۰۱ـ۰۲ـ ۲۰۰۹ دجرمني په بایرن
ایالت کې دافغانانو کولتوري ټولنه ټول افغان ولس ته مبارکي وايي
خوږوهېوادوالو!
نن زموږ دکرګټ
اتلې ملي لوب ډلې یو ستر، نه هېرېدونکی، اوتاریخي بری په داسې حال کې لاس ته راوړ چې له هر ډول
پالنې او ملاتړ څخه محرومیت لري .
موږ له افغان تش په نامه دولت څخه ځکه نوره ګیله نه کوو چې
خپل مشروعیت یې لا ډېر له پخواڅخه له لاسه ورکړی خوموږ به خپل رښتیني افغانان دې ته راوبولو چې
زموږ دا ملي اتلان ولمانځي خوښ یې وساتي تر څو زموږ کړېدلي هېواد(ګران افغانستان) ته نورې بریاوې هم راوړي، له
همدې کبله زموږ دکولتوري ټولنې غړو نن شپه ناوخته په داسې حال کې یوه بېړنۍ دخوشحالي غونډه وکړه چې زموږ یوشمېر
ملګري له خپلوکارونو څخه ستړي راغلل اویوشمېر ملګري مو په یو واده کې مصروف ووخو بیاهم موږ دا لازمه وګڼله
چې داستر بری دیوې غونډې په ترځ کې ولمانځو.
موږ له کارونوڅخه ستړي په لار راروان و چې دوستانو تی
یفونونه وکړل چې زموږ سرلوړي افغانان بریالي شول لوبه یې وګټله .
ګرانو هېوادوالو!
تاسوباور وکړ
چې زموږ ملګري مخکې له دې چې اول خپلو کورونو ته ولاړشي دوی له خپلو کارونو
څخه دکار په جامو کې مخامخ غونډې ته راغلل او دا بری مو په ګـډه ولمانځه .
موږ یوځل بیا تاسو
ټولو اصلوافغانانو ته مبارکي وایو اوله خپلو ملي سوداګرو اوپانګوالو څخه هیله کوو چې زموږ دا اتل ،نومیا
ي اوځلانده ستوري ښه ونازوي .
دجرمني په بایرن ایالت کې دافغانانو دکولتوري ټولنې مبا
کي