدلي ولس لپاره د هوسا ژوند او دايمي سولې د راتګ د دوعا لاس پورته کوي .
په درنښت
مح
مد اقا شېرزاد
د نوې هيلې مسئول مدير
مالمو، سويډن