مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-01-21   مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل

په جرمني کې د بایرن میشتو افغانانو اعلامیه

 په جرمني  کې دبایرن مېشتو افغانانو دکولتوري ټولنې بېړنۍ غوښتنې له ملاتړ او همغږي  سره


بســـــــــــــــمل
 


نن  ورځ   د جرمني  په  مونشن   ښار کې  زموږ  دکولتوري  ټولنې غړوپه خپله  نوبتي  غونډه کې  دکولتوري  بحث تر څنګ  زموږ دګران  افغانستان  او نړۍ  په  روانوستونځمنو حالاتوهر اړخیز او ژور بحثونه وکړل  چې  په پایله  کې  دا لاندې  بېړنیو غوښتنو، ملاتړاو همغږي  ته ورسېدو:


۱ ــ  موږ دامریکامنتخب اوځوان  ولسمشر  ښاغلي  اوبامااو دسپینې ماڼې  ټولو را روانودموکراتو چارواکو ته له  ښه نیت اوانساني احساسه  مبارکي  وایو او ورڅخه  جدي  غوښتنه کووچې دسپینې ماڼۍ  په  زړه او باطلـــــه ستراتیژي  له سره  غور وکړي که  نه نو، بشري  ټو نه  په  تېره بیا امریکا به  پخپله  نه  پوره کېــــــــدونکي زیانـونه  وویني  خدای (ج) د وکړي  چې  دموکراتان  دبوش په نا کامواو محکومو  پلونو پښې  کښې نه ږدي  .


۲ ــ  موږ له نړیوالې  ټولنې څخه  جدي غوښتنه  کوو چې دراتلوونکو جعلي، بې مفهومه اوناشونوولسمشري  او پارلم اني  ټاکنو پر ځای زموږ د هېواد  د ستونځو حل لاره  په  یو نړیوال  او بې پرې کنفرانس  یا لويه ج ګــــــه کې  ولټوي ، تر څو هم موږ وژغورل شواو هم نړېواله ټولنه خپل بایللی حثیت او باور بیا تر لاسه کړي  .


۳ ــ  موږ له  ټولو ویبپاڼو، ویبلاک، مجلـو او اخبار چلوونکو څخه  جـدي  هیله کوو چې  ور روانې لیکنې له پوره غور څخه  وروسته  خپرې  او هغه لیکني  چې زموږ مشران یا کشران  پکې  کميږي  هیڅ  خپرې نه کړي  ولـوکه هر چا ورلېږلې  وي،  موږ نور د تېرې اونۍ دناندریو زغم نه لرو، خپل مشران  راته ګران ، سمتي اوسیاسي  رنګونه  نور نه  دمنلواو نه  د زغملووړ دي  نور مو څوک  د خلقي، حزب اسلامي ، طالب او پرچمي  په نومونو نه  شي سره  بېلولای، لر اوبر ټول  په یو باتور قام  پورې  تړاولري  خو له  بده مرغه  زموږ  یو شمېر مشران او کشران  په  داسې حال کې چې سېلاب  اخیستي  یو دوی  زموږ د خلاصون  په  ځای  په  یو اوبل سختې  دردونکې  حملې کوي  چې بې له  دې  چې  د دښمن  ژرندو ته  اوبه  ور  ورسوي نوره هیڅ  ګټه نه  لري نو راځﺉ چې لږ خپل ګرېوان ته سر ټیټ،


 خپل کړېدلی قام یو موټی ، دمشرانو درناوی او په کشرانو شفقت وکړو .


۴ــ  موږ   په کلکه  د ســـولې لپاره  دافغانســــتان  دملي جرګې  د هغې طرحــې ملاتړ کوو کومه چې، تېره اونۍ  په کابل کې اعلان شوه .


۵ ــ  موږ دګران افغانستان  دغمېزې  د ختمېدولپاره دحقوق  پوه  ډاکترصاحب م . ع . روستار تره کي د (سولې په لور دلارنقشې) پلوی  او له  ډاکتر صاحب  څخه  مننه کوو.


۶ــ  موږ  د ناټو د مشر ښاغلي شیفر له  هغو نننیوڅرکندونو سره  همغږي  لرو  په کومو کې  یې  چې،  ووېل (افغان حکومت تر طالبانو لويه ستونزه ده) .


۷ ــ  موږ له  وسلوالو م خالفینو څخه  جدي غوښتنه کوو چې دولسي وګړو خیال وساتي، له خپلو لیکو څخه   ټول افغان دښمن کسان څپوهي، دسیاسي مبارزې منل شوي نړیوال اصول  خپل کړي،  دهېواد او راتلونکي نســل  د نېکمرغې  سبا لپاره په  خپلو تر لاس لاندې سیمو کې  له سره دعرفان ډېوې روښانه کړي .


 په جرمني  کې دبایرن مېشتو افغانانوکولتوري ټولنه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery