مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-04-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د آيينې مرکزخبرتيا

په کندهار کې د آيينې مرکز

مطبوعاتي خبرتيا
داستاد محمد صديق پسرلي په وياړ سيمينار كندهار، د وري ۲۷مه
د استاد محمد آصف صميم په وياړ سيمينار كندهار، د وري ۲٨مه

په كندهار كې ايينه (افغان مطبوعاتي او فرهنګي مركز) پتېيلې وه، چې په كندهار كې د مېشتو ليكوالو، خبريالانو او شاعرانو په ملاتړو د استاد محمد صديق پسرلي په وياړ يو ورځنی سيمينار د وري په ۲۱مه نېټه د كندهار ښار په منډېګك ماڼۍ كې او د استاد محمد آصف صميم په وياړ يو ورځنی سيمينار د وري په ۲۲مه نېټه په يادې شوې ماڼۍ كې جوړ كړي.
كابو درې مياشتې مخكې د سيمينار لپاره دغه نېټه ټاكل شوې وه، څرنګه چې اوس دغه نېټه په ننګرهار كې د نارج ګل له مېلې او د نجم الدين اخونزاده له سيمينار سره په ټكر كې راغله، نو وپتېيل شوه چې په كندهار كې نوموړي دوه سيمينارونه يوه اوونۍ وځنډول شي.
په ډېره بخښنه ټولو بلل شويو مېلمنو او د فرهنګ مينه والو ته چې غوښتل يې په دغه سيمينار كې ګډون وكړي خبر وركول كېږي چې نوموړى سيمينار يوه اوونۍ وځنډول شو، 

سيمينارونه به د وري پر ۲۷مه (شنبه) او ۲۸مه (يكشنبه) نېټه جوړېږي.


په جلال آباد كې د ايينه مشر ښاغلي عبدالباري صديقي وويل: موږ دوه مياشتې مخكې په ننګرهار كې د اطلاعات او كلتور رياست ته ورغلو، په كندهار كې له جوړېدونكيو سيمينارونو څخه مو خبر كړل، خو اوس د مېلې نېټې او د نجم الدين اخونزاده د سيمينار نېټې سره يې ټكر وكړ.
مينه وال كولى شي چې د زياتو معلوماتو لپاره په كندهار كې د ايينې د دفتر له مشر ښاغلي غوث الدين فروتن سره په ۰۷۰۳۰۳۰۵۴ او ۰۷۹۴۴۷۳۷۲ نومره په اړيكو كې شي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery