مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-02-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

خوست کې اينټرنيټ

 

د څو مياشتو راپه دې خوا  دخوست ولايت د انټرنټ له اسانتيا څخه برخمن شوی دی

 په خوست كې د سمون ادارې، لېوال كمپنۍ او خوست والي معراج الدين پټان په ګټو هڅو د عامو خلكو لپاره د انټرنېټ اسانتياوې په غوره كچه برابري کړي دي ، تر دې مخكې د ايينې (افغان مطبوعاتي او فرهنګي مركز) له خوا د ۲۰۰۴ كال په اپرېل كې د خلكو لپاره د انټرنېټ اسانتياوې چمتو كړې وي.

خو اوس مينه وال كړاى شي چې ښوونځي، پوهنځي، كورونه، او د كار و بار ځايونه له نړيوال كلي سره د ۱۵۰۰ ډالرو په بدل كې ونښلوي، چې بيا به يې د مياشتې ۵۰ ډالره وي. په خوست كې د ايينې د انټرنېټ مسوول ښاغلى پير محمد يونس حليم وايي: دغه مركز د عامو خلكو لپاره په ۴۰ كمپيوټرونه لري، چې د ورځې اته ساعته د مينه والو په وړاندې ايښي دي. ښاغلى حليم زياتوي:  كه په خوست كې څوك غواړي چې په خپل كارځاى، دفتر، كور او يا بل ښوونيز ځاى كې انټرنېټ لاسى ولري، نو ورته ښايي چې لومړى ۱۵۰۰ ډالره وركړي او بيا هره مياشت ۵۰ ډالره د انټرنېټ كارونې بېل غوڅ كړي.

خوست ولايت خپل وېبپاڼه هم جوړه كړې، چې كړاى شئ په دغه ننداره يې وكړئ.

 www.khost-web.tk

www.khost.gov.af

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery