مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-04-14   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

ولسي جرګې ته د روښانيانو د کلتوري ټولنې پرانيستى ليک

ولسي جرګې ته د روښانيانو د کلتوري ټولنې پرانيستى ليک

په ولسي جرګه کې د ولس د هغو استازو په نوم چې ځانونه د خداى ، وطن او خلکو په وړاندې مسئول بولې!

د افغانستان ولسې جرګې پريکړه کړي چې د اطلاعاتو او کلتور وزير په دې نوم چې د رسنيو انون نه پلى کوي، ولسي جرګې ته دې د استيضاح لپاره وغوښتل شي.

دا په داسي حال کې ده چې د رسنيو نوى ناند يزه قانون چې د ولسي جرګې لخوا د لومړي ځل د تصويب څخه وروسته د جمهور رئيس لخوا ولسي جرګې ته د يوشمير تعدي اتو سره ستون شو، او ولسي جرګه وايي چې يو ځل بيا يې تصويب کړى، اوس د جمهور رئيس لخوا سترې محکمې ته ليږل شوى. يانې:

دا قانون لا تر اوسه نه توشيح شوى او نه په رسمي جريده کې چاپ شوى چې د نافذ قانون بڼه غوره کړي. نو د هغه قانون چې لا نافذ ندى،  د هغه د نه پلي کولو په نوم د اطلاعاتو او کلتور وزير استيضاح ته غوښتل، ښکاره کوي چې د کاسې لاندي نيم کاسه شته. د ا خبره خو هيڅ د اطلاعاتو او کلتور وزارت پوري اړه نه لري، که چا پورې اړه ري نو هغه د عدليي وزارت دى.

نو!

د روښانيانو کلتورې ټولنه داسي ګڼي چې د پارلمان د دې پريکړې ترشا د هغو کورنيو او بهرنيو کړيو توطئه او لاس دى چې په قومي او ژبني کرکو اخته او د افغانستان د يو والي او سلامتي دښمنان دي، او همدا رنګه هغه کړۍ دي  چې په دې حساسو شيبو کې غواړي د افغانستان  د خلکو ژبه ګونګه کړي.

د روښانيانو کلتوري ټولنه په ولسي جرګه کې د ولس د ټولو هغو استازو څخه چې ځانونه د خداى او خلکو په وړاندې م سئول ګڼي غوښتنه کوي چې د راتلونکې شنبې په ورځ د پارلمان په غونډه کې په خپل ګډون سره، د اطلاعاتو او کلتور وزير د استيضاح مخه ونيسي او پرې نږدي چې د هيواد دښمنان د افغانستان پرضد په خپله دسيسه کې کامياب شي.

                              &nbs p;        دروښانيانو کلتوري ټولنه

 

--

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery