مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-06-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دكمكي خيبر مجلې شپږمه ګڼه له چاپه راووته!

اميني

      
له ننگرهار څخه د (كمكي خيبر) مجله دويم كال لومړۍ ګڼه، پرلپسې شپږمه مهالنۍګڼه  له چاپه راووته!
له ننگرهار  څخه كمكي خيبرمجلې شپږمه ګڼه په ښکلي ډيزاين دادبي، تاريخي ، او فرهنګي مضامينو په لرلو سره  د ښاغلي نجيب الله انو زوى په مشرى تازه له چاپه را ووتله .
دغه مجله په ننګرهار كې د نجيب الله انورزوى په زيار چاپيږي ، چې  د هيواد د بيلا بيلو ليکوالانو ادبي ،كلتوري او  په زړه پورې مطالب پکې خپريږي . او په دغه ګڼه کې د سر ليكنې س بېره  دغه مطالب خپاره شوي دي .

۱ _ د چكنور ملا صاحب په اړه يوه لويه مقاله ...
۲ _ هجري او هجران .
۳ _ كيسه او ژوند .
۴ _ په پښتو كې د ((ى _ ياګانو)) سمه كارونه .
۵ _ د شراب څښوونكي عذاب .
۶ _ فولكلور .
۷ _ د ننګ هار منظره .
۸ _ كمكى خيبر يو كلن شو .
۹ _ د افغانستان د لويو لارو تاريخچه .
۱۰ _ ته وايه ښۀ !!!
او داسې نور ... .
یادونه  :- مينه وال دغه مجله د هیواد په ګوټ ګوټ کې ترلاسه کولاى شي . د يادونې وړ ده چې دوه كاله وړاندې د ښاغلي نجيب الله انور زوى په مشرۍ د كمكي خيبر مجله په خپلو ادبي ، كلتوري او ټولنيزو  چارو پيل وكړ  چې تر اوسه يې شپږ ګڼې د چاپ په ګاڼه پسوللي دي .
ښاغلي انورزوى ته اوږد عمر، تاند قلم د سپېڅلي خداى (ج) څخه غواړو .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery