د مباره کۍ پېغام او چارواکو ته اړينه
ارزونه
د کابل د نړېوال هوايي ډګر د نوي ترمينل د پرانستلو په وياړ ټول افغان ملت ته مباره کۍ وړاندې
کوم،او هيله مند يم چې دا د رغونې لړۍ په همدې ډول په چټکۍ اوبيړې روانه وي٠
د يادونې وړ ده چې د دې نوي ترم
ينل د پيک په سر په انګريزي او دري ژبو ليکنې (Kabul International Airport )،او (میدان هوايي بين المللي کابل) مې تر ست
ګو شوې ،ولې د ملت د قاطع اکثریت د ژبې (پښتو) هېڅ ډول نښې نښانې پکښې نه ليدل کېدې ، سمدلاسه مې په هرات ولايت کې د
ايران د جنرال قونسل هغه څرګندونې را يادې شوې چې ويئلي يې وه (پدې لمانځنه کې چې د دري ژبي شاعر عبدالله رودکي د
تلين په وياړ ده، بايد په پښتو ژبه مقالې نوئ ويل شوئ ). زه فکر کوم چې د ترمينل په پرانستلو کې د ايران سفير هم ګ
ون درلود؟٠داچې کرزي او يا کوم بل چارواکي دې مهم ټکي ته پاملرنه ونه کړه او د اساسي قانون دې اصل باندې ست
ګې پټې کړلې چې پښتو او دري ژبې دواړه د هېواد رسمي ژبې دي ،او پښتو چې د ملت د قاطع اکثريت ژبه ده د اساسي قانون
په رڼا کې په دولتي چوکاټ کې د لمړيتوب حق خو لا څه چې اوس يې د ورکېدو په اړه په لوړه سطحه هلې ځلې روانې دي٠
پدې اړه غواړم چې د هېواد والو پاملرنه لاندې ټکو ته را وګرځوم چې د ايران د فرهنګي ښکيلاک ښکاره څرګندونې
دي٠
١-کله چې د اساسي قانون د جوړلو په لويه جرګه کې د هېواد په سيمه ايزو ژبو باندې د ګډونوالو خبرې روانې
وې،نو د ايران سفير په کابل کې کرزي ته توسعۀ کوي چې د سيمه ايزو ژبو د مسلې څخه تېر شي او د هغه پخواني قانون
په اساس دې د ژبو مسله حل وفصل شي٠(د دري ژبې د نفوذ په ساحه کې چې زمونږ د هېواد نور واړه قومونه او ژبې وييل کېږ
ي،بايد هغه پخوانۍ اصل چې دري ژبه هلته لکه پخوا و وېېل شي)٠
٢_په هرات کې د ايران د جنرال قونسل په
ښکاره امر کونه چې پښتو ژبه مه کاروۍ٠
٣_د ايراني فارسي ژبې ښکاره او بربنډه کارونه په افغاني رسنيؤ لکه
تلويزيون ، راډيو او ورځپاڼو کې٠
٤_په مزارشريف کې د پوهنتون د لوحې د ښکته کولو ، او پر ځای يې د دانشګاه د
لوحې پورته کول.
٥_په دولتي او ملکي غوڼډو کې د لوحو په سرليک کې د پښتو ژبې نشتوالۍ او يا د دري ژبې د
وحې يا د سطر لاندې ليکنه٠
٦_د دريؤ فارسي ژبو هېوادو د ګډ تلويزيوني چېنل يا پروګرام جوړونه ٠ په داسې ح
ال کې چې افغانستان يؤ فارسي ژبۍ هېواد ندۍ٠
٧_ په ولسي جرګه کې د لوحو د ليکلو په سر د وکيلانو ناندرې٠
ايرانيان خو ښاغلي کرزي ته د (کرزای) خطاب کوي، خو زه ورته د کاڼه او وړانده په ويلو، په ټولو پښتنو غږ کوم
او وايم چې ای پښتنو ٠
که پښتو سره پښتو کړۍ پښتنو
سره يؤ شۍ
، شئ يؤ موټۍ د پنجو
که په کار وۍ که په ښار وۍ که په کور که په باڼدو
پښتو واېېئ
،پښتو ليکۍ پښتو وکړۍ د نيکو
مورنۍ ژبه کړۍ خپله مکړۍ تاسې د پردو
که نه د
ومي درنه لاړو جوړ وطن مو د پلرو
د کلتور او دفرهنګ مو تلل مه کړئ په پېسو
د مور ژبه هې
ه نکړۍ چې څای راشي د روپو
چې پېښې کاندي د نورو خپلې هېرې شي درنو
شي را يادې ماته
پېښې ،بيا د زرکو د کارغو
ګيله مند زه د بل نه يم ،هر څه ورک کړل خپل بچو
ونې تبر ته
اسره کړه لاستۍ زما يې د شاخو
د حامد چې اوښکې تړمې ، ټړمې څاڅي
د اوښانو د کارون رسۍ تر څو تړۍ په خرو
ما
ځولۍ درته نيولې د مور ژبې خېر د غواړم
ګوندې وکوي اغېزه په دا بعضې
لېونو
محمد حامد الوتاند د ٢٠٠٨ کال د نوامبر د مياشتې ٦مه