دستر صوفي شاعر رحمان بابا دقبر
دالوځولو او دژورناليست احمدجاوېد اعظمي دوژلو په اړه دخوست دفرهنګيانو او دولس غږراډيو دخواخوږۍ پيغام!
درنو هېوادوالو ،پښتنو خويندو ، وروڼو !
د ډېرې خواشينۍ او ژورخفګان ځاى دى ،چې له دېرشو کلو راهيسې دپښتنو
په سيمو کې دپرديو په اراده او دهغوى دشومو اهدافو دپوره کېدو له پاره دجنګ غوبل داسې تود روان دى ،چې دپښتنو ه
څه يې داسې ترپښو لاندې کړل ،چې لېرې نه ده ،د دوى ټول وياړونه او تاريخي يادګارونه حتى پښتونولي ،چې دپښتنو
تون ورپورې غوټه دى ،محوه او دتاريخ له حافظې څخه دفنا کندې ته وغورځوي.
دحيرانتيا او تامل وړخبره دا ده ،چې
ايا د دومره اوږدې او ورانوونکې غمېزې وروسته بيا هم پښتون قوم په دې نه پوهيږي ،چې دا هرڅه ولې ؟ او دڅه دپاره
؟؟؟
او ايا يوازې پښتانه بچيان دقربانۍ له پاره پيداشوي ،چې کله دکمونيستي بلاک دګونډو کولو او کله دناټو
دپرځولو له پاره ترې دريموټ کنټرول وسايلو په توګه کار اخيستل کيږي او دابيا په دمره قربانۍ ،چې ژوندي خو
په هرصورت ،مړي مو هم په قرار نه شول پاتې .
اوس چې دپښتنو نور څه دورانولو له پاره پاتې نه دي ،نوبې رحمه ر
يبان مو دبابا قبر په بمونو الوزوي په رڼا ورځ مو دسر سړي راوژني،مکتبونه موراسوزوي،ورسره ورسره داُف ايستلو
حق هم رانه اخلي .
نو اې پښتنو وروڼو ! دخداى له پاره دخوشال بابا دا ناره واورئ !!
که توفيق
داتفاق پښتانه مومي
زوړ خوشال به دوباره شي په دا ځوان
درنو پښتنو وروڼو ،خويندو !
دخوست دفرهنګيانو
خپلواکې ټولنې ټول ويښ او بادرده فرهنګيان او دولس غږراډيو ټول ژورناليستان دستر بابا دقبر بې عزتي او دځوان
ژورناليست احمد جاوېد اعظمي وژنه په کلکه غندي او په دې اړه خپل ژور نفرت اوانزجارڅرګنډوي.په ټينګه هيله کوي
اوهوډڅرګندوي،چې داتورمخي هرو مرو دعمل په سزا ورسول شي .
ومن الله توفيق
څېړونکى بسم الله حقم
دخوست دفرهنګيانو خپلواکې ټولنې مشر
دولس هيلې اونيزې او ولس غږراډيو دامتياز خاوند