مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-02-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پايلوچ بنګ حبيب الله

 

پايلوچ بنګ حبيب الله د ښاغلي محمود نظري د لنډو کيسو لومړنۍ ټولګه ده چې په دې وروستيو کې د پاکستان په کراچۍ کې چاپ شوه .

په دې ټولګه کې د ښاغلي ليکوال اته لنډې کيسې راغلي دي .

د ښاغلي محمود نظري د طنزونو درې مجموعې هم په دې وروستيو کلونو کې چاپ شوي دي .

د پايلوچ بنګ حبيب الله په مجموعه باندې پوهاند ډاکټر مجاور احمد زيار سريزه کښلې ده .

د ښاغلي زيار په وينا خپله د پايلوچ بنګ حبيب الله لنډه کيسه د پام وړ ده . پر ښاغلي نظري يو نقد دا شوی چې ګواکې په کيسو کې يې  د معياري ژبې پر ځای خپله سيمه ييزه لهجه ډيره کارولې ده .

ښاغلی نظري خپله په دې باور دی چې د يو شمير کسانو مشورو دې ته اړ ويستی چې کله ناکله سيمه ييزه لهجه په خپل نثر کې غوره وبولي .

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery