په اتریش کې د افغانانو کلتوری او انتیګ
سیون ټولنه جوړه شوه
په هغه غونډه کې چې د یکشنی د میزان په نولسمه نیټه د ویانا د ښار په یووشتمی
ناحیی کی جوړه شوی وه او په هغه کی د ویانا د ښار او د شاوخواو د سیمو یو زیاد شمیرافغانانو ګډون کړی وه
په اتریش کی د افغانانو کلتوری او انتیګرسیون ټولنه جوړه شوه.
د غونډی په لمړي برخی کی د ټولنی د نوم ،
اساسنامی او کړنلاری په باره کی د غونډی د ګډون کوونکو له خوا هراړخیز بحث وشو چی د برخه والو د نظریو
او پیشنهادونو په پام کی نیولو سره د ټولنی نوم ، اساسنامه او کړنلاره د رایو په اکثریت تصویب شو.
د غونډی په دوهمه برخی کی د ټولنی د مشری د انتخاب موضوع بحث ته وړاندی او په نتیجه کی محترم
داکترملیار د ټولنی د مشر په توګه، محترم انجینراسحاق آصف د مرستیال، محترم مصطفی سلطانزوی د ټولنی د من
ی په حیث او همدا رنګه یو شمیر نور د ټولنی د څانګو د مسئولینو اوغړو په توګه په آزاده او د دموکراسي
په فضا کی د رایو په اکثریت وټاکل شول.
په اتریش کی د افغانانو کلتوری او انتیګرسیون ټولنه یو غیر ګوندي
ناپیلې ټولنه ده چی هدف یی د افغانانو د کلتور، ژبی اوثقافت وده او په اتریش کی د میشتوافغانانو د ستونزو د
حل سره مرسته ده
شګيوال
په درنښت
Deer manan
shegiwal@hotmail.com