786
دفراه ولایت د افغانستان په لویدیځ کي پروت ولایت دی. که څه
هم د دغه ولایت اکثر وګړي پښتانه دي خو بیا هم د پردیو ترکلتوري اوژبني برید لاندي راغلی او دپښتو ژبي وده هومره چي اړینه ده نه تر سترګو کیږ
ي. دهیواد ادبي مرکه د فراه په ولایت کي یوازینی ټولنه ده چي دپښتو ژبي لپاره له څلورو کلو
اهیسي هڅي کوي او د نېکمرغه د خدای په مرحمت تر ډېره بریده په دغه سپیځلي لارکي بریا
ۍ ده او د تل لپاره به د با احساسو پښتنو په مرسته لا هم بریالۍ وي اولا به هم اوچت ګامونه د پښتو
سپېڅلي ژبي په لاره کي واخلي .
دهیواد ادبي مرکه بیا هم ویاړ لري چي دخپل کلتوري او
ادبي هڅوپه لړکي د درېم ځل لپاره دفراه په لرغوني او ادب پاله ولایت کي د( عناب ګل) دودیزه او کلنۍ مشاعره د (غویي یا ثور) په
میاشت کي په لاره اچوي. دا ځل د هیواد ادبي مرکه غواړي چي دغه کلنۍ مشاعره نوره هم په شاندارو م
اسموکي ترسره کړي او په ملي او نړیواله کچه د پښتو ژبي پالونکي راوبلي او یاهم د دوی پیغامونه د دې پرتمیني مشاعرې له لاري و ټولوته
ورسوي. د دې لپاره د ټولو شاعرانو، لیکوالانو او د ادب د مینه والو څخه هیله کوو چي خپل شعرونه ،
وړاندیزونه ، مادي اومعنوي مرستي ، نیوکي او بل دزړه هر رازچي ولري د هیواد ادبي مرکې په پتو یې م
ونږ ته راولېږي او مونږ یې دسر په سترګو منو او ټولو ته ښه راغلاست وایو.
په د
ناوي
د هیواد ادبي مرکه - د فراه ولایت
د برېښنالیک پتي : fetrat_shah@yahoo.com Abdul_zhwandai@yahoo.com
د اړېکوشمیرې :
عبدالرحمن
ژوندی:0093799590285
احمد شاه فط
ت:0093799625166
یادونه : همداشان دهیواد ادبي مرکه د ټولو ادب پالو او پر پښتوژبه م
ئینو څخه په درنښت هیله کوي چي خپل د هیڅ ډول مرستي څخه که مادي وي یا معنوي د دغي پرتم
یني مشاعرې په جوړولوکي ډډه ونکړي، تر څو وکولای شو یوه داسي مشاعره جوړه کړو چي په سیمه
کي ساری ونلري او ټول ګوتي په غاښ ورته پاته شي.
دبانک شمېره
1049102001008- کابل بانک
مننه