دختيزې سيمې ليکوالو
او ژورناليستانو دخپلواکې ټولنې اعلاميه!
جلال
اباد دجوزا څوارلسمه ١٣٨٨
له ډله ييزو رسنيو مو
خبر ترلاسه کړ چې په خوست ولايت کې دکليد راډيو سيمه ييز خبريال او په سيمه کې دفرهنګي ډګر يو ځوان لوبغاړى نو
اجان بهير دامريکايي ځواکونو له لورې دخپلو دوه ورونو سره له خپله کوره نيول شويدى.
دختيزې سيمې ليکوالو
او ژورناليستانو خپلواکه ټولنه په داسې حال کې چې دامريکايي ځواکونو په لاس دښاغلي بهير نيونه په کلکه
غندي،دهغه نيول کيدل دهر ډول نړيوالو او کورنيو نورمونو خلاف عمل بولي،موږ په افغانستان کې دامريکا په مشرۍ
دبهرنيو ځواکونو نه دښاغلي بهير دژر ترژره خوشې کولو تر څنګ دهغه دنيولو دلامل او سپيناوي غوښتنه هم کوو،دغه
راز دافغان دولت او په ځانګړې توګه دولسمشر حامد کرزي نه غواړو چې که دملکي وګړيو دمرګ ژوبلې مخه نه شي نيولاې
نو لږ تر لږه خودې درسنيو داستازو چې د ملت او حکومت تر منځ دپله حيثيت لري دناقانونه نيولو مخه ونيسي.دغه راز
په هيواد کې دټولوهغه نادولتي ټولنو نه چې درسنيو په ؛برخه کې کار کوي هم غواړو چې لاسونه سره يو کړي او دهغه
چانه چې دبيان دازادۍ ددودونې لپاره په افغانستان کې پانګه اچونه کوي او ځانونه دبشر حقونو او بيان ازادۍ م
دافعين بولي دنوراجان بهير دراخلاصولو هڅې ګړندۍ کړي ،
په درنښت
دختيزې سيمې ليکوالو او ژورنا
يستانو خپلواکه ټولنې مشرتابه