مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-02-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په نیدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې خبرتیا

 

درنو هېوادوالو!
په نیدرلند کې افغاني کلتوري ټولنې دا پتېیلې د ه، چې د ۲۰۰۹ م کال د اپرېل د میاشتي په ۱۱ نېټه د افغانستان د ۳۰ کلنې غميزې، د هغې علتونو، مسؤلينو او د حل د لاروچارو په اړه د یو علمي سيمينار د جوړولو چارې برابروي.
ټولو ته مالومه ده، چې ۲۰ کاله مخکې روسان له افغانستانه وايستل شول، خو افغانانو ته تلپاتې غميزه ورپه برخه شوه او افغانانو له يو يرغلګره خلاص شو، خو په یوويشتمه پېړۍ کې د بل ځبرځواک د تېري قرباني شو، نو د افغانستان د ستونزو د حل د چارو سنجول او د سولييز ژوند لپاره هڅې د هر افغان هيله او مسؤلیت دئ.
له بل پلوه په امريکا کې نوې واکمني رامنځ ته شوې، امریکایان هم له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ دي او افغانستان هم د ټولټاکنو په درشل کې دئ، نو د افغانستان د ستونځو په اړه د افغاني پوهانو نظریات او په تېره بيا په بهر کې د مېشتو افغاني علماوو نيوکې او وړاندیزونه به د افغانستان په چارو کې بنسټيز رول ولري، نو په فعلي شرایطو کې د داسې یو سيمينار رابلل او له یو او بل سره د نظ یاتو شريکول خورا غوره ګڼل کېږي.
افغاني کلتوري ټولنه غواړي دغه پوهنیز سيمينار ته د افغانستان وتلي، څ انګپوه او پېژندل شوي افغان پوهان رادعوت کړي، چې خپلې پوهنيزې ليکنې واوروي او خپل نظريات له نورو افغانانو س ه شريک کړي.
افغاني کلتوري ټولنه درنو افغانانو ته په درنښت  وړانديز کوي، چې خپل اندمخکې له سيميناره له موږ سره شريک کړي او موږ ته هغه څانګپوه  افغان پوهان راوپېژني، چې موږ ورته بلنه ورکړو، چې خپلې ليکنې موږ ته راواستوي او یا هم په سيمينار کې فعاله ونډه واخلي.
افغاني کلتوري ټولنه په دې اند ده، چې هر افغان د دې حق لري، چې خپل نظر څرګند کړي، نو که تاسو ګومان کوئ، چې په يادشوي سيمینار کې فعاله ونډه ولرئ، نو تاسو کولی شئ، چې خپل نظر او یا لیکنه د افغاني کلتوري ټولنې په بريښناپته راواستوئ، چې موږ وکولی شو تاسو ته د دې زمينه جوړه کړو، چې ستاسو  نظر نوروته ورسول شي، نو ستاسو نه هيله کېږي، چې خپل ليکلی نظر موږ ته راواستوئ.
د افغاني کلتوري ټولنې سره د اړيکټينګولو او یا هم د برېښناپاڼې په مرسته تاسو کولی شئ د سیمينار د برخو او اجندا په اړه خپل نظر راولېږئ، ستاسو په نیوکو او وړانديز موږ کولی شو، چې ښه سيمينار جوړ کړو ، ستاسو او نورو په هڅو، ليکنو او پوهه به سيمينار نور هم دروند او پراخبنسټه تر سره شي.
افغاني کلتوري ټولنې پتېیلې ده، چې راتلونکې غونډه په دريو برخو ووېشي، چې لومړئ برخه به يې پوهنيز سيمينار، دویمه برخه به یې پسرلنۍ مشاعره او وروستئ برخه به يې کنسرت وي، خو تاسو کولی شئ، چې خپل نظر د پروګرام په اړه موږ ته د برېښناپانې له لارې  راواستوئ.
د سيمینار د محتوی، وخت او ځای په اړه به په نږدې راتلونکي کې نور مالومات تاسو ته وړاندې شي. افغاني کلتوري ټولنه ستاسو د وړاندیزونو او نیوکو په تمه سترګې به لار ده. ستاسو له همکاري نه مننه.
په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه
د ټولنې اداري کميسيون
afghaanscvn@gmail.com
۳-۲-۲۰۰۹

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery