هغه وخت مي د کور له غولي څخه د لمر زرينې
وړانګې الوتې وې خو د مخامخ غره په دنګه څوکه يې لا خپل ورېښمين لاسونه تېرول ، ورځ پاى ته رسېدلى وه او د ماښام
تيارو هم وار په وار زړه راډکاوو .
هغه د چا خبره لکه هډونه مي چې له وړاندې لا خبر وو او د يوې د
دوونکي خبرې د اورېدو لار يې څارله . ځکه يې خو مي د بدن په بندونو کې څړيکې غزېدي را غزېدې .
ځان مي نا ارمه
احساساوو چې د ګرځنده ټلېفون شرنګى شو . د کميس د مخ له جېبه مي را وايست . د سعيد زابلي نوم وو .
له جوړ
په خير وروسته مي ورڅخه د حال احوال پوښتنه وکړه خو هغه هم غرېو نيولى غوندې وو خبرې يې بندې بندې کېدى . ګمان مي
وکړ چې په شبکه کې به ستونزه وي خوچې راته وويې ويل
(( ډېره دروونکي خبره مي اورېدلې دى .او نور مالومات
نو له لر او بر وېب پاڼې څخه ترلاسه کړه .))
پوه شوم چې په ډک ستوني راسره خبرې کوې . او نږدې ده چې په
چيغو ـ چيغو وژاړي .
د لر او بر ويب پاڼې د خبرو په سر کې د يو خبر په سرليک مي سترګې ولګېدې چې ليکلي
وو
وسله والو د بېنوا ټولني مشر او د سفما منشي محمديار وډباوه
د خبر له جزياتو لوستلو څخه څ
ګنده شوه چې د کرزي يارانو د محمد ( صل الله عليه و اله وسلم ) يار وهلى .
وايي چې په يو څپېړه سل مخه
خوږېږي .
محمد يار ، د محمد يار ، د کمزورو يار ، دپښتو يار او د ټولو پښتنو يار دى .
هغه خدمت چې
نوموړي د هېواد او هېوادوالو د پاره په خپل مات ګوډ وجود کړى دى له داسې لوى خېټو څخه يې سل کاله وروسته هم د ت
سره کېدو تمه نه کېږي .
دروند ياره !
ستا په بدن د ظالمانو هر وارى زمونږ په زوړونو وارى دى .
هغه
څړيکې چې ستا نازک بدن يې د زورور تر درنو څپېړو لاندې کوي کټ مټ زمونږ په زړونو کې هم غزونې کوي .
خو ګو
ه ياره ! چې په دې خفه نه شي . ځکه ده زورور عمر ډېر لنډ وي ، ډېر ژر به ددوى د واک پياله نسکوره شي خو ستا نوم به د
پښتنو اتلانو په ليکه کې ليکل شوى پاتې وي .
ګرانه ياره !
کومو ناوليو زوړونو چې ستا د بدن په ټپي
کولو ځانونه سړول غوښتل همدغو زړونو يو کال وړاندې د روحانې د وينو په تيولوهم يخېدل غوښتل او څو م
ياشتې وړاندې بيا د جاويد احمد په وينو هم لا ساړه نه شول . داسې مالومېږي چې په دغو دوزخي زړونو کې اوس
هم يو لښکر سکروټې پرتې دي . هغه سکروټې چې د ټولو هېودالو د وينو په باران به هم مړې نه شي .
دروند ياره !
وايي د خوار يا ژړا ده يا ښېرا . ځکه خو به ستا په ټپي ټپي وجود اوښکې څڅوو او د ښېرا لاسونه به د هغه چا ګرېوان ته
نيسو چې دغه څو کاله يې لا هم د هېوادوالو په کړولو تنده ماته نه شوه . ګوندې وي چې يو وخت به دغه کمزوي لاسونه
هم ددې زورورو تر بې رحمه ګرېوان پورې ورسېږي .
دا زما تړلې لاس او ستا درنې درنې څپېړي
يو وخت به دي ر
يبه ! په حساب کې راولم .