مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-05-14   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

دپوهني دوزیر ډاکټرفاروق وردك دمنني پیغام

مــنــــــــــــــنه
۱۳۸۸د غويي ۲۴مه

د سن ګاز شركت په دې وروستيو كې اعلان كړى، چې په كابل ښار كې د ۱۴ ښځينه ليسو ښوونكوته ۵۰۰۰ له مايع ګاز ډكې ډبې له اړونده وسايلوسره، په وړيا ډول و ويشي، او دغه راز  په پام كې لري چې په يوشمير ولايتونو كې هم دغه كار ترسره كړي.
زه د پوهنې وزارت د مشرتابه او ټولو منسوبينو په استازيتوب د سن ګاز شركت د مشرتابه هيئت له محترموغړو هريوه
        ۱- عبدالرحمن الكوزي
        ۲- محمود قاد ي
        ۳- عبدالوهاب وهاب
        ۴- عبدالمصور نسيم
څخه ددغه ګام پورته كونې له امله د زړه له تله مننه او ستاينه كوم.

په احترام

فاروق وردك
د افغانستان اسلامي جمهوريت د پوهنې وزير

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery