مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-10-19   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

د جرمني په بایرن آیالت کې د افغانانو د کولتوري ټولنې غوښتنې

 د جرمني په بایرن یالت کې د افغانانو د کولتوري ټولنې غوښتنې

محمد امین بســـمل


موږ د خپل ربړېدلي هیواد ګران افغانستان د روانوستونځو دحل لپاره سولیزه لارغوره ګڼو موږ هرجګړه مار او جګړه تپونکی غندو هرڅوک چي له سو ې  سره مخالفت کوي هغه  له پاک رب سره دوښمني کوي موږ ژر تر ژره د سولې د خبرو پیل غواړو خو، مخکي د سولې له خبرو(کنفرانس)څخه دا لاندې غوښتنې لرو هیله ده چي، دجکړې هره خوا یې راسره ومني:


۱ـ په ټول افغانستان کې دې رښتینی اوربند اعلان او رعایت شي .

۲ـ وسلوال مخالیفین، افغان اونړیوال ځواکونه دې په خپلوترلاس لاندې سیموکې د پوځي خوځښت پرځای ارام وکړي .

۳ـ زموږپه هوائي حریم کې دې دپوځي الوتکوله الوتنوڅخه ډډه وشي ترڅ وزموږ ځورېدلی ولس دامن احساس وکړي.

۴ـ د لویو لارو د ساتلو او غلو د مخنوي لپاره دې وسلوال مخالیفین او افغان دولت د انساني عاطفې له مخې په ګـــــډه ځانګړي امنیتي پلانونه طرح او عملي کړي ترڅو ولسي وګړو ته زیان ونه رسیږي.

۵ـ د سولې د خبرو په جریان کې دې د پردیو له خوا غرضي او فرمایشي شرطونه نه وړاندي کیږي  .

 یا دونـــــــــــــــــه:


هروخت چي د سولې خبرې پیل شوې زموږ کولتوري ټولنــه به په بې پرې ډول خپل وړاندیزونه د جګړې هرې خوا ته  زموږ د ملي ګټو پر بنسټ وړاندي کړي .

  موږ ســــــــــــــــــ ـــــوله غواړو

  د جرمني په بایرن آیالت کې د فغانانو کولتوري ټولنـــــــه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery