د ميرمن کلتوري ـ ټولنيز
بهيردوه دیرشمه اوونیزه غونډه د روان زيږديز کال د جنوري د مياشتې په اولسمه نيټه د ګڼو خويندو په ګډون د
استقلال ليسې د فرانسې فرهنګي مرکز په تالار کې جوړه شوه .
دغونډې ریسه آغلې حمیراکاوون او میلمنه آغلې
تورپیکۍ مومند وه.
دغونډې په پیل کې ښاغلي علم ګل سحر د ادبیاتو په اړه معلومات وړاندې کړل
غونډۀ چې د طوبا
ندا له خوا چلول کيده په سر کې دتيرې اونۍ ريپوټ چې ماريا صديقي ليکلی ؤ د بريښنا ساپي له خوا ولوستل شو د
ريپوټ په اړه د نورو خويندو د نظرونو تر څنګ طوبا ندا وويل چې په ريپوټ کې د نقد برخه زښته ډيره راخيستل شوې وه
خو د غونډې نورو برخه والو وویل چې د کره کتنې برخه بايد همداسي راواخيستل شي اود کره کتنې برخه بايد په
جزئياتو سره وليکل شي حميرا کاوون ددغوخبروپه پخلي سره وويل ريپوټ ښه ليکل شوی ؤ خو ځينې املايې نيمګړتیاوې يې
درلودې اوږۍ امیل هم وويل چې د نقد په برخه کې زما شعر سم نه ؤ ليکل شوی ؤ خاطرې د خبرو مزۍ وغځاوه او وې ويل چې په
ټوليزه توګه ريپوټ ښه ليکل شوی ؤ ورپسې د بهير په کاري برخې خبرې وشوې لکه څرنګه چې په تيره اوونۍ کې طوبا ته دنده
ورکول شوې وه چې د میرمن بهیرويب سايټ څانګي وګوري چې چا څومره کار کړی او څومره توکي يې پاڼې ته ليږلي
طوبا هم له ژمنې سره سم وويل دپاڼې ټر ټولو بډایه برخه د شعرونو برخه ده چې خاطره اسحاقزۍ يې مسئوليت لري
چې د ميرمن بهير د غړو له خوا وستايل شوه او هغی ته يې د لا بريا هيله وکړه د اوسنيو او پخوانيو شاعرانو برخه چې
لينا شريفي يې دنده پر غاړه لري تښه ده د لنډو کيسو څانګه چې طوباساپی يې په خپله مسئوليت پر غاړه لري برابره ده
خو کار ته اړتیا لري د مخکښو څيرو څانګه تښه ده ځکه چې دا څانګه نوې جوړه شوې او کوم مسئول کس هم ندی ورته ټإکل
وی د ږغونو برخه نسبت نورو برخو ته او د الهام صيب د هڅو له مخې ښه ده د بهير د فعاليتونو برخه چې راضيه
نعيمې يې مسئوليت پر غاړه لري که څۀ هم اغلې نعيمې هيڅ کار ندی ورته کړی خو بيا هم بډايه ده ځکه بهير ته ورکړل
وي ټول توکي هماغه برخې ته ځي د اغلې ساهرې شريف برخه چې فلکلوريکه برخه ده هغه هم د ځينو نو رو برخو په څير
تښه ده د طنزونونو او مرکو څانګه چې دل افروز څيرک يې مسئوليت اخيستی يوازې څو طنزونه او مرکې پکې پرتې دي ماريا
صديقي چې د ادبي ټوټو برخې مسئوله ده هيڅ کار يې ندی کړی د خبرتیاوو برخه چې راحله نوري يې پر مخ بيايې هم تښه
ده د مرکو برخه چې نوې جوړه شوې تر اوسه کوم مسئول کس ندی ورته ټإکل شوی او په پای کې طوبا يو ځل بيا د بهير له
خويندو څخه وغوښتل چې تر خپل توان او وس پوري د پاڼې د بډايني لپاره کار وکړي راحلې وویل چې د پاڼې د پياوړې کيدو
په خاطر بايد يو يا دوه کسه وټاکل شي څو هغه ليکني چې په لاس ليکل شوي وي کمپيوټرايز يې کړي دبيلګې په توکه
يو کس ليکنې لري خو په لاس ليکل شوي وي او هغه کمپيوټر ته لاسرسی نلري نو هغه به څنګه خپله ليکنه پاڼې ته پورته
کړي د بروشور په اړه طوبا وويل چې بروشور ما وليد ښه ؤ خو د انځورونو برخه يې يو څه کمزورې وه چې حميرا کاوون د
اغلې ساپۍ ددې خبرې په غبرګون کې وويل چې په راتلونکو غونډو کې به زه يوه کمره راوړم او د هرې غونډې انځورونه
به اخلم څو وکړای شو له هغه نه په بروشور او د بهير د انځورونو برخې کې ګټه واخلو طوبا د بهير د کاري برخې د
نورو خبرو تر څنګ زياته کړه چې يوه اينجو غواړي ميرمن بهير ته پيسې ورکړي او د بهير د غړو په همکارۍ د ښځو د مدني
حقوقو په اړه يوه مجله چاپ کړي چې طوبا دا يوه غټه پروژه وبلله او زياته يې کړه چې دا کار يوه فعاله او بې دندې
کس ته اړتيا لري چې د هغوی د ويلو سره سم کار وکړي نو تاسو کولای شي چې ددې مجلې مسئوليت پر غاړه واخلی سپوږمۍ
وويل د بهير ډيری غړي دي چې دندې نلري نو که هره يوه ليواله وي کولای شي چې مسئوليت يې پر غاړه واخلي ماریا بيا
خپل نظر داسي وړاندي کړ ددې پر ځای چې د ميرمن بهير پردۍ مجلې ته کار وکړي ولي خپله بهير په دوو درو مياشتو کې يوه
مجله چاپ نکړي حميرا کاوون وويل که چيرې له دې وړانديز شوي پروژې نه تير شو او د بهير د مجلې په اړه فکر وکړو ښه
به وي .
ورپسې د يوې لويې غونډې په اړه خبرې وشوې که څه هم دا خبره په تيرو غونډو کې هم ياده شوې وه خو يو ځل
بيا رابرسيره شوه وويل شول که يوه غونډه جوړه کړو او د ميرمن مشاعرې نوم ورکړو ښه به وي سولې نيازې د م
اڼو ګل نوم غوره کړ ، حميرا کاوون په واوري کې د ګلونو نوم واخيست خو ځينو خويندو بيا وويل چې د مارچ د اتمې په
وياړ يوه غونډۀ جوړه کړو يو شمير نورو غړو بيا دا خبره ونه منله او وي ويل چې د مارچ اتمه يوه عمومي ورځ
ده ښاغلی محمد سليم سبا او اسماعيل محمدي چې له هرات ولایت څخه د غونډې ميلمانه وو ددې تر څنګ چې د ميرمن
بهير د جوړيدو او د بهير په غونډۀ کې د ګډؤن په اړه یې خوشي څرګندوله وي ويل چې مونږ چمتو يو څو د ميرمن بهير
څانګه په هرات ولايت کې پرانيزو اسماعيل زياته کړه په هرات کې کسان شته خو هغوی معنوي مرستې ته اړتیا لري
دبهیر غړو وپتییله چې بايد د هرات ولايت ښځي پياوړي شي او که له کابله يو يا دوه کسه ورشي او د پرانيستلو په م
اسمو کې ګډؤن وکړي ښه به وي.
د غونډې دويمه برخه چې کره کتنې ته ځانګړې شوې وه خاطرې اسحاق زۍ خپله يوه فلکلوريکه
طنزیه کيسه وړاندي کړه.
چې کيسه دا وه
روژه
وايې په پخوا کې د يوه کلي ملا امام مړ شو څو ورځي نه وې
تيرې چې جومات ته له بل کلي نه نوی ملا راغی نوی ملا چې په دين او اسلام ولاړ کس ؤ نو سهار او ماښام به يې د
لمانځه د ادايني وروسته وعظ اونصيت کاوه د لمانځه اوسني او اخروي ګټو په اړه به ږغيده خو د کلي پر خلکو د م
ا دا خبرې چنداني ښې نه لګيدي له يو بل سره به يې سوڼکی ؤ چې له دې ملا څخه خو نور تر بوزې راغلو ورځ مو په جومات کې
تيره شي تير ملا خو د لمانځه په اړه دومره ژورې او اوږدې خبرې نه کولې او د لمانځه پر ادايني به يې هم دومره
ټينګار نه کاوه.........................
ډيره موده نه وه تيره چې د روژې مبارکه مياشت رانږدي شوه او ملا د خپلو
نورو نصيحتونو تر څنګ د روژې د فرايضو او نيولو په اړه خبرې شروع کړې د کلي خلک چې د ملا د تيرو خبرو لا په تنګ
وه نو د روژې د نامه په اوريدو سره يې حلغه ولويده او ويل يې داسي تاسو اوريدلي چې سړی دي ډوډۍ ونه خو
ي؟
هغوی سره سلا شول چې دا ټول د نوي ملا کارونه دي غواړي چې دامريکايانو په څير د څو انګريزي لغاتونو په وي
و سره مونږ تر تاثير لاندي راولي بلاخره د کلي دنايې ډول وږغول شو او د ملا په ګډون ټول خلک د کلي منځ ته
اوغوښتل شول هر کلیوال له خپله کوره د يوم لاستي ، لرونه ، ځينو نورو هم ډانګان راخيستي وه ، کله چې
ملا پر غونډۍ وخوت د خلکوشور او ځوږ وارخطا کړ له ځان سره يې وويل خدايه خير!
ورپسې يې په لوړ اواز وويل و
وڼو اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
څه خبره ده چې دلته سره راټول شوي ياست ؟
راغونډو کسانو
په يوه سلا وويل:
تا پسي راغلي يو ولاکه رانه روغ لاړ شي ستا نورې خبرې خومو وزغملې اوس د ډوډۍ د نه
خوړلو په اړه خبرې کوې ؟
ملا وويل :
وروڼو روژه فرض ده
ددې خبرې په ويلو سره ملا د بوش په شاني پر
سر د بوټ ګذار وخوړ
ملا د بوټ ګذار ځای پر ځای چپ کړ
شيبه وروسته ملا له خپل عقل نه کار واخيست او په ډير
ورين تندي يې وويل وروڼو خير تاسو داسي کار وکړﺉ چې ځوانان يوې خواته او بوډا ګان بلې خواته کښينی خلکو هم د
ملا خبره ومنله
ملا د بوډا ګانو خواته مخ واړاوه وويل :
ملا ويل
تاسو زاړه ياست
مقديانو ويل هو
ملا
ولاړ پر خواړه ياست
هو
چې اوبه او خواړه نه وي تاسو مړه ياست
هو
بيا يې مخ د ځوانانو په لور ورواړاوه
تاسو ځوانان ياست
هو
تازه لکه ګلان
ياست
هو
چې اوبه او خواړه نه وي تاسوخزان ياست
هو
ملا وويل ځی وروڼو ما خپلې غاړي خلاصي
کړې تاسو ته روژه روا ده هسې یې خورﺉ.
طوبا وويل ټاکل شوې وه چې زه د اغلې اسحاق زۍ پر کيسې نقد وليکم خو
که څرنګه چې خاطرې ويلي وه دا يوه پخوانۍ کيسه ده غواړم هغه راژوندی کړمه نو ځکه په دې کې ما کوم بدلون نشو
اوستلای .د کيسې په يوه برخې کې راغلي وه تاسو اوريدلي ده چې څوک دي ډوډۍ نه خوري چې دا خپله د هغه زمان د جهالت
ښکارندويې کوي هغې زياته کړه که څۀ هم هر ولايت ځان ته خپله لهجه لري خو بايد خاطرې خپله لهجه نه واې کارولې
که هغې ليکلې وه وږغول يا ډانګان چې ږغول بايد غږول ليکل شوي وايې او ډانګان ډانګي
خو په ټوليزه توګه
کيسه ښه وه او تلوسه هم پکې موجوده وه راحلې نوري وويل د کیسې نثر ډیر ښه و، تورپيکۍ مومند وويل د کیسې مکالم
ې هم ښيې وې خو په کيسه کې راغلي وه د ډوډۍ د نه خوړلو په اړه چې که دا خبره هم په کليوالۍ لهجه ليکل شوې
وايې ښه به ؤ .
محبوب وويل په کيسه کې د بوش خبره ناسمه ده خو د طوبا نقد زما ډير خوښ شو .
حميرا کاوون بيا
د کيسې په اړه داسي وويل دا کيسه فلکلوريکه نه وه بلکې دې ته يوه ښکلې طنزيه ټوټه ويلای شو او ملا خپله اداره په
ګذاره تبديله کړې وه
دريمه برخه چې د مشاعرې برخه وه راحلې نوري ، اوګۍ ، سولې نيازۍ، برشنا ساپۍ ، سپوږمۍ
نوري، لطيفې ، خاطرې اسحاق زۍ ، طوبا ندا ، اديبې اديب ، او حميرا کاوون ، سارا کاوون په خپل وار سره شع
ونه غزلونه لنډۍ او نثرونه ولوستل چې ددغو ليکنو په لوستلو سره د ميرمن بهير اونيزه غونډۀ هم د مازديګر پر
څلورو بجو پايته ورسيده.
د ميرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير په حاضرو غړو د ( کیسه ډایجست) مجله او د تکړه شاعر
جیلاني جلان د شعرونو ټولګه ( د ګلپاڼو اتڼ) وویشل شول چې له شاعر او د پښتو کیسه ډایجست له مسوول مدیر محبوب
او د مجلې له مرستیالې پیغلې راحلې نوري څخه مننه وشوه.
د غونډې په وروستيو شيبو کې سوله نيازۍ د پچې له مخې د
اونۍ نیکمرغه نجلۍ وټإکل شوه او د کاروان ادبي ټولنې له خوا را استول شوی يو کتاب د ډالۍ په توګه ورکړل
و