مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-10-20   مخپرونکئ : 050 - دبېنوا خبریال - کابل

ملي هنداره چاپ سوه

ملي هنداره د پښتو د فوكلوريكو داستانونو او نكلونو كتاب دئ، چي د ا واښاد محمد ګل نوري لخوا په درو ټوكونو كي ترتيب، را ټول سوى او ليكل سوى دئ او لومړى ټوك يې په ۱۳۱۸ لمريز، دوهم هغه يې په ۱۳۲۵ لمريز او دريم هغه يې په ۱۳۵۲ لمريز كال كي چاپ سوى دئ، اوس په دې تېرو څو ورځو كي، په كندهار كي د علامه رشاد خپرندويه ټولني لخوا د ښاغلي مطيع الله روهيال په اهتمام او زيار په ښكلې قطع او ښه صحافت په څلور سوه اويا مخونو كي درې سره ټوكه يو ځاى خپور سوى دئ.

پر دې كتاب د ښاغلي روهيال پر يادښت سربېره، استاد محمد معصوم هوتك هم يوه معلوماتي او علمي سريزه كښلې  ده.

د يادوني وړ ده، چي په كندهار كي علامه رشاد خپروندويه ټولني د ادب، فلسفې، تاريخ او فوكلور په برخه كي تل همداسي مفيد او مهم آثار خپاره كړي دي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery