مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 0000-00-00   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په کندهار کې د درنو پښتانه فرهنګیانو د وهلو ټکولو په اړه

ابدالي واک


زه مې  خپل  مشر  ورور  ښاغلي محمدیار او د بېنوا  درنې ټولنې  ته په کندهار کې د وروستۍ پېښې په اړوند مبارکي وایم..
د ښاغلي محمدیار  او نورو  فرهنګیانو  وهل، ټکول په رښتیا چې د حامد کرزي د حکومت د مافیایي توب ښکاره نښه ده، خو زمونږ دې عزیزانو ته غټ ویاړ دی..

بېنوا فرهنګي ټولنه او د دې ټولې مشر ، ورور محمدیار،  د افغانستان او په ځانګړې توګه  په خپل کور کې د بې کوره او در په دره  پښتنو له پاره په څو کلن کولتوري - سیاسي کار و زیار بوخت دي.
مونږ  پښتانه باید د یوه موټي او پر مختللي  افغانستان له پاره د ستمیانو او شورای نظار ګوډاګی حامد کرزی او د ملي ګټو سوداګر کرزیان  د افغانستان  له سیاسي ډګر ه وباسو. که داسې و نکړو، دا ګوډاګیان  به افغانستان او دا مونږ  پښتانه لا پسې په سپکو سپک کړي. مونږ  بایده ده،د  پښتانه قوم او افغانستان  دښمنانو ته   په راتلونکو  ټولټاکنوکې  غاښ ماتوونکی ځواب ورکړو..ویاړ دې وي په کندهار کې په  ورور محمدیار او نورو پښتانه فرهنګیانو باندې.

لمسیان او کړوسیان د «ابدالي» خو دي بې شماره
یو نیم پکې پیدا سکه بچی د شـــــــــــاه شجاع  شي

ابدالي واک ناروې

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery