خلګو ستا غيبت کاوئ پر ما د نوم ښه
ګيدئ
په ډېره خواشيني سره مي خبر ترلاسه کړ چې د بېنوا فرهنګي ادبي ولنې مشر محمديار يار د څو تنو انسان
وله ځنارو له خوا په ډېره بې رحمي او بې دردۍ سره وهل شوى او ټکل شوى دى . له ډېره فکره وروسته دې پايلې ته ورسېدم چې
دا به د محمد يار او د هغه د خوږمنو ملګرو د بري او لا پياوړتيا زېرى وي . ولې چې هر کله چې هر وخت چې يو زورور قوت
خپله کمزوري احساس کړي نو په داسې بېرحمه توګه د سپېڅليو ، کمزورو خو ننګياليو کسانو په وهلو لاس پورې کړي . هي
ه لرم چې هيڅ کله به هم دغه زور واکي په خپلو دغو شومو موخو کې د برياليتوب تر پړاو پورې ونه رسېږي . خو د خواشينۍ
ځاى دا دى چې په دغه دومره عصري او نوې نړۍ کې زمونږ په سپېڅليو ژورنالسټانو او اديبانو باندې دغسې وارونه کېږي .
واقعاْ چې زمونږ د ټولنې بدمرغي په ډاکه کوي . د ټولې سويلي پښتونخوا د فرهنګيانوپه استازيتوب زه له محمد يار
سره په دغه درد کې ځان شريک بولم . او ظالمانو ته د بېکچې رسوايي او در په درۍ هيله لرم . له افغان دولت څخه د خپل
پښتنې او افغاني احساس له مخې هيله کووم چې ژر تر ژره دي په محمد يار باندې بريد کوونکي کسان د قانون په واک کې و
کړي او نور دې نو افغان ژورنالسټان او ليکوالان له دغسې ناخوالو څخه خوندې کړي .