مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-05-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په کندهار کي پرفرهنګ برید په کلکو ټکو غندو

دستر اوذولجلال  ذات  په نام ه
په افغانستان کي د بېنواد فرهنګي ټولني د مشر عبدالاحمد محمديار   د توهین او سپکاوې له پاره   چې د قندهار  د والي او دهغې ولایت د مزدورو او پلورل  شوو  مسؤلینو  له اړخه  کوم  دشرم نه ډک  عمل تر سره   شوې  دا یواځې د هغه  پر خلاف  نه  بلکه  د ټولې  فرهنګي  او روڼ اندې  ټو نې  پرخلاف  ډیر شجیعانه  کړچار  دې  چې په ډیرو  کلکو  ټکو  یې  غندو  او د  خپل دو ند  ورور  عبدالاحمد  محمدیار   او د بینوا د فرهنګې ټولنې سره   په دې هکله  خپله د زړه  له کومي  خواخوږي  څرګندوو .

زمونږ د هیواد  یوه   ستره غمیزه  داده  چې  هلته نه  د ازاد  صحافت  او لیکوالۍ  اجازه  شته او نه  داسې  روڼ اندو ته ، چې دهیواد  په غمیزه   خپله د زړه خواله  لیکې او   غواړې خپل هیوادوال  د مفسدو ، پلورل  شوو ، رشتوت خورو او مزدورو  عناصرو  د کړنو  اواعمالو  څځه  خبر کړي  ، د کار کولو فرصت  ورکول  کیږی .هغوې تل د همداسې  دښمنانه  عمل سره مخ کیږي .  په هیواد کې    نه  څوک  دا  جرأت  کولې  شي  چې  د م زدورانو د خوښې پرته  څه ولیکي ، اوکه څوک  د محمدیار  په څیر  دا  جرأ ت  وکړی  نو بیا  یې   په  دغه  ډول برخه لیک  اخته کوي .
د هیواد  همداسې  یو شمیر  باتور و  زامنو  په دې  لاره کې  خپل  ژوند هم له  لاسه ورکړ  او زمونږ د راتلونکې  کوول    له پاره یې  دخپلو پاکو  وینو په  تویولو  سره    یو  ځلانده مشال   روښانه  پریښې.

مونږ ټو و هغه باتورو،روڼ اندو  لیکوالانو   ځوانانو ته ،چې  همدا اوس  د اشغال  لاندې  هیواد  کې   داشغالګرو ځواکونو  او د هغوې د مزدورانو د کړچار   په  را برسیره کولو  کې  هیڅ  م وقع اوفرصت  له لاسه  نه  ورکوي  او  د ټولو  احتمالي  خطرونو او تهدیدونو  په مقابل کې یې  خپلې  سینې  سپر کړي  ډاډ  ورکوو چې  را تلونکې نسل  به  ستاسې  په  لیکنو فخر کوی  او ستاسې کړچار  به د تاریخ  په  پاڼو کې   په طلایې ټکو  و لیکې .  

په درنښت
قریب الرحمن سعید
دحزب اسلامي  پخوانې  ویاند او
دافغان خبري  اژانس  پخوانې  رئیس

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery