مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-05-24   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دفرهنګيانو سپګاوی

فضل اله رشتين


د کندهار د انار ګل په مشاعره کښې  چې  زمونږ دفر هنګيانو کو م سپګاوی شوی دی هغه د غندلو وړ دی. هغو کسانو چې دا کار يې کړی دی هغوي د فرهنګ دښمنان ګڼل کيږي. کله چې په کويت کې د افغانستان په سفارت کس زما دکار موده ختمه شوه او کابل ستون شوم نو دباندنيو چارو په وزارت کښې دنده اکړ شوه  يوه ورځ د يو کا د پاره د باندنيو چارو د وزير ښاغلي سپنتا دفتر ته وغوښتل شوم. له وزير سره کيناستم . له ما سره د هغه خبرې داسې پيل شوې ." ستا پلار ارواښاد پوهاند رشتين  د افغانستان ستر فرهنګی او علمي شخصيت و او زه په  دې خاطر دهغه ډير قدر  او عزت کوم." سپنتا يو فرهنګي او سياسي شخصيت دی نو په خبر ه  او نزاکت پوهيږي او په دې هم پوهيږي چې فرهنګيان د ټولنې دپوهې او علم مشعل په لا س کښې لري دوي بايد ونه وهل شي او سپک نه  شی. کومو کسانو چې ښاغلی عبدالاحمد او نور فرهنګيان يې وهلي او ټکولي دي دوي په حقيقت کښې دعلم او فر هنګ په قدر او ارزښت نه پوهيږي . زه د يو فرهنګي او فرهنګپال په حيث دا پيښه غندم او داسې احساس او تصور کوم چې زه پخپله په دغه پيښه کښې وهل شوی او ټکول شوی يم

د فرهنګيانو د حقوقو او حرمت دساتلو له پاره بايد غږ اوچت او په ټينکه مبازه وشي . دا زما پيشنهاددی چې مونږ دې له خپل حکومت ځخه وغواړو چې د فرهنګيانو د سپګاوۍ مخه په هر ډول  او هره طريقه چې کيدای شي ونيسي.
په مننه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery