مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-03-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پرېشانه ولولې

 

پرېشانه ولولې

 

دښاغلي خيال محمد کټوازي د شعري ټولګي نوم دی چي په دې وروستيو کي په کابل کښي د ميوند کتاب خپرولو موسسې له خوا په ١٥٠ مخونو کښي چاپ شوی دی .

ښاغلي کټوازي د کتاب په  يادونه کښي وايي چي په دې کتاب کښي يې ځيني هغه شعرونه هم شته کوم چي ددوی په مخکنۍ شعري ټولګه ( د رڼا بهير ) کښي چاپ شوي وو  ، د رڼا بهير د اوس نه ديارلس کاله پخوا له چاپه راوتلی و .

ښاغلی کټوازی بل ځای ليکي چي ددې کتاب ( پرېشانه لولې ) ډير شعرونه يې په زندان کښي ليکلي دي .

نوموړي په افغانستان کي بېلابېلي دولتي دندي تر سره کړې دې چي له هغوی نه يې د بېلګي په توګه په ١٣٥٨ لمريز کال کي د اطلاعات او کلتور د وزير په توګه  ټاکنه يادولای شو .

ښاغلی کټوازی د ١٣٥٨ لمريز کال د جدي پر شپږمه د شوروي اتحاد د يرغل سره سم د اطلاعات او کلتور د وزارت له دندي ګوښه او د شوروي اتحاد د يرغلګرو تر وتلو پوري په زنداني کړای شو .

نوموړی اوس په هالنډ کي اوسيږي .

 

پرېشانه ولولې په دې شعر سره پيل کيږي :

 

               قرباني

په غبرګو زولنو کې د اختيار سره درځم

ستا غيږې ته مرګيه له ايثار سره درځم

 

نوبت ته دې ولاړ يمه د نېل حريصه روده

لږ صبر راته وکړه له سينګار سره درځم

 

زما د زړه له کومې د منصور اروا ته وايه

مزار ته دې په غاړه کې له دار سره درځم

 

دحق ادا کول خو قرباني د ځوانۍ غواړي

ارمانه صدقې ته له مزار سره درځم

 

پيرو ، د پروانې ته د اورونو لوبه څه ده

د ميني ازمويښت ته له انګار سره درځم

 

خزان مې په ګلزار د ارزوګانو باندي راغی

فرياد ته به ماتمه له بهار سره درځم

 

پيالې مي پورته کړي د وطن د عشق له ميو

د سر په پيمانه کي له خمار سره درځم

 

ستا توره او قلم مي مشالونه د سفر دي

دربار ته دي خوشاله له ټينګار سره درځم

 

( کامران دې وي وطن او ککرۍ دې زما نظر )

دننګ د بيړۍ نوحه له تلوار سره درځم

 

د زړه د وينو رنګ  مي د سينې ټپونه سپړي

يو ګل د پسرلي يم له پرهار سره درځم

 

د (خيال ) په تصور کي د وطن د الهام ناوې

سلام ته دې د عشق له افتخار سره درځم

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery