د افغان کلتوري ټولنو جرګه په نژدې ورځو
کې په کندهار ولایت کې د فرهنګيانو او ژورنالستانو سره نا انساني چلن او د دوی انساني کرامت او د پوهې او فرهنګ
لوړ مقام ته سپکاوی په کلکه غندي، او عاملینو ته یې د کلکې سزا غوښتنه کوي.
د افغان کلتوري ټولنو جرګه
په هېواد کې د کلتوري ټولنو د همغږۍ او ټولولو يو مرکز دی، چې د هیواد او له هیواده بهر د ۲۰۰ په خواشا کې افغاني
کلتوري ټولنو استازيتوب کوي. د افغان کلتوري ټولنو جرګه د بیان د ازادۍ او ټولو مدني، انساني او بشري حقوقو او
د اشخاصو د کرامت او حرمت د درناوي اصولو ته ژوره پابندي لري او په ټول هیواد کې د دغو اصولو تعمیم غواړي. د
افغان کلتوري ټولنو جرګه یوه نا سیاسي او سوچه کلتوري اډانه ده چې په دولسمه ماده کې یې داسې راغلي دي: [کلتوري
هڅې به له سياسي هڅو جلا وي، جرګه به دکوم ځانګړي ګوند او ځانګړي سياسي نظر لپاره کار نه کوي ، خو د غړو لپا
ه به تر جرګې بهر د مستقل سياسي فعاليت حق محفوظ وي.] نو په دې خاطر موږ د جرګې د غړو په ګډون دا د هر افغان
یو بشري حق ګڼو چې د سیاسي روا هڅو په ګډون د ژوند په ټولو ډګرونو کې معقول او مشروع فعالیت وکړي. موږ د ولسمشر
کرزي په شمول د ولسمشریزو ټاکنو د ټولو کاندیدانو د پلویانو د مصونیت، حرمت او درنښت غوښتونکي یو او هر افغان
ددې وړ ګڼو چې د مساوي حقوقو او کرامت لرونکی وي. په همدې خاطر دغه ناوړه پیښه په کلکه غندو، او له مسولینو نه
غوښتنه کوو چې عاملینو ته یې سزا ورکړي. د جرګې په موخو کې دا هم دي چې جرګه به د قانون د حاکمیت او له قانون نه د
دفاع لپاره کار کوي. د جرګې د کړنلارې شپږمه او اتمه مادې په دې برخه کې وضاحت لري او ځکه موږ دا خپل یو مسولیت ګڼو
چې د قانون د حاکمیت کلکه پلوي ، او د زور او تشدد مخالفت وکړو.
ښاغلی محمد یار د افغان کلتور د اوسني
بهیر یو فعال غړی، د بینوا کلتوري ټولنې مشر او بنسټ ایښودونکی، په لوی کندهار کې د افغان کلتوري ټولنو جرګې له
موسسینو څخه دی او د ټول هیواد په کچه یو ډیر محبوب او منلی لیکوال، شاعر، ادیب او یو (ننګیالی فرهنګیالی) دی.
نور دوه تنه هم فرهنګي شخصیتونه او د درناوي وړ دي. موږ له ټول افغانانو او په ځانګړې ډول له دولتي مسولینو نه
هیله لرو چې د داسې ملي- فرهنګي شخصیتونو درناوی او عزت وکړي او په دې توګه افغاني فرهنګ پالته ثبوت کړي.
په
دې هیله چې افغانان د زغم، پوهاوي او درناوي فرهنګ پیاوړی او د مسایلو د حل معقولو او سوله ایزو لارو ته تل ت
جیح ورکړي، د داسې پیښو د نه تکرار دعا کوو. درنښت