دبایرن مېشتو
افغانانودکولتوري ټولنې اعلاميه اوملاتړ
۰۵ـ۰۱ـ۲۰۰۹
بســـــــــمل
زموږ دګران
افغانستان دترینګړوحالاتو دڅېړنې په موخه نن ورځ دجرمني په بایرن ایالت کې زموږ دکولتوري ټولنې
غړو یوه بېړنۍ غونډه وکړه چې په ترځ کې یې لاندې پرېکړو ته ورسېدو :
۱ ــ موږ په زغرده د مش
انو جرګې د یو شمېر استازو د وړاندیز ملاتړ کوو په کوم کې چې، دولسمشري د ټاکنو معطلېدل غوښتل شوي دي .
۲ ــ موږ تېرځل هم له خپلو اتلوهېوادوالوڅخه هیله کړې وه چې دسرشمېرنې (سرغوڅونې) مخه ونیسې کور یې ابادهم
ـدا توره یې وکړه او سرونه مو وژغورل شول یو ځل بیا له ټولو هېوادپالو افغـانانو څخه هیل
ــه کوو چې ددې نا شوونو اوغیر عملي ټاکنومخه ونیسي تر څو زموږ مظلوم ولس یوځل بیا دکوم
مکار برمته نشي او نه
بیا له خبرې ښکته او پورته څوک راته ووايي چې، پلانی ښاغلی ستاسو
غــوره شوی (منتخـب) ولسمشر دی .
۳ ــ له ټولو با احساسو هېوادوالو څخه جدي هیله کوو چې د و
سمشري څوکۍ ته دکاندیدانولپاره له تبلیغ او سیمینارونوڅخه تېر او په ځای یې دیو نړیوال کنف
انس لکه د(بن) دکنفرانس غم وخوري تر څو یوه مشروع او سپېڅلې لنډمحاله اداره چې له هرې سیاسي ډلې څخه
پکې منلي اوسپېڅلي کسان وجود ولري رامینځ ته شي .
۴ــ که نړیواله ټولنه دهېواد د دې ترینګړو حالاتو
په وجود کې بیا هم په ټاکنو ټینګار وکړي نو به ټولو ته بربنـډه شي چې په لوی لاس په لمبو تېل شیندي .
۵ ــ موږ دولسي جرګې په بې ځایه ټینګار چې په سر کې یې یونس(قانوني!؟)وجود لري په کلکه اعتراض
کوو او ورته ثابتولای شو چې دهېواد په سلو کې شل ۲۰ به هم دټاکنومرکزونو ته ور نه شي .
یادونــ
ــــــــــــــــــــــــــــه :
که په هیواد مین زلمیان په دې بریالي شول چې په نړیواله ټولنه
دیو کنفرانــس او یا د لوې جرګې د رابللو زمینه برابره کړي بیا نو په پوره ډاډ سره وېلی شو چې
په ډېرکم وخت کې به حالات بدلون ومومي او رښتینو ټاکنو ته به زمینه برابره شي .
دګران
افغانستان دنجات او سوکالي په هیله
دبایرن مېشتو افغانانوکولتوري ټو
نه