مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-05-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

بلجیم : پر قلموالودکندهاردچارواکوبریددبخښلووړنه دئ

په بلجیم هیواد کې دافغان کلتوری بهیرغبرګونلیک
دانارګل دمشاعری پرمهال له له فرهنګیانو سره دکندهاردچارواکوچلنددبخښ ووړنه دئ


په ډیره خواشینئ مودرسنیوله لاری خبرترلاسه کړچه دانار ګل دمشاعرې په ترڅ کی دبېنوا دف هنګی ټولنې مشر ګران محمدیار، اوفرهنګیان عزت الله امیداوغلام محمد حمیدی او یوتن فرهنګپال محصل دکندهار دچارواکولخوا، پدې چه ګواکې دښاغلی اشرف غنی احمدزی پیژندنپاڼې ئی ویشلی، وهل اوډبول شوی او آن تردې چه سپکې سپورې او ښکنځل هم ورته شویدی.
دې پیښې رموږدکلتوری بهیردغړوزیاتې اندیښنې راپارولی چه لامله ئی لاندې څوټکی دغبرګون په توکه ترګرانوهیوادوالو، نړیوالواوچارواکوپوری رسوو:
۱ـ دانار ګل دمشاعرې په ترڅ کی دکندها دچارواکو لخوادبینوا دفرهنګی ټولنې دګران مشرښاغلی محمدیاراونورو فرهنګیانووهل ډبول اولدوی سره غی افغانی، غیراخلاقی اوناځوانه چلند په کلکه غندو.حق خوداووچه  پدغه کلتوری ورځ لږترلږه زموږپروطن مین ف هنګیان نازول شوی وای نه داچه لا نورئی هم لومړنی بشری حقونه ئی تر پښو لاندی شول.
۲ـ له ښاغلی حامدکرزی څ خه په کلکه غوښتنه کوو ترڅوددی پیښې عاملین له دولتی دندوګوښه اودهغوی دبیله ځنډه محاکمی حکم صادرکړی که څه هم به په عاملینو کی دده دکورنئ او دده دټیم غړی شامل وی. او پدی توګه دې خوارملت ته ښکاره کړی چه قانون تر هرڅ ه، هرچا اوهردول اړیکو لوړدئ . که نه نوبیا نو پرتاسوښاغلی ولسمشر دقانون دساتندوی په توګه شکونه لا نورهم پراخیږی.
۳ـ ټولورسنیوته وړاندیزکووچه دیوی مودې لپاره دکندهارددولتی چارواکو هیڅ ډول خبرخپورنکړی اوددوی په هیڅ ډول غونډو کی برخه وانخلی.
۴ـ دغه ډول اوورته پېښوته په کتنه سره موږنړیوالوته خبرورکوو چه اتلونکی ټولټاکنې به په هیڅ ډول عادلانه اوشفافی نه وی اوښه به داوی چه ښاغلئ اوسنئ ولسمشرله خپلې نوماندئ څ خه د ملت اونړیوالې ټولنې په ګټه تېرشی. ځکه اوسنئ اداره له یوی خوادالاپی اوباټې وهی چه اوس خو نوګواکې ددموک اسئ څوکلنه تجربه لری اودبیاټاکل کیدومستحقه ده، خودبلی خوا وینوچه دااداره په عمل کې د دموکراسی اوفردی زادیوپرضد ولاړه ده. دااداره چه دیونوماند یاکاندید دپیژندګلوئ دپاڼو دخپرولو په تورانسانان شکنجه اورب ړوی، نوآیا کولائ شی چه نوروآزادیوته لاره هواره کړی؟ هیڅکله هم نه.
۵ـ موږپرخپلوګرانوهیوادوالوږغ کووچه خپله رایه په ایماندارئ هغه چا ته ورکړی چه دې خاوری ته ېی خدمت په زړه کی وی اوسباورځ ېی پردغه خوارملت دظلم کولوچانس هم کم وی.

په پښتنی اوافغانی مینه اودرنښت
په بلجیم هیوادکې د افغانی کلتوری بهیردمش تابه جرګې په استازیتوب
پوهنیارسیدحضرت 
بروسل ښار ـ بلجیم

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery