دخپریدو نیټه : 2009-05-23 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
محمديار ته د هلمند ميشتو کلتور پالانو د ډاډګيرني پيغام
هلمند ميشت فرهنګپال
په ډيري خواشنۍ سره
خبر سوو چي د هيواد تکړه ليکوال او شاعر د بينوا فرهنګي ټولني مشر او په سويلي زون کي د سپما منشي عبدالاحد مح
مد يار د مافيايي کړيو په غوښتنه د سړک پر غاړه ډبول سوى او ورته سپکاوى سوى دى . د هلمند ټولي کلتوري ټولني (
بُست فرهنګي ټولنه ، علامه محمود طرزى علمي او کلتوري ټولنه ، هلمند ادبي او کلتوري ټولنه ، روښان ادبي ټولنه
، د بُست جريدې اداره ) ټولي ږغيږي رسنۍ ( سباوون راډيو ، سمون راډوي ، بُست راډيو او مُسکاراډيو ) په يوه ږغ پر
دولت ږغ کوي چي محمد يار ته سپکاوي کوونکي دي محاکمه کړل سي او د بل ځل لپاره دي د داسي کړنو مخه و نيول سي . د
هلمند فرهنګپال د محمد يار هڅي او فعاليتونه ستايي او د هغه زړه ورتيا او هوډياليتوب ته سلام کوي . موږ په دې ع
يده يو چي محمد يار به په دې پيښه ناهيلي سوى نه وي او برعکس به نور هم قوي او هوډيالى سوى وي . د هلمند د ادبي
ګر ځوانان د محمديار د ټپونو د دردونو څړيکي په خپلو زړونو کي احساسوي نوموړي ته د ورغ صحت او لا بريا
يتوبونو غوښتنه کوي . په
درناوي