دخپریدو نیټه : 2009-03-16 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
په هالند کې د افغانستان ملی ګوند د شوراد خوا خوږئ پیغام
په ژورې خواشینئ سره مو
د هېواد د ربړیدلو خلکو د نېکمرغئ او وران هېواد د سمسورتیا د نیمګړو آرمانو د ویاړه ډکې لارې ، د یوه
نامداره سالار او پولادهوډه ملګری عبدالواحد « فراهی » د بې وخته مړینې خبر واورید.
دې لړزوونکی پېښې نه یواځې
د « فراهی » کورنئ ، بلکې د « فراهی » په لسګونو زره هم مورچله ملګری ،او د
« فراهی » ګڼ شمېر دوستان په سوګ او
وک کې کښېنولی دی .
په داسې حال کې چې دې ویرجنې پېښې د بې مرګه « فراهی »پر غم ځپلو یارانو دروند سیورئ
غورځولئ دئ
مونږ په دې ویرلړلی شیبه کې د « فراهی » د ځای تشې په اړه د هغې درندې کورنئ ، خپلو ټولو
ملګرو او د هېواد د مخکښ سیاسی غورځنګ ټولو لارویو ، او د « فراهی » دوستانو ته ، د زړه له کومې
ډاډګېرنې
( تسلیت ) مراتب وړاندې کوو .