مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-10-21   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

د کرزي کتاب چاپ شو!

صالح

د کرزي کتاب چاپ شو!

د ولسمشر حامد کرزي په اړه دغه کتاب چې نيک بې مايلس ليکلى، په دې وروستيو کې غلام ولي نوري پښتو ته راژباړلى او په کندهار کې د ويښو ملګرو فرهنګي ټو نې په زرو ټوکو کې چاپ کړى دى.
کتاب ټولټال ١٩٣ مخونه لري چې په منځ منځ کې د ولسمشر حامد کرزي بېلابېل عکسونه هم چاپ شوي، دوولس څپرکي لري چې د ښاغلي کرزي ژوند، هڅې او اندونه يې څېړلي دي. د کتاب لوستل هغو کسانو ته ډېره ګټه لري چې د افغانستان له سياسي جريانونو سره مينه لري. په کتاب کې ځينې پټ رازونه هم څېړل شوي.
غلام ولي نوري تر دې مخکې د ساراچېس کتاب هم له انګرېزي څخه ترجمه کړى او وايي پر ځينو نورو کتابونو هم اوس مهال کار کوي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery