مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-03-07   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

په بـلــجـیــم هیــوادکــې دافـغــــان کـلتــــوری بـهـیـرغـــــنــــــــــــ ـــــــدنـلـــــــــــــیـک

پوهنیارسیدحضرت
درحمان بابا (رح) پرمزاربریددټولوافغانانواوپښتنوپریاړونوبریددی
ډی وګرانوهیوادوالو، پروطن مینولراوبرمېشتوپښتنواوافغانانو
په ډیره خواشینئ مودرسنیوله لاری خبرترلاسه کړچه په پېښورکې دپښتوژبی دعارف اوصوفی شاعررحمان بابا(رح) مزاراوزیارت داسلام، افغانیت، پښتنولئ، کلتو
اودپښتنواوافغانانودتاریخ اوویاړونوددښمنانولخوادروان 2009عیسوی کال دمارچ په پنځمه په بمونو والوزاول و چه ددې نه بښونکي جنایت لامله دزیارت ډیره برخه زیانمنه شویده
چه دې سترجنایت دهیواد، سیمې او نړئ په کچه ئی دټولوبااحساسه اوبادرده پښنتواوافغانانوغبرګونونه اوغوسې راپارولی دی
په بلجیم کی افغان کلتوری بهی هم په خپل وارسره داسترجنایت غندی اوعاملینو ته ئی دسختې سزا غوښتنه کوی ځکه دا بې غیرته عمل هیڅ ډول اسلامی، افغانی او انسانی توجیه نلری
دې بې غیرته او جاهله کسانودیوداسې صوفی،عارف اوپښتون دخدای ملنګ مزاراوزیارت دړنګولوهڅه کړبده چه خپل ژوند ئی یوازی اویوازی داسلام دمقدس دین اودپښتون قوم اوپښتنولئ د
ارزښتونوپه عری بڼه په بیان تیره کړیده. که درحمان بابا(رح) شعری کلام ته وکتل شی نولیدل کیږی چه ډیره برخه ېی داسلام ، تصوف اوپښتونولئ بیان دی. نوچه داسی ده نوبیا ولی یی مزار
په بمونو والوزول شو؟ اودابه دچاکاروی؟
په ب جیم هیوادکی افغان کلتوری بهیرباورلری چه داداسلام دښمنه، پښتون دښمنه اوافغان دښمنه کړیودکلتوری یرغل یوه برخه ده چه په یووخت کی یی دڅوخواوو څخه افغانانو او پښتنو ته څوکې
تېرې کړی اودکینې په توره غواړی دافغانانواوپښتنو دویاړونوزړونه وڅیری.چه بیلګې یی دلته په هرات کی دتاریخی آثاروله منځه وړل اوغلاکول اوه ته دپښتون اوافغان شاعرمزاراوزیارت په
بمونو الوزول دی
زموږټولنه باورلری چه داډول بی غیرته کړنې به هیڅکله هم ونه شی توانیدلای چه دافغانانواوپښتنوهویت اوپیژندنه له خنډونوسره مخامخ کړی ځکه افغانان اوپښتانه دیوی  تربلې ورځې دخپل
.هویت اوپیژندنې لاپراخیدو ته لانوراونورژمن کیږی
په پای کې په بلجیم کی افغان کلتوری بهیر پداسی حال کی چه دتاریخ پدی نازکو شیبوکی دلوی څښتن تعالی دربارته دافغانانواوپښتنودیووالی لپاره ددعا لاس پورته کوی، لراوبرافغانانواوپښتنوته دسوال
      لم ن غوړوی چه خپلمنځی دښمنئ اواختلافات هیرکړی اوپرځای یی دیوې واحدې موخې یعنی دافغان اوپښتون دیوکیدولپاره په ګډه کاروکړی اودخپل تاریخ اوویاړونوپه ساتنه کې رښتینی ګامونه واخلی
 
 په افغانی اوپښتنی مینه اود نښت
 
په بلجیم کی دافغان کلتوری بهیرپه استازیتوب
پوهنیارسیدحضرت
بروسل ښارـ بلجیم
sshazrat@hotmail.com
sshazrat@gmail.com
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery