مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-10-16   مخپرونکئ : ۸۵ بېنوا - هرات

یقین په مرتبوکي پرق

حاجي محمدنعیم -هرات
د که دعلم الیقین اوعین الیقین ترمینځ دفرق په اړه پوښتنه وشي نودهغه جواب دادی چي علم الیقین انبیاووته دخپل نبوت له اړخه حاصل اوعین الیقین ملائیکوته حاصل دی چي جنت،دوږخ،لوح،قلم،عرش،اوکرسي په خپلوسترګوویني اوهمدې ته عین الیقین ویل کیږي داجواب یې هم دی چي علم الی ین هغه دی چي ژوندي خلک یې دمرګ اوقبرپه اړه لري ځکه چي هغوی پوهیږي چي مړه په قبرونوکي دي لیکن هغوی په دې نه پوهیږي چي له هغوسره څه قسم سلوک کیږي اوعین الیقین مړوته حاصل دی ځکه چي هغوی قبردیوباغ یادجهنم دکندې په توګه په خپلوسترګولیدلی دی . داهم ویلای شو چي علم الیقین دقیامت علم اوعین الیقین قیامت اودهغه تکالیف یدل دٍي الهي فرمان دی بیابه ستاسوڅخه په هغه ورځ دنعمتونوپه باره کي ضرورپوښتنه کیږي یعني دقیامت په ورځ له تاسوڅخه ددنیاوي نعمتونوپه باره کي لکه صحت،داوریدونعمت،دلیدلونعمت،اورزق دحصول طریقه،اودخوراک اوچښاک دشیانوپه اړه پوښتنه کیږي چي تاسوددغوشیانوپه بدل کي دالله تعالي شکراداکړی دی اوکه نه ؟دالله فرمانبرداري موکړې اوکه نافرماني ؟ دابن حاتم اوابن مردویه روایت دی چي زید ابن اسلم له خپل پلارڅخه روایت کړی دی چي مح مدصلي الله علیه وسلم داایت ولوست چي تاسي دمالونودزیاتولومقابلې هلاک کړاست یعني تاسي یې له عبادت څخه غافل کړاست تردې چي قبرونوته ورسیداست هرګزنه تاسي به پوسئ یعني کله چي قبرونه ته راسئ عنقریب ډیرژربه پوسئ کله چي تاسي له قبرونوڅخه ووزئ اودحشرمیدان ته راسئ هرګزنه که تاسي دعلم یقین په توګه پوشوي وای یعني تاسوهغه وخت پیژندلي وای چي کله له خپلو عملوسره دالله تعالي په حضورکي حاضریږي اوپه خپلوسترګوجهنم ویني پل صراط به پرجهنم باندي کښیښودل شي ځیني مسلمانان به نجات ترلاسه کړي ځیني به پکي زخمي سي اوځیني به په جهنم کي ولویږي یبابه له تاسوڅخه ضروردنعمتونوپه باره کي پوښتنه وشي یعني خوراک، چښاک ،کورونه ،حیات ،اودخوب په شان اسانیواونعمتونوپه باره کي پوښتنه کیږي . دحضرت علي رضي الله عنه قول دی چي له نعمت څخه مرادتندرستي ده چاچي دغنموډوډۍ خوړلې وي دفرات دسیندیخي اوبه یې چښلي وي داوسیدوکورهم ولري اوداسي نورداټوله هغه نعمتونه دي چي ترینه دهغوپه اړه پوښتنه کیږي . ماخذ: مکاشفت القلوب / امام غزالي (رح)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery