مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-02-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پښتوادبي تړون چمن:خپلواکه پښتومشاعره جوړوي

اڅکزی

د پښتو ادب درنو مینه والو ته ادبي خبر ورکول کیږي چي پښتوادبي تړون چمن یوه خپلواکه او پتمنه پښتو مشاعره په ګډ همت باندي جوړوي په دې خوځښت او نوښت لرونکې مشاعره کي به د چمن سره سره د نورو پښتني سیمو تکړه او هڅانده لیکوالان،شاعران او ادیبان پر دریځ په مخامخ توګه د ادب علاقمندانو ته خپلي شعري ملغلري وړاندي کوي، د پښتو ژبي خواخوږو ته په ډېر درنښت بلنه و کوو چي زموږ سره د پښتني احساس له مخي په دې اغېزمنه مشاعره کي ګډون وکړي او دې مشاعرې ته پخپل راتګ سره لاځلا او ښکلا وبخښي
نېټه : ۸ فروري ۲۰۰۹م کال
ورځ : یکشنبه یا اتوار
وخت : ماپښین ۲:۳۰ دوېنیمي بجې
ځای : ضلعي اسم بلۍ هال یا د اولسوالۍ د شورا د غونډي تالار ( چمن )ـ
مل فون شمېره  03022245352
برېښنالیک درک  adalachakzai@yahoo.com
په احترام
پښتو ادبي تړون چمن (محکومه پښتونخوا)ـ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery