مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-05-06   مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل

په جرمني کې د پښتو نړیوال کنفرانس جوړیږي

د پښتو نړيوال کنفرانس لپاره په جرمني کې د تياري مقدماتي ورکشاپ

 قدرمنو هېوادوالو،

سږ کال د جون په وروستيو کې  پښتو نړيوال کنفرانس د « د پښتنو کلتوري لومړیتوبونه، ستونزې او حل لارې یې» تر سرليک لاندې په کابل ښار کې جوړيږي. 

 

په نوموړي کنفرانس کې د اروپا ميشتو پښتنو د نظرونو او وړانديزونو د بيانولو په موخه،  د افغانستان مع وماتي مرکز راتلونکې يکشنبه يوه مقدماتي غونډه نيولې، چې  تاسو ته پکښې د ګډون بلنه درکوو.

 موږ په لاندې څلورو برخو کې د ستونزو او حل لارو په اړه ستاسو د نظرونو او وړانډيزونو په تمه يوو:

 پروګ ام:

۱. د پښتو ژبې تعمیم او وده

۲. په پښتنو کې په عام ډول اوپه ځانګړې توګه په نجونوکې  د زده کړې او تعلیم عامول

۳. په پښتنو کې د منفي رواجونو سمون

۴. د پښتنو د کلتوري پرمختګ لپاره د اړیکو د شبکې جوړو

که په دغه ورکشاپ کې ګډون نه شیء کولای، نو هيله مند يو چې خپل وړانډيزونه موږ ته په ايميل کې راولېږ ﺉ. د دې لپاره تاسو له مل شوې فورمې څخه هم ګټه اخيستلی شیء.

 

                              &nbs p;       ډاکتر يحيی وردک

وخت: يکشنبه، د ۲۰۰۹ کال د  می ۱۰د مازدیگر پنځه بجې

ځای: د افغانستان معلوماتي مرکز (افغانیک)، د بن ښار، جرمنی

 AGHANIC/Dr Yahya Wardak
Besucheradresse:
Justus-von-Liebig-Str 24
53121 Bonn; Postadresse:
Postfach 1327, 53003 Bonn
Tel 0228-409 76 30, Fax 0228-409 7639
wardak@afghanic.org, www.afghanic.org

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery